ټیټ پوړی مامور
( د خاموشو انسانانو سیاست)
لیکوال: عبدالسمیع واحدي
پنځلسمه برخه
…. په تیر پسي
1380 کال د امریکا په نړیوال سوداګریز مرکز د القاعدي د سازمان د برید نه وروسته کله چي جورج بش طالبانو باندي د حملي ګواښ وکړ دا وخت نو د پولي تخنیک اداري مسولین چي اکثریت يي طالبان وو، ادبیات تغیر او نرم شوي وو، دوي به په ډیر عاجزي د مسلمانانو تر منځ اتفاق، اتحاد او تیر وخت کي د مسلمانان او عیسویانو ترمنځ مذهبي جنګونو ته يی اشاري کولي، لیلیه کي هم تشدد او سخت ګیري کمه شوه. او د محصلینو ګیره او لونګي تري د یاده ووته، ځیني طالبان چي محصلینو منځ کي وو، یوي خوا به صلیبي جګړو تاریخي کیسي شروع کړي بله خوا بیا د پښتون او غیر پښتون موضوع ته يي لمن وهله، دوي به ویل که شمال ټلواله بیا ځلي واک ونیسي کابل کي به دپښتنو د وینو سیلاب جوړ کړي. دې وخت دوي خپله په یو داخلي وجودي تضاد او بن بست کي ګیر وو، یو خوا د امت نظریه چي هیڅ ډول مرز؛ قوم او ټبر نه پیژني بله خوا د قومي فاشیزم او قومي تعصباتو ته لمن وهل او دا سوال مطرح کول چي پښتانه به څنګه شي؟
ملت د طالب نه کومه ښه خاطره نلرله د دوي د صف د افرادو بداخلاقي، بي سوادي او ملیشه يي سیستم، د لوړ پوړو کسانو جرمي اقتصاد، استبداد او ددوی د مشر یعني ملا عمر مطلقه دیکتاتورانه حاکمیت خلک پوزي ته راوستلي وو، طالب چارواکي د ملت د مالیات، عشر، زکات نه چي د معاش، امتیازي، دسترخوان خرڅ، د باډیګارد جیب خرڅ، د موتر روغنیاتو په نامه جیب ته وهلي، یا انجوګانو له طریقه چي اکثر به د دوي یا ددوي د لمړي درجه خپلوانو پوري مربوط وو بهرنی مرستي اخیستلي، جرمي اقتصاد ( تریاک یا آفین، قیمتي ډبري، وسلو قاچاق) دلاري میلیونران شوي وو، ولس ته به يی ویل فقر د خداي له خوا دی، اعمال مو سم نه دي ځکه غریب یاستئ! په مقابل کي ملت ولوږه وهلي ، مهاجر ، بي کاره او لالهانده شوی وو. د دیني مدارسو احساساتي زلمکي او د طالبانو د صف ټیټ پوړي جنګیالي یواځي د قرباني پسونه وو، طالب جګپوړي چارواکي پوهیدل چي نور يي د اختتام وخت نږدي دی. دي شپیو ورځو کي د لیليي د بلاکونو مخته به د طالب نظامیانو د ډاتسن پیک آپ موتري 24 ساعته شکل او دوامداره چالان پریښودل کیده، تر څو د تیښتي وخت کي ستونځه جوړه نکړي، طالبان به اطاقونو کي ویده وول خو بهر پارکینګ کي به يي موتر چالان پریښوده. مونږ دپاره د دوي د تیښتي د آمادګۍ همدا واضحه نښه وه، اکثر محصلین به ویل: طالب نور د ټینګی نه دي ژر به د تاریخ برخه وګرځي.
په بل طرف افغان سیاسي او دطالب ضد جریانونه په دوه لويو جهتونو ویشل شوي وو، یو جهادي پخواني تنظیمونه چی په ټولو کي مطرح او قوي جریان د برهان الدین رباني په مشرتوب جمیعت اسلامي تنظیم، اتحاد اسلامي د سیاف په مشرۍ، جنبش ملي اسلامي د دوستم په رهبري او حزب وحدت د شیعه ډلو په استازیتوب، ګلبدالدین پلویان په دوه برخو ویشل شوي وو یوه ډله يي د جمیعت سره ایتلاف کي شامل وو بله ډله يي بیا د حکمتیار په مشري بیاهم مخالف صف کي ودریدل، د مجددي او ګیلاني پیرانو پوري اړوند دوه جهادي خو معتدلي ډلي هم فعالي شوي.
