د ځینو کاذبو، جعلي، متنازعو او له نفاق څخه ډکو روایتونو او د هغو د مبلغینو په اړه
لیکنه: ډاکتر محمد وليخېل
متأسفانه، نن سبا د ځینو افغان اهل نظر د مدیریت او همدارنګه د افغانانو ترمنځ د خبرو، بحثونو او مذاکراتو لپاره کوم ښکاره، روښانه، مسؤولانه او ملي ادرس نه لیدل کېږي.
په همدې تشه کې، ځینې د ګوتو په شمېر، په ظاهره تحصیلکړي او د علمي القابو لرونکي افغانان هم د ټیکټاکي، سوشلمېډیايي او نورو مجازي فضاوو د نفاق اچوونکو،د توطیې د خپروونکو، د یو بل د توهین کوونکو او ناسمو تبلیغاتو د قربانیانو ــ او کله ناکله د همدې بهیر د فعالو برخو ــ په توګه راڅرګندېږي.
د پټو او ښکاره شبکوي اړیکو، شخصي محاسبو او د یو چا په مخالفت او د بل په ملاتړ کې، ځینو کسانو علمي، مسلکي او سیاسي کلمات او القاب دومره بېځایه استعمال کړي چې خپل علمي او مسلکي اعتبار یې هم پیکه کړیدی.
د ټولنیزو رسنیو ځینې داسې مبصران چې د سیاسي بحث لپاره منطقي او مستدل ځواب نه لري، د تورونو، ټاپو او جعلي القابو له لارې مطرح سیاسي مشران، افراد او حتا سیمې د «سیاسي توهین» او «سیاسي تکفیر» په موخه په نښه کوي.
د داسې کسانو په اړه زموږ د ولس دا خبره ډېره صدق کوي:
«دا ډول کسان په پوست کې پاک نه وي.»
دا کسان له یو ډول سیاسي، فکري او هویتي بحران سره مخ دي:
سهار د یوه سیاسي جریان ملاتړ کوي؛
غرمه د یوه فرد پلویتوب کوي؛
مازیګر د بل جریان یا فرد سره څڼې غورځوي؛
د پنجاب په هوارو دښتو کې د رنجیت سینګ د ذواتو له روایت سره «دود پتي» نوش جان کوي؛
ماښام بیا د ملتپال فرد په توګه اېکټونه کوي؛
او له ویده کېدو مخکې ځان د یوه مستقل «اهل خبره» یا «مبصر» په توګه راڅرګندوي!
کله د بهرنیو هېوادونو د ناسمو سیاستونو توجیهګر وي، کله د یوه افغان سیاستوال پر ضد شین زمری؛ خو چې د هغو نظامونو او هېوادونو خبره راشي چې دوی پکې ناست دي، یا ترې ګټه ترلاسه کوي، بیا پرې داسې چوپتیا راشي لکه:
«صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَعْقِلُونَ»
د داسې کسانو ستونزه یوازې د دریځونو بدلون نه دی؛ ستونزه دا ده چې د ټولنې د پرګنو او ولسونو ترمنځ د نفاق، بېباورۍ او بېلتون په رامنځته کولو کې ونډه اخلي.
نو د دوی په اړه باید پوښتنه وشي:
دوی د چا روایت بیانوي؟
د چا تبلیغ کوي؟
د چا په ګټه او د چا پر ضد کار کوي؟
او د افغانستان د مسایلو په اړه یې خپل واضح ،ثابت فکري او سیاسي موقف څه دی؟
ځکه ځینې کسان د افغانستان د قضایاوو په اړه حتا یوه پاڼه واضح او منظم لیکلی موقف نه لري، خو په ټولنیزو رسنیو کې د توهین، تورونو، نفاق او سیاسي توطیو په خپرولو کې تر ټولو فعال وي.
او کله چې د دوی اړیکې او فعالیتونه وکتل شي، له ځینو مفسدو او مفلسو سیاسي کړیو او معلومالحاله سیمهییزو او نړیوالو شبکو سره د اوږدمهالو، ښکاره او مرموزو اړیکو پوښتنې هم مطرح کېږي.
نو د افغان مېرمنو، نجونو، ځوانانو، ماشومانو، عامو افغانانو او ټول ولس په حق کې مې د مرحوم قلندر مومند صیب هغه دردمن شعر را په یاد شي:
نن د قدرت په غوږو واوره د قرآن ژړا
پر تا مین، له تا قربان د لوی افغان ژړا
او خوشال بابا فرمایلي دي:
و مهتاب و ته د سپیو غپا کېږي
باز پروا نه کا د زاغو له هجومه
په خوشال باندې که تل نارې سورې دي
باز پروا نه کا د زاغو له هجومه
مونږ به ځو
کاروان دې درومي
سپی دې خوشي وي غپا ته
شاعر: امجد جدون پښتون
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
