پاکیزه وي له تدبيره، حقيقت وي له تقديره
چې په هر قابل کې ته يې، هغه داسې معلوميږي
په مقام د شاهي هست وي، په وعده کې د الست وي
چې په هر سائل کې ته يې، هغه داسې معلوميږي
شپه د قدر هره شپه ده، د اختر ورځ همېشه ده
چې په هر منزل کي ته يې، هغه داسې معلومیږي
ته به وايې ابراهيم دی، په چاړه پروت اسماعيل دی
چې په هر بسمل کې ته يې، هغه داسې معلوميږي
خاموشي به يې خصلت وي، ليوني باندې شهرت وي
چې په هر عاقل کې ته يې، هغه داسې معلوميږي
تر عنبر وي معطره، جل و بل تر شمس قمره
چې په هر محفل کې ته يې، هغه داسې معلوميږي
لامکان کې يې مکان دی، يو قدم ورته آسمان دی
چې په هر کامل کې ته يې، هغه داسې معلومېږي
همنشين د پيغمبر يې، ولايت يې مکمل يې
چې په هر واصل کې ته يې، هغه داسې معلومېږي
که ميوه وي هزار رنګه، شيريني لري يو رنګه
چې په هر حاصل کې ته يې، هغه داسي معلومېږي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.