بل جهت کي افغان تکنوکراتان او روشن فکران چي په دوی کي بیا د پخواني پادشاه ظاهر شاه پلویان مطرحه ډله وه دې ټولو جهتونو کي ساه چلیدلی وه، روشنفکران او افغان طرفونو په داخل او خارج کي په انسجام بوخت وو، د مسعود نه بعد مشرقي خلکو منخ کي د قمندان عبدالحق په مشري د نوي حکومت د جوړیدو د خلکو د خبرو سرمشق وو، مګر څه وخت وروسته د امریکي د نظامي بریدونو پیل سره سم، افغانستان ته په داخلیدو قمندان عبدالحق د طالبانو په لاس ووژل شو اوس نو مونږ د نوموړي نه بعد د حامد کرزي نوم له میډیا او خلکو نه اوریده.
ساختماني پوهنځي کي د ثقافت اسلامي د مضامینو استادان نور درسونو ته منظم نه حاضریدل،. ملا فاضل د پوهنتون ریئس هم غیر حاضري شروع کړه او که راتله هم په نامنظمو اوقاتو کي لنډ وخت دپاره به يي یو ځل پولي تخنیک ته سر ورښکاره کوه.
د 2001 زږدیز د اکتوبر په 7 تاریخ په افغانستان باندي امریکايي هواي او ځمکني تهاجم پیل شو، لمړني اور غورځونکي بمونه کابل هوايي ډګر، دفاع وزارت، داخلي وزارت او قول اردو باندي وتوغول شول، د لمړني بم د غورځیدو سره سم چي غږ يي تر لیري ساحو پوري واوریدل شو زه او زما د اطاق ملګري انجنیر میرویس سنجر، انجنیر جلیل چي په دې شپه کي اطاق کي پاتي وو بالکن ته ووتلو، د نورو اطاقونو ځیني ملګري محصلین هم زمونږ اطاق ته راټول شول او په خپل منځي مجلس بوخت شولو.
ما د ملګرو منځ کي وویل:
دا د یوي نوي خو اوږدي جګړي پیل دی.
د لیليي معلم مونږ ته خبر راکړ چي تر امر ثاني پوري د لیلیي اعاشه او اباته بنديږي تاسي باید لیليه پریږدی ځکه دا ځآي خوندي نه دی.
د امریکايي ډرون او بي 52 الوتکو دمزاحمت دپاره طالبانو د دافع هوا ډزی کولي خو دا کار ډير موثر نه تمامیده. به سبا ورځ مونږ ټول هم صنفیان تصمیم ونیو چي باید د لیليی د اطاق تسلیمي ورکړو، مونږ د غیر حاضر ملګرو البسي هم وسپارلي، د تسلیمي نه بعد تر نورو ملګرو زه مخکي راووتلم، انجنیر میرویس سنجر او انجنیر عبدالجلیل ما سره تر کارته مامورین څلور لاري پوري راغلل، مونږ یو بل سره خداي په آماني وکړه او د بیا لیدو هیله مو څرګنده کړه کله چي زه ټکسي ته پورته شوم ملګری مي بیرته وګرځیدل.
زه پل محمود خان د سیمي نه چي هغه وخت جلال آباد هډه هملته وه، موتر ته وختلم او د جلال آباد په طرف مو حرکت وکړ، وریښمن تنګي کي بیا ځلي د چمن قلم هوټل ته برابر شولو، دا ځلي ما د هوټل د مدیر سره ښه په ورین تندي او موسکا ستړي مشي وکړه، ورته مي وویلي پنجابیان بیرته راګرځيدلي که هماغسي ورک شول؟ هغه ماته په خندا وویلي: ته نه سمیږي. ادامه يي ورکړه دلته بیا نه دي ودریدلي کیداي شي تللی واوسي.
مازدیګر او ماښام ترمنځ وخت کي زه جلال آباد ښار مخابراتو چوک ته ورسیدم او مستقیم د کاکا کار ځای ته ورغلم، تر روغبړ وروسته مي تري د ښآر د وضیعت پوښتنه وکړه.
