IBS ناروغي

ډاکټر رحمن ملکزوئ

35

(IBS) irritable bowel syndrome
که څه هم ددې ناروغئ په اړه مې په ويډیویي شکل په تفصیل سره معلومات شیر کړي ،چه کولای شئ لاندې پیج کې یې وګورئ ،بدبختنه زیات کسان پدې ناروغئ اخته دي ،پدې ناروغي اخته کسان په مختلفو ډاکټرانو ګرځي ،مختلف معینات وکړي خو بیا هم نورمل وي .
IBS ناروغي
د کولمو یوه داسې ناروغي ده چې په دې ناروغۍ د اخته کس د کولمو فعالیت ګډوډ وي که څه هم د کولمو ظاهري بڼه سالمه وي خو حرکات یې غیر نارمل وي

په دې ناروغي کې کولمې خرابې نه وي خوحرکت یې ډېر تېز یا ډېر ورو وي د کولمو اعصاب حساس وي

د IBS د ناروغۍ نښې
۱. د خېټې درد یا نارامي چې زیاتره وخت د خېټې په لاندې برخه کې وي او له حاجت وروسته ښه کېږي

د ibs په هغو ناروغانو کې چې د کولمو حرکات یی تیز وي له خوراک کولو وروسته ناڅاپي اسهال کیږی یعنې ډکې بولې کوي

او هغه ناروغان چې د کولمو حرکات یې ورو وي په دوامداره قبض اخته کیږي.

په ځینو ناروغانو کې د کولمو حرکات کله تیز او کله ورو وي چې په داسې حالت کې ناروغ کله قبض او کله اسهال وي یعنې دواړه حالتونه لري

د ناروغ خېټه درنه او د ګاز له امله پړسېدلې وي
د ډکو بولو کولو وروسته ناروغ داسې احساس کوي چې خیټه یی مکمل نه ده تشه شوي، نو په بار بار به تشناب ته ځي او زیات وخت به هلته تیراوي
د خیټې د ګازونو له امله خېټه کې شور او غږونه موجود وي یعنې ګوړ ګوړ اوازونه به وي
ناروغ وایې چې هر وخت له خوړو وروسته خېټه کې درد احساسوم. کله قبض کله اسهال یم نه پوهېږم څه وکړم وایي چې زما ټسټونه سم دي، خو زه بیا هم ښه نه یم. دا جملې د IBS ناروغانو ډېر عام شکایتونه دي.

ولې دا ناروغي رامنځته کیږي
۱. ذهني فشار او احساسات
اعصاب او کولمې یو له بل سره نږدې اړیکه لري کله چې ناروغ د ذهني فشار، خپګان یا اضطراب سره مخامخ شي په داسې حالت کې د کولمو په حرکاتو کې ګډوډي رامنځته کیږي

۲. د کولمو اعصابي ګډوډي
دIBS په ناروغانو کې د کولمو اعصاب ډېر حساس وي کوچنی شی هم ورته غټ احساسېږي ( لږ ګاز هم په کولمو کې درد پیدا کوي)

۳. د خوراک سره د کولمو حساسیت
ځینې خواړه، لکه شیدې، پیاز، لوبیا، وریجي، خواږه، وچه میوه، ګاز لرونکي مشروبات، او ځینې نور خواړه د IBS نښې نښانې لا زیاتوي

۴. د کولمو ګټورو بکتریاوو بدلون
کله چې د کولمو په ګټورو بکتریاوو کې ګډوډي رامنځته شي هضم کمزوری کوي

۵. پخوانۍ انتانات
ځینې خلک له “انتاني اسهال” وروسته دا ناروغي تجربه کوي چې دې حالت ته Post-infectious IBS وایي

د IBS درملنه
۱. په غذا کې بدلون راوستل:
خطرناک خواړه لکه شیدې، بوره، مصالحه، غوړي، قهوه، پیاز، او د لوبیا خوړلو څخه باید پرهېز وشي

۲. ذهني آرامتیا:
هره ورځ لږ ورزش ،ژور تنفس، مراقبه، کول
له فشار څخه ځان ساتل

۳. درمل:
د درد لپاره Dicyclomine, Mebeverine

د قبضت لپاره Lactulose, Isabgol

د ډېر اسهال لپاره Loperamide

خپګان/ذهني فشار لپاره Sertraline یا Amitriptyline د ډاکټر په مشوره خوړل

۴. طبیعي درمل:
د نعنا تېل : د کولمو عضلات آراموي
پروبایوټیک: د کولمو ګټورې بکتریاوې زیاتوي
زنجبیل : د خېټې پړسوب کموي

نو دا یوه بې‌خطره خو له ځوره ډکه ناروغي ده
درملنه یې یوازې په درملو نه بلکه د ژوند په بڼه او خوړو کې د بدلون تر څنګ د آرام ذهن له لارې ترسره کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.