ټیټ پوړی مامور / څوارلسمه برخه

لیکوال: عبدالسمیع واحدي 

56

ټیټ پوړی مامور

 ( د خاموشو انسانانو سیاست)

څوارلسمه برخه 

…. په تیر پسي

هر ځل دا ډول خبري زه اړ کولم چي زده کړي ته دوام ورکړم ځکه خو زه 1380 کال حمل میاشت کي یو ځلی بیا لیلیی ته راوګرځيدم. دا ځل نو زه څلورم صنف اووم سمستر ته رسیدلی ووم، بیا هم لکه د تیر په شان د نورو ټولنیزو، سیاسي او امنیتي مشکلاتو تر څنګ د پوهنتون د نصاب ستونځه لا پیچلي شوي وه او د حل دپاره څه ډول اراده نه سترګو کیده.دی کال کي نو د محصلینو په منځ کی غربت او فقر او له دغي ناحيي کورني مشکلات د یو بل نه پټ نه وول، یو شمیر محصلین د بي کاری او ناداري نه د طالبانو په پوستو او مرکزونو کي پهره داري او دوي سره نظامي چي زیادتره د داخلي وزارت اړوند کارونو ته زړه ښه کاوه، طالبان خپل د صف ټیټ پوړو جنګیالیو ته هم کومه منظمه او د یو سیستم له آدرسه تنخوا نه وه ټاکلي، بلکه یو ملیشی ځواک يي رامنځته کړی وو، ددوي جنګیالي یواځي د جیب خرڅ په نامه یو ډول امتیازاتو نه برخمن وو چي واک او صلاحیت يي د اړوند قمندان سره وو او هر جنګیالي د مربوطه قمندان او تر ځآن مشر ملا رحم و کرم ته سترګي وي. زما د اطاق ملګری مرحوم انجینر محمد نعیم مومند(3) هم د همدي شمیر محلصنیو له جملی وو چي د جیب خرڅ دپاره يي د پولیسو اکادمي قراول کي د شپي د طالبانو پهره داري يي کوله.

طالب جنګیالی به چی کله پیسو ته ضرورت پیدا شوه یوه عریضه به يي ترتیب کړه او د مقام نه به يی د جیب خرڅ غوښټنه کوله، د اړوند ډلګي مشر د تایېد نه بعد به مقام ورته حکم ورکوه چي د پلاني یا مثلا د ملا اخند انديوالانو ته دومره مقدار پیسي لکه یولک افغاني ورکړئ. نوره کومه اداري یا مالیاتي پروسیجر ورته نه وو رامنځته شوی.

د معارف، لوړو زده کړو سره اوس نو د افغانستان اداري او مالیاتي سیستم هم منهدم او له منځه تللی وو، اکثر سکتوري او پراختیايی اداري چي مستقیم عایدات يي نه درلوده تشکیلات ملغی او له منځه وړل شوي وو.

1380 کال کي پولی تخنیک پوهنتون ریاست مقام زمونږ د ګروپ ملګري د اوبو او بریښنا وزارت ته د عملي زده کړو دپاره معرفي کړ، د اوبو او بریښنا وزارت په تشکیل کي یو ریاست په نامه د ریاست عمومي منابع آب و هایدرولوژي وو، ددي ریاست د انجنیري په آمریت کي ددوي انجینران یوه شعبه کي 10 کسه وو او دری پایه میز او دري چوکي يي درلوده، هر انجنیر به په نوبت په چوکي کي کیناستل، دري کسه به ناست وو شپږ ولاړ بیا به چي کوم کس جیګیده یا دا بل ستړی کیده بل ته به يي نوبت ورکوه. طالب مسولین د دوي د لونګي او مسواک غمه کوله خو د میز او چوکي کار يي د خداي ارادي ته پریښي وه، زه ددي صحني شاهد وم چي یو طالب محتسب انجینر سلطان محمود محمودي ته چي هغه وخت دهمدي عمومي ریاست ریئس وو مسواک دي چیري دي؟ او د لونګي شمله دې ولي لنډه ده؟ ورته وویلي خو څنګ ته شعبه کي چي د انجینرانو د ناستي دپاره یوه عادي چوکي نه وه د وزارت د چاوراکو چي اکثر طالبان وو هیڅ چرت ورته نه وو خراب.

