د آزادخان افغان (ازاد خان غیلجي/غرزي/خیلجی/غیلزي) لنډه پیژندنه

زیاتون، سمون او لېږل: ډاکتر محمد وليخېل

59

لیکوال: پوهیالی مهندس ن. آزادزوی

زیاتون، سمون او لېږل: ډاکتر محمد وليخېل

——————————————-

آزادخان څوک وو؟

ازاد خان  نه یوازې دا چې د نادر افشار له مرګ وروسته د نوموتو افغان سیاسي مشرانو له جملې څخه ګڼل کېدی، بلکه په خراسان، پارس، آذربایجان، کُردستان، ګُرجستان او عراق کې ئې هم ویاړونه او لاسته راوړنې لرلي دي. آزاد خان په دغو هيوادونو کې په آزادخان افغان باندې شهرت درلود او د احمد شاه بابا همدوره او یا هم له هغه یوڅه مخکې وو.

د ایراني مشرانو په لاس د نادر افشار له وژل کېدو وروسته احمدشاه بابا کندهار ته ځي او هلته د نوي افغانستان بنسټ ږدي، آزادخان افغان په هغه وخت کې تر احمدشاه بابا په عمر زیات وو او نسبت احمدشاه بابا ته یې سیاسي او نظامي تجربه هم ډېره وه. د ایران د پولو ټینګولو له پاره یې د یاغیانو او شورشیانو سره مقابله کړېدی او د خراسان له سیمو نیولې، چي د ننني افغانستان لوېديځي سیمي پکې شاملې وې، د ایران شمالي سیمي، اصفهان، شیراز، آذربایجان، ګُرجستان او کُردستان تر خپلې ولکې لاندي راوستلي ول. دوه ځلي ئې د صفویانو پایتخت چې اصفهان وو تر خپلې ولکې لاندې راوستلی دی. په خپل نامه يې سکه وهلې، په آذربایجان او کُردستان کې یې حکومتونه جوړ کړيدي او په تاریخ کې یې د هغه هیوادونو د مشهورو خلکو او واکدارانو په نوملړ کې خپل نوم ځای کړیدی.

آزاد خان د غزني له اندړو  ولسوالۍ څخه راپورته شویدی. پر کابل باندې د نادر افشار له يرغل څخه وروسته فقط په څو محدودو تاریخي نسخو او حماسي شعرونو کې د آزاد خان افغان یادونه شویدی اما د ایران، ګُرجستان او روسيې تاریخي آثارو، او په دې ورستیو کې اروپایي او امریکايي نشراتو په تفصیل سره د آزاد خان په ښو ټکو یادونه کړېدی.

یوې غربي سرچينې د آزاد خان په باره کې دارنګه یادونه کړېدی:  ”آزاد خان مشهور په آزاد بیگ، د سلیمان زوی، د کابل د افغانانو څخه دی او په خټه غیلجی/غرزی دی“. دغه مطلب امریکايي لیکوال پروفیسور جان آر پیري (John R. Perry) د کریم خان زند په کتاب کې په مفصل ډول بیان کړیدی. د مثال په توګه (جان آر پیري) د خپل کتاب په ۴۸ صفحه کې داسې لیکي:

“آزاد خان د سلیمان خان زوی د کابل د غیلجي/غرزي افغانانو څخه وو، ددې احتمال شته چي کله چي نادر افشار په کال ۱۷۳۸م کابل ونیوی د هغه سره یو ځای شوی وي…”

لکه څرنګه چې مخکې وویل شول آزاد خان په غالب ګومان سره په غزني د اندړو ولسوالۍ کې زېږېدلی او د هوتکیانو په دوره کې د کابل او غزني په سیمو کې د یوه «عیار» په توګه اوسېدلی دی. د نادر افشار له راتګ څخه وروسته د هغه سره یو ځای شوی او له هغه څخه وروسته يې د ایران او آذربایجان خواته حرکت کړیدی، لیکن د شواهدو څخه دا معلومیږي چي آزاد خان یو ځلي د لنډ وخت له پاره د افغانستان د غزني سیمي ته تللی دی، همدارنګه ګنډاسنګ په خپل کتاب »دُرانی احمد شاه « کې، چي مرستیال سر محقق نصرالله سوبمن په پښتو ژباړلی، لیکي:

