په اخېر کې به یې څه درته ویل؟
ــ هیڅ
ــ نو څه وپوهېدې چې بدله شوې ده
ــ خو همدا چې هیڅ یې نه ویل
ــ همدا چلند یې درسره ناڅاپي بدل شو؟
ــ چلند ناڅاپي نه بدلېږي
ــ نو څنګه؟
ــ یا ښایي ورو ورو بدله شوه دومره کراره کراره چې هیڅ ونه پوهېدم له کله داسي وشول
ــ او یا؟
ــ شاید له اوله همداسي وه، زه ورته متوجه شوی نه وم او ځان ته مې ډاډ ورکاوه چې دا خراب چلند نه دی!
ــ وروسته ولې متوجه شوې؟
ــ ځکه په اړیکه کې له ډېر وخت وروسته د پاملرنې تمه لا زیاتېږي
عینکې مې له سترګو لرې کړې زما پوښتنې لا پاتې وې خو اوس په یو بل څه شکمنه شوم ورته ومې کتل داسي ډاډه غږېده مې تر اوسه د کوم بل رواني ناروغ نه و لیدلي بیا مې ورته وویل:
چې دومره هرې پوښتنې ته ځواب لرې نو دلته ولې راغلی یې؟
سترګې یې په غوسه راواړولې، خو په ناهیلي یې وویل:
په تا مې هم خبرې وغمېدې؟
ژر مې ورغبرګه کړه:
نه نه خو باید دې پوښتنې ته دې خپله ځواب پیدا کړی وای چې دومره خپګان ورپسې ولې وشي؟
ــ ځواب له تا غواړم
ــ ښه نو غوږ شه!
ــ زه چې غوږ کېدلای اوس به هغه ولې رانه تلله!
ورو مې وویل:
په داسي لېوني خو ولاکه ملامته وه
په ځېر یې راته وکتل: څه دي وویل؟
ــ هییییڅ، واخله اوبه وڅښه
ګیلاس یې په یو ساه په غاړه واړاوه بیا یې وویل:
بده ګرمي ده
ساعت ته مې وکتل، په روغتون کې مې رسمي وخت یوازې شل دقیقې پاته و، ځکه بېرته خپلې موضوع ته راغلم:
ــ ولې غواړې هېره یې کړې؟
لکه د دې پوښتنې ځواب چې یې شېبه په شېبه تکرار کړی و دومره یې بې له ځنډه یې راکړ:
ــ یاد یې بې حده ځورولی یم
ــ هغه دي هیڅکله نه هېرېږي!
ــ رښتیا؟
ــ هو خو په بې وفایي پسې یې ځور کم کړه، یاد به یې درته عادي خبره شي.
وریځي یې پورته کش کړې، شونډې یې سره راټولې کړې: رښتیا؟
سترګې مې د هو په بڼه پټې کړې: هو تجربه ده!
په تېزۍ یې وویل: اوه ستا خپله تجربه ده؟
ــ نه دلته چې ټول ناروغان راځي زما مشوره ورته همدا ده اکثر ښه شوي!
ــ ته زما غوندې خلکو ته ناروغان وایې؟
ــ څوک چې ډاکټر ته ضرورت پیدا کوي نو ناروغ دی!
لکه څوک چې له ځان سره غږېږي په داسي غږ یې ورو وویل:
یاني وفا هم ناروغي شوه… ناروغي… ناروغي!
په کمپیوټر کې مې د ناروغانو ورځنی راپور تر سترګو تېر کړ، ځینې ځایونو سمېدل غوښتل، رییس په دې نه خپه کېده چې د ناروغانو خبرو ته مو پام کړی که نه، خو په دې یې حتما جنجال کاوه چې په نومونو یا د راپور په نورو برخو کې به غلطي راتله!
ورته ومې کتل، سګریټ یې په ګوتو کې نیولی و، په تلوار مې ورته وویل:
پام! دلته د سګریټ اجازه نشته!
ــ نو دلته باید د چا فکر ته د غم د راتللو اجازه هم نه وای
ــ ته شاعر یې؟
ــ نه! تا وېل مریض…
ــ نه یې! ان شاءالله ځینې فکرونه به دي هم په کم وخت کې ورک شي، زه درمل هم درته لیکم!
کمپیوټر مې بند کړ، نور کاغذونه مې بکس کې واچول او نسخه مې ورته ونیوه:
دا دوا ضروري ده او یوازې زموږ په درملتون کې پیدا کېږي.
