نه پوهېږم چې په افغانستان کې دا زموږ د پرلهپسې جګړو اغېز دی او که د ټولنې سیاسي نابالغتوب؛ خو واقعیت دا دی چې د ځوان نسل او عامو خلکو د اذهانو د مغشوشولو او د هغوی د سیاسي بېلارۍ لپاره، ډېری وخت د سیاسي واک د ترلاسه کولو په موخه دین، مذهب، قوم، سمت او ژبه د وسیلې په توګه کارول شوي او لا هم په ډېره بېرحمۍ او سپینسترګۍ سره کارول کېږي.
تر ټولو خطرناک اړخ یې دا دی چې د سیاسي مخالفانو سره د سیاسي اختلاف او فکري بحث پر ځای، د هغوی د حذف او بېاعتباره کولو لپاره د سیاسي تکفیر، تهمت،کذب، سپکاوي او نورو شرموونکو تورونو دود او تبلیغ کېږي.
اصلي ستونزه دا ده چې د ملي مسایلو د حل او د هېواد د راتلونکي په اړه د سالم بحث پر ځای، د سیاسي مخالفانو پر سیاسي افکارو، برنامو او کړنو بحث نه کېږي. برعکس، ځینې معلوم او نامعلوم افراد، په ځانګړي ډول هغه کسان چې تحصیلي القاب او علمي عناوین له ځانه سره لېږدوي، له خپلو سیاسي مخالفانو سره د سیاسي سیالانو پر ځای د شخصي او ملي دښمنانو په څېر چلند کوي.
دا ډول کسان په لفافو او غیرمستقیمو لارو کنځلې او سپکاوی ترویجوي، تکفیري روایتونه تبلیغوي، قصدي ناسم معلومات (disinformation) خپروي او بېبنسټه تورونه د زهرو په څېر د سوشل مېډیا په فضا کې شیندي.
د دې ډول افرادو او کړیو ستونزه دا ده چې نه خپله د یوې سالمې سیاسي کتلي د جوړولو وړتیا لري او نه هم نورو ته اجازه ورکوي چې یو سالم او رغنده سیاسي چاپېریال رامنځته کړي.
په لنډه توګه، دا یوه مذبذبه، متزلزله او اجورتي کتله ده چې له دین، مذهب، قوم، سمت، ژبې او نورو هویتي مسایلو څخه د خپلو سیاسي او نامشروع موخو لپاره په تاکتیکي ډول استفاده کوي.
د دوی وروستی هدف، که په ښکاره وي او که په مرموز ډول، دا ښکاري چې په افغانستان کې د ملي او عصري سیاسي بنسټونو د راټوکېدو، له نړۍ سره د سالم نړیوال اتصال، د ځوانو کادرونو د پرمختګ، د سالم سیاسي او نسلي انتقال او په پای کې د ملي انسجام د پیاوړتیا مخه ونیسي.
افغانستان نن تر هر څه زیات سالم سیاسي اختلاف، فکري زغم، د نظرونو سیالي او ملي بنسټونو ته اړتیا لري؛ نه تکفیر ته، نه شخصیتوژنې ته او نه هم د دین،مذهب او نورو اجتماعي هویتونو له مقدسو ارزښتونو څخه د سیاسي سوداګرۍ لپاره ناوړه استفادې ته.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.