د حبابونو وړاندوینه

صلاح الدین حمید

66
د حبابونو وړاندوینه
– رابرت شيلر د نوبل جایزې هغه ګټونکی چې د ونډو بازار راتلونکی یې ولید.
رابرت شیلر د ۱۹۴۶ کال د مارچ په ۲۹مه زېږېدلی دی. نوموړی امریکايي اقتصادپوه دی چې په ۲۰۱۳ کال کې یې له دوو نورو اقتصادپوهانو سره یوځای د اقتصاد نوبل جایزه ترلاسه کړه. شیلر خپلې لوړې زده کړې د کالامازو په کالج کې پیل کړې، د لیسانس سند یې په ۱۹۶۷ کال کې د میشیګان له پوهنتون څخه ترلاسه کړ او وروسته د ماساچوسټ پوهنتون ته ولاړ. هغه هلته دوکتورا واخیسته او د خپلې دوکتورا پر مقاله یې چې «معقولې تمې او د سود د کچې جوړښت» نومېده، څېړنه وکړه.
شیلر اوس مهال د ییل پوهنتون استاد دی. د هغه د څېړنو اصلي ساحه د چلند یا رفتاری اقتصاد (Behavioral Economics) او مالي اقتصاد ده. نوموړي د نوبل جایزې ترڅنګ ګڼ شمیر نور اقتصادي ویاړونه او جایزې هم ترلاسه کړې دي او له نوبل مخکې هم د نړۍ د مخکښو اقتصادپوهانو له ډلې شمېرل کېده. د «ډویچه بانک» جایزه د هغه له مشهورو علمي جایزو څخه ده چې په ۲۰۰۹ کال کې یې ترلاسه کړې وه.
د ونډو بازار لوړېدل او ټیټېدل د اقتصادي فعالیتونو د ټولو ګډونوالو او فعالانو لپاره د پام وړ موضوع ده. هر څوک چې په دغه بازار کې فعالیت کوي غواړي د هغه د راتلونکي په اړه پوه شي. هر ځل چې د ونډو په بازار کې بیې لوړېږي او یا راټیټېږي، په حقیقت کې د اقتصادي ودې او پراختیا بدلونونه څرګندېږي.
خو یوجین فاما د ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال ادعا وکړه چې د لنډمهالې مودې لپاره د بیو د بدلونونو وړاندوینه تقریباً ناشونې ده. دغه باور تر ۱۹۸۰مې لسیزې پورې دوام وکړ، تر هغه چې رابرت شیلر د دې نظریې خلاف استدلال وړاندې کړ او وروسته یې د همدې علمي لیدلوري لپاره د اقتصاد نوبل جایزه ترلاسه کړه.
رابرت شیلر د اوږدې مودې لپاره د ونډو بازار بدلونونه وڅېړل او دې پایلې ته ورسېد چې د څو کلونو په اوږدو کې د ونډو بازار د بدلونونو وړاندوینه شونې ده. که څه هم د ونډو بازار تل له شدیدو نوساناتو او لوړو ژورو سره مل وي، خو د رابرت شیلر څېړنې او موندنې بل حقیقت څرګندوي.
رابرت شیلر د خپلو څېړنو له امله چې د ونډو بازار د بدلونونو په اړه یې ترسره کړې وي، وروسته د اقتصاد نوبل جایزه ترلاسه کړه. هغه د اوږدې مودې لپاره د ونډو بازار بدلونونه وڅېړل او دې پایلې ته ورسېد چې د څو کلونو په یوه ټاکلې موده کې د ونډو بازار بدلونونه اټکل کېدای شي. که څه هم د ونډو بازار تل له سختو نوساناتو سره مل وي خو د شیلر څېړنې بل حقیقت څرګندوي چې دا بازار د تحلیل او تمایل وړتیا لري.
شیلر له هغو درېیو کسانو څخه و چې په ۲۰۱۳ کال کې یې د اقتصاد نوبل جایزه په ګډه ترلاسه کړه. هغه د نوبل جایزې د تر ترلاسه کولو څخه وړاندې هم د نړۍ له سترو اقتصادپوهانو څخه شمېرل کېده. دا اقتصادپوه وتوانېده چې دوه ستر تاریخي مالي حبابونه مخکې له مخکې اټکل کړي: د «ډاټ‌کام» حباب او د کورونو بازار یا «مسکن» حباب. هغه په هماغه وخت کې یو کتاب خپور کړ او پکې یې د دغو حبابونو وضعیت تشریح کړ. وروسته یې د دغو حبابونو د احتمالي سقوط وړاندوینه هم وکړه. د هغه وړاندوینې دومره حیرانوونکې وې چې د نوبل جایزې د هیئت پام یې ځان ته واړاوه او همدا لامل شو چې نوموړی د نوبل جایزې مستحق وګڼل شي.
د شیلر څېړنې ښيي چې د ونډو د بیو نوسانات تر ډېره د شرکتونو د سهمونو او اوراقو له عادي بدلونونو څخه زیات وي او کله ناکله له یو بل سره په متضاد جهت حرکت کوي. هغه دا ډول الګوګانې (بیلګې) د ونډو بازار لپاره ډېرې ګټورې او لارښوونکې وبللې. شیلر پر خپلو موندنو دومره باور لري چې خپل معلومات په دوامداره توګه نوي کوي او په آنلاین بڼه یې د ټولو لپاره وړاندې کوي.
په حقیقت کې هغه د ونډو بازار د ډېرو پټو رازونو پرده پورته کړې ده. خو د دغو وړاندوینو تر شا یو ستر هدف هم تعقیبوي چې هغه د «نړیوال مالي نظام ډیموکراتیک کول» دي. په رښتینې توګه هغه هڅه کوي چې نړیوال مالي نظام ته نوې بڼه ورکړي.
د شیلر نظریه تر اوسه په بشپړه توګه نه ده مطرح شوې. دی باور لري چې که د هغه نظریه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال مخکې وړاندې شوې وای ښايي د اروپا ډېری هېوادونه یې له مالي ستونزو څخه ژغورلي وای او همدارنګه به یې آسیا ته زمینه برابره کړې وه چې په چټک ډول اقتصادي پرمختګ وکړي.
د نړۍ ډېر هغه مشکلات چې انسانان ورسره مخامخ شوي، په مالي بحرانونو کې ریښه لري، او د شیلر په اند شونې وه دا بحرانونه له مخکې اټکل شي او په پایله کې د بشریت لپاره غوره ورځې رامنځته شوې وای.

د ټرمپ د متواضع چلند علت له شي سره په لیدنه کې څه وه؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.