موسک شو نسخه یې ور واخیسته ویې پوښتل: نو ته چرته ځې؟
ــ زما هم وخت پوره شو
پخپل ځای ودرېد په خوشالي یې وویل: څومره ښه تر درملتونه به یو ځای ولاړ شو هسي هم د روغتون دروازې ته نږدې دی!
حیران مې ور وکتل، هغه خبره پسې وغځوله:
دې درملو ته به اړتیا پیدا نه شي که یو څوک لږ هم پام راباندې وکړي، داسي یو څوک چې د هغې تشه ډکه کړي چې ومې پوهوي په نړۍ کې رښتیني انسانان هم شته چې غم ته مې د غم خندا ته د خندا په سترګه وګوري، بس لږ ارزښت راکړي لږ مې خبرې ته غوږ شي لږ پام راباندې وکړي… زه وپوهېدم چې… بیا یې سترګې ښکته واچولې تر ډېره غلی و.
ما چې د هغه د خبرو یاداښت اخیست ژر مې ترې وپوښتل ښه نور؟
ورو یې وویل یاداښت مه اخله فقط راته غوږ شه!
ــ سمه ده! ښه په څه وپوهېدې؟
ــ نن زه وپوهېدم چې دا کار ته کولای شې، نن ما احساس کړه چې ما داسي څوک ومونده چې زما حالت رښتیا هم ښه کولای شي زما اوس هېر دې چې د کومې ستونزې لپاره درته راغلی وم فقط فقط ستا خبرې مې یاد دي، ستا غوږ نیول، پاملرنه او او او کاته…مهربان کاته که دا هر څه راسره تل وي، په ما د هیڅ ناروغي زور نه رسېږي، باور وکړه!
چوپه چوپتیا شوه، یوازې د ساعت ټکا اورېدل کېده، پوهېدم چې په روغتون کې زما رسمي وخت ختم شوی، خو بیا هم ناسته وم او داسي وخت پیل راته ښکاره شو لکه د ساعت ستنې چې یې نه شي اړولای!
غږ یې ټکان راکړل که څه هم هغه دا ځل لږ تر پخوا په مهربان غږ وویل:
ــ تاسو همدلته اوسئ زه له درملتونه دوا را اخلم بیا به یو ځای ځو!
ما د یاداښت د پاڼې هغه خالي ځای ته کتل چې د هغه خبرې مې نه وې پرې لیکلې…
ښځینه غږ مې تر غوږ شو:
ــ زما غږ اورئ؟ اغلې! تاسو وایم!
ــ ها څه؟ څه مهرباني
مخامخ راته یوه ځوانه نجلۍ ولاړه وه، په سترګو کې یې وېره ښکارېده، که ما هماغه شېبه په هنداره کې کتلي وای شاید د دواړو د څهرې د وارخطایي بڼه به یوه وه.
نجلۍ وویل: هغه ناروغ څه شو؟
ــ نه پوهېږم، نه رښتیا ولاړ… درملتون ته ولاړ
نجلۍ په ناهیلي غږ وویل: ډاکټر صېب ته وا له دې دوا سره به ښه شي؟
ژر مې ورته وویل: هو پخیر! ته یې څه یې؟
ــ مېرمن!
ــ مېرمن؟
ــ هو خاوند مې دی
ــ ښا خاوند…
ساعت ته مې وکتل بېخې ډېر ناوخته و، بکس مې اوږې ته کړ چې ولاړېدم دروازه خلاصه شوه، هغه په چټکو ګامو راغی خو کله چې یې په نجلۍ سترګې ونښتي یو دم ودرېد، نجلۍ په اندېښمن نظر ور وکتل بیا یې وویل:
شکر چې راغلې ډېر وځنډېدې!
هغه ورو وویل: نو ته دلته څه کوې؟
نجلۍ ځواب ورکړ: په تا پسې ګرځېدم
ــ زه هم په تا پسې… ښه ښه ته درځه، زه به ډاکټرې ته دوا ور وښایم چې سمه ده کنه؟
ما ژر ځواب ورکړ:
زموږ په درملتون کې غلطه دوا نه ورکوي، دواړه ورځئ!
سړي مخ واړاوه ګامونه یې چټک کړل، نجلۍ شاته را وکتل بیا یې ورو وویل:
ډاکټر صیب ته وا ښه به شي؟
ــ خدای پوهېږي…
2026/5/21
پنجشنبه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.