“آزاد خان ډېر لوی فکر درلود، ده غوښتل چي افغانستان، ایران او هندوستان د یوه قدرت تر ادارې لاندې راولي او یوه لویه امپراتوري جوړه کړي، ددغه هدف د لاسته راوړلو له پاره ئې قومي او مذهبي مسایلو ته اهمیت نه ورکاوه ټولو ته ئې په یوه سترګه کتل او خپلو هیلو ته د رسېدو له پاره يي دغه تګلاره ګټوره بلله. د ده راتګ و غزني ته هم د ده د اهدافو یوه برخه وه”.

 

ډاکټر ګنداسنګ، د فرایر(Fryer) څخه نقل کوي:

“آزاد خان افغان د خپل ملت له نورو لویانو په پرتله ډېر کلک، زړه ور او منور سړی وو. د ده د عدالت د برابرۍ افکار او له شیعه ګانو څخه دده پلوي ددې سبب شول چي زیات شمېر پارتیزان کسان دده شاوخوا راغونډ شي؛ کله چې ده خپل زیاتېدونکی قدرت ولید، نو په ښکاره يې د عراق، خراسان او حتی د افغانستان د نیولو مرام اعلان کړ.”

د جان آر پیري د لیکنو څخه دا جوتیږي چې د نادر افشار له مرګ څخه وروسته کله چې احمد شاه بابا د څلور زرو (۴۰۰۰) پوځیانو سره کندهار ته ځي، په همدغه وخت کي آزاد خان افغان د اته زرو (۸۰۰۰) نورو افغاني پوځیانو سره یو ځای د ایران غربي پولې ته کومه چې له عراق سره پرته ده ځي او هلته د ایران د قدرت نیولو له پاره هڅه کوي. آزاد خان د آزاد بیګ په نامه هم یاد شویدی. دلته باید توجه وشي چې د “بېګ” کلمه یوه ترکمنۍ کلمه دی، څرنګه چې نادر او افشاریان په خټه ترکمن وو، نو د بېګ (شهزاده) لقب ددوی لخوا و آزاد خان ته ورکړل شویدی. د نادر افشار له مرګ څخه وروسته، د ایران سیاسي حالات کړکېچن او خطرناک وو، آزاد خان په ډیرې هوښیارۍ او سیاسي تدبیر سره وکولای شول چې په زر هاوو نظامي افغانان د مرګ څخه وژغوري او د هیواد څخه لیري د سُني مذهبه کُردانو سیمو او عراق ته ځان ورسوي او هلته د راتلونکي له پاره نور پلانونه جوړ کړي. اسلامي دایرة المعارف د جان آر پیری له قوله داسې لیکي:

“آزاد خان افغان، د غیلجي آزاد بېګ په نامه شهرت درلود او دی د افغاني لویو قومندانانو او سیاستوالو له جملې څخه ګڼل کېدی. د نادر افشار له مرګ څخه وروسته په دیارلس کلنه ملوک الطوایفی دوره کې د ایران د مشرانو او خانانو له جملې څخه هر یوه په خپله سیمه کې خپلواکي اعلان کړه. آزاد خان افغان یو له هغو مشرانو څخه وو چي خپلې مبارزې ته یې په مسلحانه، پرېکنده او دوامداره توګه ادامه ورکړله؛ حال داچې نور ووژل شول یایې میدان خالي کړ، آزاد خان خپلې مبارزې ته بېله ستړیا او په ټینګې ارادې سره ادامه ورکړله. دوه ځلي یې د ایران د خاورې پر لویه برخه خپل واک ټینګ کړی او د پاچاهۍ اعلان ئې کړیدی.”