کاکا وویلي:
کوم خلک چي امکانات لری له ښآره ووتل، زیادتره شتمن پیښور خواته کډه شول، مطباقي یو شمیر خلک ولسوالیو ته او د کنر او لغمان خلک چي دلته میشت وول خپلو ولایتونو او کلو ته کډه شوي.
زه: مونږ څه کوو ستاسي پلان څه ده؟
کاکا:
دادا سره غږیدلی یم سرخرود ته کډه کوو چي وضیعت ښه شو بیرته راګرځو ښآر ته.
ته هم کمک شه چي کالي بار کړو سبا موټر راځي کور کي واوسه!
ما شپه کور کي تیره او په سبا کډه مو سرخرود ته انتقال کړه، د ژمي د موسم یخني هم ستونځه جوړه کړي وه،سرخرود کي زمونږ د اوسیدو دپاره یوه کوټه وه چی مشر تره مو راته خالي کړي وه، او مونږ ټول 10 کسی فامیل سره د ټول اسباب او وسایلو باید یو څه وخت دلته تیر کړی وای. دي شپو کي تر یوي هفتي تیرولو وروسته زه په تنګ شولم، جګړه بي برخلیکه او دوامداره غوندی راته معلومه شوه، ما کاکا ته وویلي: زه خپل د دوا کار ته دوام ورکوم، تا سره زما د دوا کومي پیسي شته هغه ماته آماده کړه د بازار نه هم خپلی پیسي ټولوم په یو شمیر درملتونو زما پیسي وي، ما همدا کار وکړ او دغه وقفه کي ما خپل تګ راتګ کابل ته ونه دروه، دوا پلورنکي او عمده فروشان اکثر افغانستان نه بهر وتلي وو، ځکه نو یو لږ شمیر خلکو کار ته ادامه ورکوله، خو دا چي وايي هر چالش یو فرصت دی دلته ما باندي همدا خبره صدق کوه، د نورو ګوښه ګیري او مهاجر کیدل زما دپاره فرصت وو، په دي ډول چي تر مخکي وخت زما دوا په ښه بیه او کم وخت کي خرڅیده دا ځکه چي د خلکو ضروریات زیاد او خدماتو ارایه کم شوي وو.
امریکايان د پرمختللو وسلو په مټ د طالبانو تر کنترول لاندي سیمي او نظامي اهداف دقیق په نښه کولي په همدي اساس تر دا وخته افغانستان کي د ملکي تلفاتو شمیر حد اقل کي وو له همدي وجه زه ډاډه ګرځیدلم یواځي نظامي تاسیساتو ته نه نږدی کیدلم.
زه خپل هیواد کي د بهرنیو ځواکونو د نظامي شتون سره جوړ نه یم، کله کله ورسره حساس شم، دا حساسیت زما په وجود فکر او دماغ کی څنګه راجوړ دی تر ننه ما ورته کوم خواب نه دی موندلی کیدای شي د کورنی د مشرانو تر فکر یا تاثیر لاندي راغلی یم یا په طبعي شکل زما وجود کي شته یا نور خو تر اوسه مي ورته سم ځواب نه دی موندلی، ماشومتوب کي به کله چي مي مور یا نیا راته وویلي:
مجاهدین په جلال آباد راکټ ځکه توغوي چي دلته روسان راغلي وو، زما به شوریانو ته ډیره غصه راتله او ځآن سره مي ویلي چي دا شورویان ولي راغلي وو او زمونږ وطن کي ولي جنګ جوړ کړی.
د برهان الدین رباني او ملا عمر دوره کي افغانستان کي د بهرنیو تندلارو وسله والو ډلو شتون زما حساسیت راپآروه او فکر مي کوه چي زمونږ هیواد کي ټولي ناخوالي د همدوي دلاسه جوړ دي.
