د چاپېریال نړیواله ورځ

زړګی ویساء صافی

43
د جون پنځمه، د چاپېریال نړیواله ورځ، موږ ته دا مهم پیغام راکوي چې زموږ شاوخوا طبیعت زموږ د ژوند بنسټ دی او ساتنه یې زموږ ګډ مسؤلیت دی. دا ورځ موږ ته یادونه کوي چې که موږ خپل چاپېریال وساتو، نو خپل راتلونکی به خوندي کړو چاپېریال یوازې ونې، اوبه او هوا نه دي، بلکې دا زموږ د ژوند هره برخه ده. پاکه هوا زموږ ساه ده، پاکې اوبه زموږ ژوند دی، او زرغون طبیعت زموږ د خوښۍ سرچینه ده. خو له بده مرغه، د انسان د بې‌پروا کړنو له امله، چاپېریال ورځ تر بلې زیان ویني.
افغانستان، زموږ ګران هېواد، د طبیعي ښکلاوو کور دی له لوړو غرونو نیولې تر شنو درېو او پاکو سیندونو پورې. خو له بده مرغه، په وروستیو کلونو کې زموږ چاپېریال له جدي ګواښونو سره مخ شوی دی. د ځنګلونو پرې کېدل، د اوبو کمښت، وچکالي او ککړتیا هغه ستونزې دي چې نه یوازې طبیعت، بلکې د خلکو ژوند هم اغېزمن کړی دی په افغانستان کې د چاپېریال ساتنه یوازې یو انتخاب نه دی، بلکې یو حیاتي اړتیا ده. که موږ خپل طبیعت له لاسه ورکړو، نو خپل ژوند به هم له خطر سره مخ کړو. دا زموږ مسؤلیت دی چې د خپل هېواد د طبیعي شتمنیو ساتنه وکړو او راتلونکو نسلونو ته یې وسپارو د ونو کېنول، د اوبو سپما، د ککړتیا مخنیوی او د طبیعت درناوی هغه ساده خو مهم ګامونه دي چې هر افغان یې پورته کولی شي. که موږ ټول لاسونه سره یو کړو، نو کولی شو خپل هېواد بېرته زرغون او ښکلی کړو راځئ چې د چاپېریال نړیوالې ورځې په مناسبت ژمنه وکړو چې خپل چاپېریال به ساتو، طبیعت ته به درناوی کوو، او د افغانستان لپاره به یوه پاکه او سالمه راتلونکې جوړه کړو.
ځکه چې پاک چاپېریال، سالم ژوند دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.