نن د شهید ډاکتر نجیبالله له تلین سره برابره ده؛ هغه شخصیت چې په ۱۹۹۶ میلادي کال کې په مرموز او عجولانه ډول، له محکمې پرته، شهید شو او له مړي سره یې هم بېحرمتي وشوه. تر اوسه د دې زړهبوږنوونکې پېښې په اړه ګڼې پوښتنې بېځوابه پاتې دي.
سره له دې چې د هغه د وژنې ښکاره پړه پر طالبانو واچول شوه، خو غوره به دا وي چې هغه مهال طالبان، چې د دې واقعې له اصلي حالت او څرنګوالي څخه خبر وو، له ملت سره اصلي حقیقت شریک کړي؛ ترڅو د دې جنایت اصلي عاملان په ګوته او د پېښې واقعي شالید ملت ته روښانه شي.
که بحث د وژنو، اعدامونو، تبعیدونو او نورو ورته پېښو وي، نو باید د تېرو ټولو واقعاتو په اړه بېطرفه، هر اړخیزې او مستندې څېړنې ترسره شي، ترڅو د تېرو تاریخي پېښو او وحشتونو اصلي عاملان او مسئولیتونه روښانه شي.
د شهید ډ ډاکتر نجیبالله په اړه څو مهم مسایل
۱ ـ د شهید ډاکټر نجیبالله د مغرضو ګاونډیو هېوادونو د سیاستونو، هلته د روزل شوو تنظیمونو او داخلي جنګي ډلو په اړه وړاندوینې تر ډېره سمې ثابتې شوې.
۲ ـ نوموړي له واک ته رسېدو سره سم د «ملي روغې جوړې» پلان اعلان کړ، خو متأسفانه د هغه د ملي روغې جوړې پلان د ګوندي غړو، جنګي ډلو، تنظیمونو او مغرضو بهرنیو لورو له خوا له جدي خنډونو سره مخ او په پای کې شنډ شو.
۳ ـ نوموړی په ۱۹۹۶ میلادي کال کې په مرموز ډول، له محکمې پرته، د یوې استخباراتي لوبې په ترڅ کې په فزیکي توګه حذف شو؛ خو تر اوسه هم ګڼ شمېر پلویان او ملاتړي لري.
۴ ـ د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته، په ګاونډیو هېوادونو کې روزل شوو او مېشتو او همدارنګه په داخل کې جنګېدونکو ډلو د واک د ترلاسه کولو او جګړو ته دوام ورکړ. په خوست، کونړ، جلالاباد، تالقان او نورو سیمو کې سختې جګړې وشوې چې پایله یې د افغانانو وژنه، ویجاړۍ او د بهرنیو اجنډاوو د اغېز دوام و.
د ساړه جنګ د روایتونو اغېز
اکثره هغه افغانان چې د شوروي له یرغل وروسته، یا د ثور له انقلاب او کودتا مخکې او وروسته، ګاونډیو هېوادونو او یا لوېدیځ ته تللي دي، زما د مشاهدې له مخې، د افغانستان حالات او پېښې یې تر ډېره د هماغو هېوادونو د سیاسي غوښتنو، مداخلو او تبلیغاتي روایتونو له زاویې لیدلي دي.
له بده مرغه، تر اوسه هم د ځینو افغانانو په منځ کې د ساړه جنګ د دورې د تخریب، تنفر، سیاسي تکفیر او ناسم تبلیغاتو اغېزمن ادبیات او روایتونه حاکم دي.
په ورته وخت کې، په لرې پرتو سیمو کې هم د تېرو لسیزو ځینې روایتونه نسل پر نسل انتقال شوي او د افغانستان د تاریخ پر درک او سیاسي لید اغېز کوي.
موږ باید دا حقیقت هم ومنو چې افغانان له تېرو څو لسیزو راهیسې له بېلابېلو لورو ځورېدلي او له هر اړخ څخه مو زیان لیدلی دی.
زما وړاندیز
زما وړاندیز دا دی چې په بهرنیو هېوادونو کې رالوی شوي ځوانان، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي، د تنظیمونو او نورو ډلو پلویان او په عمومي توګه ټول هغه کسان چې د افغانستان د معاصر تاریخ په اړه نظر لري، باید د تېرو ټولو پېښو، په ځانګړي ډول د کابل د هغه وخت د واکمنو مشرانو او سیاسي جریانونو، په اړه دقیقې، هر اړخیزې او بېطرفه څېړنې وکړي.
دا څېړنې باید له سیاسي، تنظیمي او ایډیالوژیکو تمایلاتو څخه تر ممکنه حده پاکې وي، ترڅو موږ وکولای شو د خپل تېر تاریخ په اړه رښتیني او مستند معلومات ترلاسه کړو.
تاریخ باید د خپلو سیاسي تمایلاتو له مخې ونه سنجوو؛ بلکې خپل تمایلات باید د تاریخ د مستندو اسنادو پر وړاندې وازمایو.
که غواړو له تېر تاریخ څخه رښتینی درس واخلو، باید د تاریخ ټول مخونه ولولو، نه یوازې هغه مخونه چې زموږ له سیاسي او فکري دریځ سره برابر وي.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
