د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو وغوښتل چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې «په افغانستان کې د ناپایدار امنیتي وضعیت، ترهګریزو بریدونو، دوامدارو وسلهوالو نښتو، د تښتول کېدو، خپلسرو نیونو او توقیف، د جرمونو د لوړې کچې او د طالبانو د چارواکو لهخوا د بشري حقونو د پراخو سرغړونو» له امله افغانستان ته له هر ډول سفر څخه ډډه وکړي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم ډېر ناپایدار او خطرناک دی.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته ویلي: «که په افغانستان کې یاست، د اړتیا په صورت کې خوندي ځای ته د لېږد او د خپل شخصي امنیتي پلانونو د بیا ارزونې په اړه احتیاط وکړئ. په یاد ولرئ چې د خپل ځان او کورنۍ د امنیت مسؤولیت ستاسو پر غاړه دی.»
دغه وزارت زیاته کړې چې په افغانستان کې د کاناډا سفارت خپل فعالیتونه ځنډولي او په افغانستان کې د قونسلي مرستو او نورو ملاتړونو د وړاندې کولو لپاره د کاناډا وړتیا ډېره محدوده ده.
کاناډا تر دې مخکې هم څو ځله له خپلو وګړو غوښتي چې د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته سفر ونه کړي.
کاناډا په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې خپل سفارت تړلی او د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
خو دغه هېواد د افغانستان ګڼ شمېر سیاسي او فرهنګي فعالان، ښځې او خبریالان پناه ورکړې او له افغانستان څخه یې د طالبانو تر کنټرول لاندې بهر کړي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.