2001 نومبر میاشت کي کله چي مي واوریده نړیوال ایتلاف کي شامل بهرني ځواکونو عساکر په افغانستان کي پیاده شوي ما دپاره چندان خوندور خبر نه وو، سرخرود کي دادا او ترونو سره ناست وو امریکا غږ راډیو نه مي همدا خبرونه اوریده ددي خبر په اوریدو زه حساس شولم ما وویلي:
دا وطن به تاسي (امریکایانو) ته سور اور شي. مشر تره مي ماته متوجه وو او زما په څهره کي غصه لیده مخاطب يی کړم:
تر عرب او پاکستاني بي بندو باره، تندلاري او ناقانونه وسله والو د نړیوال ایتلاف ځواکونو قانوني شتون ښه دی افغانستان به د یو رسمي دولت څښتن شي. ته په روان حالت راضي وي؟
زه:
نه، هیڅکله راضی نه یم اوسنی وضیعت هیڅ روغ انسان ته د منلو نه ده، خو دا ټول ماته یو ډول اجنبیان ښکاري چي د خپلو مملکتونو جګړي زمونږ هیواد ته راوړي. د حکومت جوړول او د زعامت رامنځته کول د افغانانو کار دی دا کار باید همدا ولس ترسره کړي.
تره مي په دي رابطه ماته ډیري اوږدي خبري وکړي او هڅه يي وکړه چي ما قانع کړي یا حد اقل زما حساسیت راکم کړي.
زه کله هم د بهرنۍ نړی سره د خپل هیواد په ولسي، ملي ګټو ولاړ د سالم، رغنده اړیکي درلودلو سره مخالف نه یم، او منیحث د یو وطنپاله انسان غواړم چي ولس مو د نړی نورو هیوادونو سره پراخي تجارتي، اقتصادي، رغنده دیپلوماسي او واضح سیاسي اړیکي ولري او سیال ملت واوسو. دا اړیکي باید تعریف شوي او په ملی او نړیوالو نورمونو برابر او مطابقت کي واوسي، اوسني عصر کي دا یو شوق یا انتخاب نه، یوه حیاتي ټولنیزه اړتیا ده او د نړی سره د اړیکو پریکون د ټولني په ټولو اقشارو بیا خاص متوسطه طبقه چي زه هم همدي قشرله جملي یم منفي تاثیرات غورځوي او زیاد زیان همدغه متوسط قشر ته رسیږي. مګر چي کله وینم د افغانانو هیواد دنړیوالو لویو قدرتونو یا د سیمي او یا هم زمونږ د ګاونډیو ملکونو د نظامي او سیاسي تقابل نقطه ګرځول شوي وي او دلته کله د نیابتي ډلو په مټ کله هم د دولتونو په کچه مستقیم اندوخړ جوړ شوی وي ما دپاره زورونکي حالت همدا دی.
بهرنی نظاميانو سره زما همدا حساسیت ددي سبب شو چي هغه وخت د نړیوال ایتلاف نظامي ځواکونو سره دنده وانخلم، سره له دې چي زما اکثر همزولي، د مکتب او پوهنتون ټولګیوال دغو ځواکونو سره همکاران شول او دي رابطه کي ځیني ملګري ماته هم بلنه راکړه چي که زه وغواړم مونږ (ملګري) درسره همکاری کولي شو مګر زه حاضر نشولم ملګرو ته مي حتما یوه بهانه کوله، کاکا (پلار) مي هم زما وضعیت ته په کتو زه يي نه تشویق کولم چي باید بهرنی نظامی ادارو سره کار وکړم.
د نړیوال ائیتلاف او د شمال د متحدي جبهي او طالبانو ترمنځ هوايي او ځمکني نښتي نږدي دري میاشتي دوام وکړ تر څو طالب جنګیالي کابل او سمت شمال کي وځپل شي، په دي دوران کي دا چي د پوهنتون دروازي تړلي وي زه په خپل شخصي تجارت بوخت ووم.
