غزل

تقوا برهان شکوري

36

څه دي ولیدل چې کله، پخولي لمر انګوره؟
شیریني وه پوهېدمه، ځنګېدمه به له نوره!

ستا د عشق د شربت تنده، له ازله یې پابنده
موږ شاکره د مستۍ یو، که په هوش یو که مخموره

په هستۍ کې خپله ته وې، په نیستۍ کې دې کړم خپله
انالحق ته رسېدلي، په طرف ستا دي منصوره

تا کې داسې کرم سته چې ما دې بوځي تر معراجه
ما کې داسې پیغمبر سته، چې روان تر کوه طوره

تاته ګورم له کماله، ته مې مه پوښته له حاله
که په خود وم درته وایم، چې یم جوړه که رنځوره

د غنم قیمت آدمه، ورکوم زه تر عدمه
تا حوا اومه خوړلې، پخوم یې زه تنوره

نه یې دا کوڅې لیدلي، نه تر دې ځایه راغلي
په خبره مې پوهېږي، لیوني غوندې مشهوره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.