عالم ساه واخيستل راغي د ميلاد نور
د وجود په برکت دې خاوري باد نور
د خيال لاره حقيقت ته رسيدلي
وزرونه دې را کړي ستا د ياد نور
هم شاکره يمه، هم يمه مخلصه
د روضي د نور، د بلخ نور ،د بغداد نور
يو يو سر ته رسيدل چې وه نيمګړي
د دنيا پاته کارونه کړه اباد نور
خام و پوخ په ذات کې نسته د خوبانو
له اوله چې يې کړي وي بنياد نور
نه غميګن دي او نه ويره ور سره ده
په دوستي کي يې ناښاده کړله ښاد نور
په هغه زخم کي ده اوس هم رڼا بله
چې يې اېښي په کمان کي وو صياد نور
مضمونونو کي ليکلي عنوان نون وو
درس د نور وو قلم نور وو او استاد نور
لکه گل د لمر تعظيم ته يم عاجزه
تقوا نه وو هغه نور د آدم زاد نور
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.