لا هم ستا ځلاندې سترګې
لا هم زما ژړاندې هیلې
لا هم ستا خواږه یادونه
لا هم څومره له ما لرې
اننګي دې سره ګیلاس وو
لا هماغسې رنګه دي؟
لا دې زلفې څانګې، څانګې
ترې راځي بوی د سینځلې؟
لا مې زړه او خوله کې ته یې
ها به څنګه ننداره وي
چې بیا ووینو اغلې
ستا خندا وې د لمر وړانګې
لا څه زیری د سبا شته؟
څه یخ سیوری د تیارو دی
چې خور شوی زما په کلي
لا شرنګا د زولنو دی
لا د هوډ مټې پیاوړې
د تقدیر سپاهیان حیران دي
لا زندان کې زموږ خبرې
لا دې ورکې لارې څارم
لېونتوب نه مرګ په تېښته
لا مې ژوبله اروا تا پسې
په اسمان او مځکه ځغلي
ستاکلهم، سویدن
۲۰۲۶/۷/۲۸
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.