 

محمد آصف هاشم ایراني تاریخ لیکونکی د “رستم التواریخ” د کتاب په ۳۵۱ صفحه کې داسې لیکي:

“داګړی د کوم ایراني مشر د نه موجودیت له امله آزاد خان د ایران د پاچاهۍ پر پلاز (تخت) ناست دی، د اصفهان دارالسطنه يې د سلطنت مقام ټاکلی، د نادر افشار د قوانینو او تګلارې مطابق حکومت کوي او د حکومتولۍ څخه يې داسې ښکاري چې د خلکو سره يې کړه وړه په عدل او انصاف سره دي…”

په دې وروستیو کې د افغانستان معاصرو لیکوالانو هم هر یوه په خپل وار ددې نوموتي افغان په باره کې یو څه ویلي دي او په ښو ټکو کي يې یاد کړیدی، هغه له دې امله چې د آزاد خان سیاست د سیمې د اکثرو افغانانو له نړۍ لید سره ورته والی لري له دغې ډلې څخه الحاج خلیل الله ناظم باختري تر دغه عنوان لاندې «هغه مېړنی چې په نامه ئې سکه ووهل شوه» د کابل پوهنتون د پخواني استاد سید مسعود څخه رانقلوي چي ده په خپل کتاب (غزني د مېړنو خزانه) کې لیکلي دي:

“آزاد خان د غزني د نوم کښو خانانو څخه بلل کیږي، دی په قوم اندړ د غزني د اندړو د ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او د غزني ښار ته راغلی دی. هغه سیمه چې آزاد خان پکې اوسېده د آزاد خان په کلا باندي شهرت لري” .

همدارنګه علي احمد جلالي په خپل کتاب د ‌«افغانستان تاریخ د عسکري له نظره» په ۱۸۹ صفحه کښي د الفنسټون په حواله لیکي:

“د شاه اشرف هوتک څخه وروسته لوی واکمن چې په ایران کښي راپورته سو هغه آزاد خان «اندړ» دی، ده ځان د ایران پاچا اعلان کړ او د نادر افشار له مرګه څخه وروسته د کریم خان له ټینګو دښمنانو څخه شمېرل کېدو. د افغاني او ایراني روایتونو پر اساس ددې دواړو دښمنانو اوږد مهاله جنګونه د ایران د تاج او تخت د نیولو له پاره بالاخره د یوې ریښتینې طرحې پر اساس په سوله او دوستۍ سره پای ته ورسېدل، آزاد خان وروسته له دې سولې څخه ډېر کلونه د خپل پخواني رقیب او دښمن په دربار کې په ډېر احترام او عزت تېر کړل”. دانشنامهٔ بشر هم دغه روایت په ډېر لږ تفاوت سره بیانوي: آزاد خان افغان (چي په کال ۱۱۵۹ هـ ق/ ۱۷۸۱م کي وفات شویدی) د کابل د نیول کېدو پر وخت د نادر افشار په لاس د هغه له پوځ سره یو ځای شو. او له هغه څخه وروسته د آذربایجان له امیر اصلان خان افشار سره مل شو. د دوی په منځ کې د اختلافاتو د راپیدا کېدو وروسته آزاد خان له اصلان خان افشار څخه ولاړ او د ابراهیم شاه سره یې لاس یو کړ. د ابراهیم شاه له ماتې وروسته ارومیه ته ولاړ او د هغه ښار له مشرانو سره یو ځای شو او د هغه ځای کلا یې ټینګه کړه. په کال ۱۱۶۶ ه ق، ۱۷۵۳ م کي آزاد خان کرمانشاه ته ولاړ او د هغه ښار په شاوخوا کې د کریم خان زند سره وجنګېد او هغه ته يې ماته ورکړه له هغه ځای څخه اصفهان ته ولاړ او هلته يې په خپل نامه سکه ووهله. په کال ۱۱۶۸هـ ق/۱۷۵۴م آزاد خان ګیلان ونیولو خو وروسته محمد خان قاجار مات کړ او هغه سیمه یي وبایلله.