د انجنیري په آمریت کي د هایدرولوژی د نظارت د سلسلي د څوکلن ارقامو څخه، چي هغه ارقام هم د 1980 زیږدیز کال نه مخکي د ظاهر شاه او ولسمشر داود خان د واکمني په کلنوکي اخیستل شوي وي، علاوه نور د تخنیکي پروژو او هایدرولیکي ودانیو څه ډول اسناد او علمي مواد شتون نه درلود او د ریاست انجینرانو مونږ ته دا وویلي چي کورنیو جنګونو کي د تخنیکي اسنادو ارشیف له منځه تللي ځکه نو مونږ د عملي یا پراکتیک دوره هم پرته له دې چي څه ووینو یا څه زده کړو پایته ورسوله او د اوبو او بریښنا وزارت زمونږ د برګشت مکتوب پوهنتون ته صادر کړ.

1380 هجري کال د سنبلي د میاشتي 18 نیته وه، مونږ په تدریسي کي وو او د استاد لکچر ته ناست وو، بهر نه د دوامداره او پراګنده ډزو غږونه مو واوریده، محصلین له ځایه وخوځیدل او وارخطايی رامنځته شوه، زمونږ د ګروپ درسي ساعت اصلاحات کشاورزي مضمون وو او داکتر محمد قاسم صدیقي لکچر راکوه، داکتر صیب محصلینو ته وویلي: ارام باشید چیزي نیست( ارامه واوسۍ څه شي نشته) درس ته يي دوام ورکړ، د ساعت په ختمیدو او د وقفي په وخت کي بهر راووتلو ډزي کمي شوي وي، یو د بل نه مو پوښتنه وکړه خو څوک نه پوهیدل چي څه خبره یا موضوع څه وه، ماسپیښین چي یوه بجه لیلیي ته ولاړو ما غوښتل د طعام خاني نه ډوډی واخلم چي دهلیز کي محصلینو ترمنځ دا خبره ګنکوسه وه چي احمد شاه مسعود ترور شوو، طالب پلوه محصلین خوشحاله او طالب ضد خاص د شمالي سیمي اړوند محصلین  خفه وو خو اظهارولی نشوه، مخکني هوايي ډزي هم په همدي خوشحالی وي چی طالبانو نظامي کسانو کړي وي، زما لاس کي بشقاب وو چي یو مقدار وریجي او دال پکي وو سره اطاق ته ننوتم، د اطاق ملګري خبر شوي وو، مونږ په اطاق کي ازادي خبري کولي او د یو بل نه مو څّه نه پټول، څلور کلن یو ځای اوسیدو له امله اوس نو زمونږ ترمنځ د  باور فضا جوړه شوي وه، انجنیر خوشحال شګیوال وویلي: که دا کار شوي وی دا یو بد خبر دی، مسعود جهادي وو خو تر طالب یو څه اصلاح شوی او منځ لاري جهادي وو، که  د طالب پسي یو کورنۍ فشار نه وي موجود، په مونږ او تاسي به سر چپه نخري وکړي، ځینی نور ملګری یا بي تفاوته وو یا هم خفه وو خو اظهار يی نه کوه. زما نظر دا وو چي جهادیان ټول یو ډول انګیزه لري( سیاسي واک ته د رسیدو دپاره د دین نه وسیله جوړول، د نظامي قوي استعمال او جګړه)  قدرت  ته د رسیدو دپاره په جنګ باور، دا اوسني پیښه ددوي خپل منځي کشمکش دی، بنا هغه وخت زه دي هکله بي تفاوته ووم او ماته د دا ډول قمندانانو مرګ یا ژوند په اړه بحث ډیر اهمیت نه درلوده. مګر ددي دپاره چي پوه شو د نوموړي مرګ د افغانستان په سیاسي برخلیک څه ډول اثرات پریږدي ،مونږ ټول ملګري او اکثر محصیلین ماښام بي بي سي یا امریکا غږ راډیو ته په تمه ووځکه هغه وخت د خبر رسوني کومه بله رسنی نه وه، یوه شپه بله شپه ماخستن وخت کي به مو خبرونه اوریده او بس.

