د انتظار سندره

100

ښه پوهېـږم نه دریـږي

وخت کاپیره منډه کړې

زه بېوس ورته ولاړ یم

دی مې لوټي لکه منی

زه زارۍ ورته کومه

نه تمیـږي دغه روی

کاش چې لږ خواته راتللی

خوږمن زړه مې ورسپـړلی

څو خبرې یې اوریدلی

تر وطن یې رسولی

زما مور ته، زما پلار ته

پر ما گران ښکُلي دیار ته

له دې لرې وطنونو

د غُربت له ماښامونو

ورته یې یو په یو ویلی

چې قیامت پر ما راغلی

دیدنونه مو ډیر گران شول

ځکه مرمه غلی، غلی

کاش ډبره وای بې‌حسه

چې په هېڅ نه پوهېدلی

زما خبرې وخت ته زیاتې

لکه دُعا لپو کې پاتې

کاش یو ځل وررسېدلی

زما له حاله خبریدلی

دُعاگانې قبلېدلی

۱۰/۶/۲۰۲۶

عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.