په دې ځای کې د پورته ذکر شوو روایتونو پر اساس متوجه کیږو کله چي آزاد خان په کال ۱۷۵۳م کې کرمانشاه په خپله ولکه کې راولي اصفهان ته ځي او بیا هلته خپله پاچاهي اعلانوي، په همدغه وخت کې احمد شاه بابا څو نظامي سفرونه د افغانستان په شمال او ختيځ کي تر سره کړيدي او د افغانستان سرحدات یې تر پنجاب او بخارا پورې پراخ کړي وه او د ایران نیشاپور ته تللی وو.

همدارنګه لوی اسلامي دایرة المعارف د آزاد خان په باره کې ځینې تاریخي مسایل بیان کړيدي لکه د هغه یو موټی کېدل د نادر افشار سره، جګړې یې او پخپل نامه د سکې وهل، خو په پای کې یې د هغه څخه په ښه نوم هم یادونه کړېدی او داسي لیکي:

“آزاد خان ته د کریم خان زند په دربار کې په ډېره درنه سترګه کتل کېدل. دی د کریم خان تر ټولو امیرانو لوړ وو، او د شېراز په ښار کې چې د زندیانو پایتخت وو اوسېدی او د کریم خان د مرګ دوه کاله وروسته بالاخره د خناق (Diphtheria) په ناجوړۍ وفات سو. د ده له وصیتونو څخه یو دا وو چي پس له مرګه دي، دی د موقت وخت له پاره د امانت په توګه په شېراز کې ښخ کړل سي او په مناسب وخت کي دي کابل ته انتقال سي، خو د ده دا وصیت د هغه وخت د سیاسي بدلونونو له امله عملي نسو”. اسلامي دایرة المعارف سربیره پر دې چي آزاد خان یې له هغو افغانانو سره مقایسه کړیدی چې په ایران کې واک ته رسېدلی، هغه یې یو بانظمه او معتدل انسان معرفي کړیدی.

 

کاظم موسوي لیکي:

دی دومره معتدل او منځپالی سړی وو چي همېشه به یې د ماتي خوړلي لښکر د ښځو په ساتنه کې پوره هڅه کوله. یو ځل یې د کریم خان سره په یوه جګړه کې د زندیه ټولې ښځې چې په جنګ کې یې نیولی وې خپل یوه قومندان خضرخان ته وسپارلې چي اصفهان ته یې ورسوي او له هغه ځایه څخه يې په زرنګارو کجاوو کې شېراز ته واستوي، دده دغه ډول د عزته ډک چلند وو چي کریم خان هم هغه ته په درنه سترګه کتل.

په هغه لیکنه چې رستم الحکما ته نسبت ورکړل کېږي، آزاد خان ته د زړه سوانده، عادل او مېړني مشر خطاب شویدی. وايي کله چې به د آزاد خان سُني مذهبه پوځیانو شعیه ګانو ته آزار ورکاوه هغوی ته به یې ډېره ټینګه جزا ورکوله . محمد هاشم آصف په رستم التواریخ کتاب کي د آزاد خان د عدالت او مهربانۍ په باره کې لیکي:

“قدر وړ آزاد خان باانصافه او عادل پاچا وو؛ په پریکړو کې يې د پوره ځير اوغور څخه کار اخیست، ډېر ښه اخلاق، ښه څېره، پراخه حوصله، زړه ور توب، سخاوت، حیاء، مېړانه او وفا یې درلودل په خپل ریاست کې د غوره سیاست درلودونکی وو. ټول ښه خویونه په هغه کې نغښتي وو د نیکو اخلاقو څښتن وو، په زغم، دروندوالي، ښه طبیعت او ښه وضعیت کې يې ساری نه درلود؛ کله چي به ظلم کېدی او دی به ترې خبر شو د حق مطابق به يې فیصله کوله… “، نوموړی لیکوال هاشم آصف د آزاد خان په باره کې یو بل تاریخي واقعیت داسي بیانوي:

“دی یوه ورځ په ناڅاپي ډول د پاچاهۍ په دبدبه پر لار تېرېده، د ده له نژدې غلامانو (عساکرو) څخه يې یوه د مېوې خرڅونکي څخه یوه دانه انار د نېزې په زور واخیست، مېوه خرڅونکی آواز پورته کړ، آزاد خان يې آواز واورېدو، مخ يې ور واړاوه او امر يې وکړ چې هغه غلام ته جزا ورکړي” . دا ټکی هم باید ذکر شي چي د آزاد خان په وخت کې دوو نورو سیاسي قدرتونه هم په ایران کې سرونه راپورته کړي وو؛ یو يې محمد حسن خان قاجار وو چې پاچاهي يې خپل حق ګڼله او د استراباد، مازنداران او خراسان سیمې يې په واک کې وې. بل سیاسي قدرت کریم خان زند وو، دی هم د آزاد خان د مخالفینو څخه وو. د شېراز، پارس، خوزستان او لرستان سیمې یې په واک کې وې. مګر آزاد خان اصفهان، چې هغه د ایران پایتخت وو، په خپل واک کې درلودې؛ همدارنګه یې تهران، علي شکر، قُم، کرمانشاه، کاشان، ګیلان او ری بیا تر آذربایجان پورې تر خپلې ولکې لاندې راوستلي وو.

امریکايي تاریخ لیکونکی جان آر پیري آزاد خان او فتح علی خان قاجار سره مقایسه کړیدی، له دغې مقایسې څخه دا نتیجه اخیستل کیږي چې آزاد خان ډېر لوی جنګیالی او مېړنی انسان وو، دی لیکي:

“زندیه بندیانو سره، چي په هغوی کې ځوانان او ښځې هم شاملې وې، د آزاد خان په عزت او پاک لمنۍ سره برخورد، چي دا ډول چلند یو افغاني خوی او خصلت ګڼل کیږي، آزاد خان په یوه مېړني انسان باندي مشهوره کړی وو”.

سره بېره پر دې چي آزاد خان غیلجي قوم ته منسوبیږي، په ډیرو تاریخي سرچینو کې دا هم راغلي چي د آزاد خان د پلار نوم سلیمان خان دی او له هغه قبیلې څخه دی چې په غزني کې د اندړ په ولسوالی کي اوسېدله، همدارنګه یې آزاد خان د کابل د افغاني غیلجیو څخه بللی، خو کابل په هغه وخت کې یو لوی ولایت وو چي میدان، وردګ او د اوسني غزني یوه برخه پکې شامله وه.

د آزاد خان په ځوانۍ کې کابل ښار د مغولي دولت په لاس کې وو اما اطراف یې خپلواک او یا هم د کندهار د هوتکیانو د دولت لخوا اداره کېدل. آزاد خان د هوتکیانو سره هم تړاو لري ځکه هغوی ټوله غیلجیان (غیلزیان) وو. د تر سره شوو معلوماتو څخه داڅرګندیږي چې آزاد خان د شاه اشرف هوتک ۱۷۲۵-م ۱۷۲۹م سره چې په ایران کې د هوتکیانو د دورې دوهم افغان ټولواک وو کورني روابط او اړیکې درلودلې. دلته د لوستونکو توجه هغه شعر ته را اړوو چي قدرت الله حداد د «مېړانې او مېړنو خبرې» په کتاب کي رانقل کړی دئ:

“کله چې نادر افشار کندهار ونیو، سیدال خان ناصر په ربړ او کړاو کې وو نو خپل ملګري ور په یاد شو، (ناره):”