د 1380 کال د عقرب د میاشتي په 21 نیټه ما بازار کي د خپلو مشتریانو نه یو څه اندازه پیسي ترلاسه کړي او غوښتل مي کابل ته ولاړ شم، ماخستن ناوخته کلي ته ورسیدم کورته په رسیدو مسقیم خپل د خوب ځاي ته ورغلم او پرته له دي چي چا سره ووینم ځکه ناوخته وو او اکثر دکور غړي ویده وو استراحت می وکړ، سهار د ملا ازان نه مخکي راویښ شولم، مور مي راجګه کړه، ورته مي وویلي: زما پاکي جامي راکړه زه دوا پسۍ کابل ته ځم، دا چي مور مي هم د سیاسي تحولاتو څخه خبره نه وه ماته يي دعا وکړه شاته مي د اوبو په شیندلو رخصت يي کړلم، هلته د ترکارۍ نه ډک یوه موټر کي چي زمونږد کلیوالو وه او سهار وختی راوته پکي سپور او جلال آباد ښاره پوري راورسیدم، د لمانځه وخت کي مشر تره مي زما پوښټنه کړي وه چي چیري دی مور مي ورته ویلي وو چي ولاړ کابل ته، تره می، زما مورته غږ نه وه کړي خو دا چي په وضیعت پوه وو، تشویش ورته ایجاد شوی وو، کاکا (پلار) مي دا شپه جلال آباد ښآر کي پاتي شوی وو کور کي نه وو. ځکه نو زه پرته له دي چي اوضاع نه باخبر شم د عقرب په 22 نیټه سهار وختي جلال آباد د خاد کنډک په سرک کي چي هغه وخت د کابل هډه هملته وه ورسیدم. هډه کي اوضاع بل رنګ وو، دخلکو ګڼه ګوڼه نه وه او ډریوران هم ارامه وو، خو ما بیا هم وضعیت نه وه درک کړي، بالاخره فلنکوچ موټر کي کیناستم او موتر د ډکیدو وروسته سمدستي حرکت وکړ، سهار لمونځونه مو ډرونټه کي وکړ او لغمان د سرخکانو سیمي ته په رسیدو متوجه شوم چي د طالبانو پوري اړوند ډاتسني د قطار په بڼه یو بل پسي په طرف د جلال آباد روان دي اوس نو شک راته ولوید چي کومه کیسه خو شته، د څنګ د ملګري نه مي پوښتنه وکړه ما وویل: کابل نه کله راغلی یی، ویل يی دوه ورځي مخکي.
زه: څنګه وو اوضاع؟
د څنګ ملګري : هغه وخت څه شی نه وو خو اوس پنچشیریانو ته لاسته ولویدلی.
زه: طالبان ووتل؟
د څنګ ملګري مي: هوو، طالبان ماتي سره مخ شول ادامه يي ورکړه ته څه کوي هلته کور ته ځي؟
زه: نه کار مي دی.
د څنګ ملګری:
که ضرور او ډیر عاجل کار دې نه وي تګ ضرور نه ده کابل کي اوضاع ښه نه دی.
دي وخت کي زه نه د بیرته ګرځیدو تصمیم نیولی شم او نه د مخکي تک یواځي د خلکو خبر او بحث ته غوږ یم چي ما پیل کړی وو اوس ورته چوب یم، مشعله کمر تنګی ته په نږدي کیدو ما ډریور ته غږ وکړ چي زه باید کوز شم، نه غواړم مخکي ولاړ شم، مګر ډریور او یو محسن او با تجربه سړی زما د کوزیدو مخالفت وکړ، په سن پوخ کس راته وویل:
ته دلته مه کوزیږه! او که وغواړي هم مونږ اجازه نه درکوو دا ځآي امن نه دی یو امن ځای کي بیا کوز شه!. سروبي بازار ته په رسیدو موټر کي ناست کسانو کي همدغه با تجربه شخص ماته وویلي اوس کوزیدی شي خو ډیر احتیاط به کوي، یو د لین موتر پیدا کړه چي جلال آباد ته تګ راتګ ولری ورسره پورته شه، شخصي موټرو ته به، نه پورته کیږي. ما ترې د نیکی مشوری مننه وکړه او ورته مي وویلی تاسي دې هم په خیر ورسیږئ.