د بی بي سي ماښامني خبرونو کي د مسعود د ټپي کیدلو وویل شو خو د مرګ خبر يي احتمالي وو او رسنیو د کومي باوري مرجع له ادرسه تاید نه کړ، مګر په بله شپه بیا د سنبلي په 19 نیټه د نوموړي د مرګ خبر تاېید او رسمي اعلان شو. تحلیلګران او د نظر خاونداان هم د همدغو راډیوګانو د لاري بیلابیلي تبصري وکړي.

تر دي پیښي دوه ورځي وروسته ماښآم وخت کي زه، انجنیر خوشحال شګیوال او انجنیر میرویس سنجر د عادت سره سم د پوهنتون د صحن نه بهر راووتلو او باغ بالا په طرف مو په قدم وهلو پیل وکړ، مونږ پلان دا وو چي شپی ته به یو څه سودا هم اطاق ته راوړو او یو څه قدم به هم ووهو،  خوشحال شګیوال معمولا مونږ سره ماښام بهر نه راوته خو زه او میرویس به هر وخت راوتلو مګر په دي ورځ نوموړي هم راووتله، کله چي د پولي تخنیک د فامیلیو دروزاي مخته ورسیدو چي هلته دکانونه هم وو، انجنیر هري یما مو ولیده چي کور يي کارته مامورین کي دی، انجینر خوشحال وویلي:

 هغه دي یما هم راوتلی ځئ چي څنګ ته يي ورشو.

 مونږ چي کله سره نږدي شولو تر ستړي مشي وروسته یما مخاطب کړلو او وویلي:

 یما: خبر شوئ؟

زه: نه، څه شي نه؟

یما: د امریکا نړیوال تجارتي مرکز يي والوځوه.

زه: چا او څه وخت؟ ته څنګه خبر شوي.

په بی تفاوت انداز انجنیر خوشحال: سم کار وشو اوس به ورته پته لګیدلی وي.

یما: 5000 نفره امریکایان يي وژلی یوه فاجعه رامنځته شوی.

مونږ یو دکان ته ځآن ورسوه چي دکاندار رادیو چالان کړی وو او ورته غوږ وو، راډیو کي د پیښي مسولیت د القاعده په سازمان چي افغانستان کي پټنځایونه وو واچول شوه چي وروسته بیا اسامه بن لادن د یوي ویډیو پیغام دلاري د پیښي مسولیت هم ومانه، او هلته د 3000 امریکایانو د وژل کیدو اخبار نشر شو، مونږ تر یو څه وخت ناستي وروسته او د خبر تر اوریدو لږه شیبه پس، لیليي خواته روان شولو او د انجینر خوشحال په ټینګار انجنیر یما هم مونږ سره اطاق ته راغئ او یما ته وویلی شوه چي د ډوډی نه بعد استراحت دپاره به بیرته کورته لاړ شي.

د احمد شاه مسعود ترور او د امریکي په  نړیوال سوداګریز مرکزونو برید د محصلینو ترمنځ هم د شخصي اوهم  رسمی مجلسونو موضوعات همدا ګرځیدلي وو، طالب او ددوي لمړي درجه پلویان چي تر دي یو ورځ مخکي د مسعود په مرګ له خوشحالۍ په جامو نه ځآییدل اوس نو هیلي مړاوي ځکه ښکاریدي چي هغه وخت د پیښي نه څو لحظي وروسته سمدستي د امریکا د وخت ولسمشر جورج بوش د طالبانو سره د جنګ او په امارت د مخامخ برید اخطاریه يي صادره کړه…..

نور بیا

ټیټ پوړی مامور / دیارلسمه برخه 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.