سیدال خان ویل لښکر مي شو بزې بزې

آزاد خان سلیمان خېل مې تورې شپې وخوړ که ورځې

 

آزاد خان سلیمان خېل”بیا منګولې سرې کړې”

په میدان ور ګډ شو د مراد علي غاړې يې پرې کړې

دلته د آغلې قمر حبیبي په مرسته د قدرت الله حداد د زوم ښاغلي ضیاء احمد پښتون تفسیر چې د پورته شعر په باره کې يي کړيدی راوړو:

“پورته شعر بي بي زینب ویلی دی. بي بي زینب د میرویس خان نیکه لور او د شاه محمود هوتک او شاه حسین هوتک خور ده. د «سلیمان خیل» مقصد دلته د سلیمان خان اندړ دی چه د آزاد خان او بهادر خان پلار وو. د «بزې» لغت دلته د سره پاشل کېدو، تیت او پرک معنی ورکوي، «مراد علی» د یو ځای نوم دی نه د شخص. آزاد خان د جنګ له پاره هلته تللی وو او د دښمن مخه يي نیولې وه. «منګولې سرې کړې» دلته د آزاد خان په مېړانه جنګ ته اشاره دی. پخوانۍ زمانه کې د دښمن سره په مېړانه جنګېدلو د پاره کله د «منګولې سرې کړې» اصطلاح استعمالېده یعني د مېړانې او شجاعت توره يي راپورته کړېدی، دښمن به ووژني”.

د پورته شعر د تفسیر او معنی څخه دا معلومیږي چي سیدال خان ناصر دده همدوره او ملګری وو. په ضمن کې بي بي زینب د آزاد خان د مېړانې څخه پوره خبرتیا لري، داچي «مراد علي» چیرته موقعیت لري پر دې باید څېړنه وشي. له دې شعر څخه داهم څرګندیږي چې آزاد خان د سیدال خان ناصر سره یو ځای د نادر افشار په مقابل جنګېدلی او سیدال خان ئې په مراد علي کې د مرګ څخه ژغورلی دی. د هوتکیانو د دورې په تاریخ کې له آزاد خان څخه یادونه نه ده شوې، یو دلیل يي دا دی چې هوتکیانو د میرویس نیکه څخه وروسته پایتخت د کندهار څخه اصفهان ته انتقال کړی وو په داسې حال کې چې آزاد خان په دغه وخت کې ځوان وو او د ځوانۍ ورځې شپې يي په کابل او غزنی سیمې کې تېري کړېدي. په هغه وخت کې چي نادر افشار پر کابل او غزني باندې یرغل کړیدی له آزاد خان څخه د یوه مېړني په حیث یادونه شوېدی.

په هر صورت په اتلسمه پېړۍ کې دنادر افشار له مرګ وروسته په مرکزي آسیا او منځني ختیځ کې آزاد خان د یوه «افغان» په شهرت د نوموتو سیاسي، علمي، او تاریخي شخصیتونو له جملې څخه پېژندل شویدی. آزاد خان د هغه وخت له علومو او هنر څخه برخمن وو او په مختلفو ژبو يي خبريي کولای شوای. د«مېړانې او مېړنو خبرې» د کتاب لیکونکی وایي چې:

“آزاد خان د ژبې او هنر خاوند وو، په مېړانتوب کي پهلوان وو او په ادبیاتو کې يي خاص لاس درلود”

لاندي مقطع د آزاد خان څخه رانقل شوی ده

بخصم نصرت و فیرزوییم خدا داد است

کمر به بندگیش بست هر آنکه «آزاد» است

سنه (۱۱۶۵هـ ق/۱۷۵۲م)

ژباړه:

پر غلیم باندې بری راکړی خدای دی

بنده ګي ته چې دده ملاتړي “آزاد” دی

په ټولنیزو رسنیو کې د کوچنیو افراطي کړیو ښکاره چیغې او مرموز اهداف

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.