د سروبي بازار وضیعت ښه نه وو، دکانونه به کله خلاص شول کله به یوناڅاپه بند شول، بازار منځ کي دخلکو منډه رامنډه ډیره وه، زه د جلال آباد د موټرو تم ځآی ته ورغلم، د لین موتر نه وو، یو کس چي هماغه تم ځاي کي دکان وو راته وویلي: کینه که کوم موتر پیدا شي ولاړ به شي اوضاع ښه نه دی، ډیر مه ګرځه! یو څه وخت هملته ناست ووم مګر د کوم موټر سر و درک معلوم نشو، یو وار غږ وشو هله چي راغلل دکانونه مو چور نشی، دکاندار په ډیره عجله دکان بند کړ او دی چي کله بوخت شو ما هم ځای ترک کړ او یوي جګي نقطي ته د ختلو په فکر شوم چي باید هم ننداره وکړم او هم د ګڼي ګوڼي نه بچ شم. دا صحني ما دپاره ډیري خواشنیونکي وي زه په چرت کي ډوب یم او فکر کوم که بیرته جلال آباد ته ګرځم وریښمن تنګي سره به څه چل کووم، سرخرود ته به څنګه ځان رسوم، که کابل ته ځم هلته به چا کره ورشم خلک خو ټول تښتیدلي دي.
همدي فکرونو کي مي ذهن ته راوګرځیده چي باید همدي سروبي بازار کي چرته شپه وکړم خو کوم ځای کي؟ فکر مي کار وکړ د پوهنتون همصنفي مي انجنیر نصیر احمد اکبری چی لیلیه کي هم اطاقونه مو یو دهلیز کي وو، د سروبي ولسوالی اصلی اوسیدونکی وو همدلته یی کور هم دی باید پیدا يي کړم، خو دومره لویه ولسوالی کي څنګه به راپیدا شي باید د یو با سواده شخص نه يي پوښتنه وکړم چي زما په خبره پوه شي، همدا وخت هلته یوي دواخاني ته ورغلم، تر سلام اچولو وروسته مي ورته وویلي دلته مي یو دوست او ملګری دی انجنیر نصیر نومیږي او د محمد الله ځوی دی پلار یی سروبي بریښنا کوټ کي دنده لري، دواخاني کارمند په خندا شو ویلي انجنیر صیب څنګه مستقیم دې ځاي پیدا کړ، راځه کینه ماښآم ته نږدي به دي زه د نصیر دوې د کور مخته ښکته کړم. اوس خو باید کار وکړم کنه يي همدا اوس مي بیولی.
د انجنیر نصیر د آدرس د پیدا کیدو سره زه مطمین شولم چي ډیر امن ځآی مي پیدا کړ، خو دا چي مور به مي زما په اړه ناراحته وي، دې خبری ته تشویش زما ذهن کي پآتي شوه.
ماښام ته نږدی انجنیر نصیر سره یو ځآی شوم د یو بل په لیدو سره مو حال احوال وکړ، ماښام جماعت چي مو وکړ مسجد نه راووتلو، دي وخت کي یو کلیوال راغئ خلکو ته يي وویلي چي هلته ویاله کي یو جسد پیدا شوی، باید خلک پري راټول شي که معلومه شي چي د چا شناخته دی؟ او یايي څوک وپیژني؟
کلیوال ورغلل، زه او نصیر مهمانخاني ته راغلو شپه مو تیره کړه، انجنیر نصیر په سبا ورځ یعني د عقرب په 23 سهار وختي یو پیژندګلوي ډرایور سره معرفي کړم او هماغه سره موټر کي د سره رود دوسرکي پوري راغلم، دو سرکه کي د طالبانو کنترول نقطه نه وه او د ترصد کسان نه وو ولاړ، ترافیکي ګڼه ګوڼه هم نه وه او معلومیدل چي ترافیکو پولیس هم دندي ته نه وو راغلي، زه له هغه ځآی نه بیا د کلي موتر کي کورته ورسیدم، مور مي او د کورنی نور ټول غړي چي زما تګ ته په تشویش کي وو راحته شول.
د طالبانو دلاسه د جلال آباد او کابل او بیا د ټول مشرقي ولایتونو د آزادی خبر مي له بي بي سي او امریکا غږ رادیويي خپرونو نه واوریده دي وخت کي نو دغه غربي راډیوګاني ځیني خاصي برنامي هم پیل کړي وي او هر دوه یا دري ساعته وروسته به يی تازه خبرونه نشرول او د طالبانو خلاف يي پراخ تبلیغت کول حال دا چي تر دې څلور کاله مخکي همدغو رادیوګانو طالبان د سولي فرښتي معرفي کولي…..
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.