چې مو سیمه زرغونه کړي
هم هغه بوټي کرئ
د وروستي سپرلي نرګس دی
د خوشحال قدر لرئ
خوشال بابا
متأسفانه، د افغانستان د څو پېړیو واکمنیو په اوږدو کې، سره له دې چې ډېری واکمنان یې پښتانه وو، موږ ونه توانېدو چې د سیاسي واک د معضلې لپاره یو ملي، مشروع، بومي او د ټولو منلو وړ حل پیدا کړو. نه مو د هېواد د مروجو ژبو د ملي او رسمي حیثیت ستونزه په بنسټیز ډول حل کړه او نه مو د ژبو لپاره د یوه متفق او منل شوي لیکدود مسئله هواره کړه.
اوس ځینې د ګوتو په شمار، په اصطلاح لیکوالان او فعالان، د افغانستان د ځینو جنګسالارانو، مفلسو سیاستوالو او ړندو متعصبانو په څېر، د ملت مهم او حیاتي مسائل څنګ ته کړي او د ژبو او لیکدود موضوعاتو ته یې هم سیاسي او سلیقوي رنګ ورکړی دی.
دغه کوچنۍ، مخربه او افراطي متعصبه کړۍ هڅه کوي چې د کوچنیو هویتونو په متبارز کولو سره د وړو او محدودو هویتي سیاستونو بازار تود وساتي. دوی غواړي په سپین سترګۍ خپل افکار او سلیقوي نظریات د خلکو پر ذهنونو تحمیل کړي او ځانونه د قوم، سمت، ژبې، لیکدود او لهجې مدافعان معرفي کړي.
دغې کوچنۍ افراطي کړۍ په ډېر مهارت سره د افغانانو، په ځانګړي ډول د پښتنو او د لر او بر وطن د افغانانو ترمنځ د نفاق او عداوت د تخم شیندلو هڅې روانې ساتلې دي. خو تر ټولو ناځوانه او بېهمته عمل یې دا دی چې د خپلو سلیقوي او افراطي نظریاتو د تحمیلولو لپاره ځانونه د افغانانو د ملي مشاهیرو او تاریخي روایتونو تر نومونو لاندې پټوي.
حال دا چې په حقیقت کې دا کړۍ د میراثي استبدادي ذهنیت، سیاسي تعصب او فکري ناروغۍ ښکار ده.
زه د لوی خدای متعال له دربار څخه دغو کسانو ته د هدایت غوښتنه کوم. له خپلو ټولو خواخوږو افغانانو څخه هیله او وړاندیز لرم چې د دغو سپین سترګو او افراطي اشخاصو په خبرو او تبلیغاتو ونه غولېږي. زموږ خلک باید د دوی د تفرقې اچونې او افراطي سیاستونو پر وړاندې هوښیار واوسي، دا ډول کړۍ منزوي کړي او اجازه ورنه کړي چې زموږ د ملت له مهمو ملي، تاریخي او حیاتي مسایلو څخه د خپلو شخصي او محدودو موخو لپاره ناوړه استفاده وکړي.خدای دې زموږ د وطن او ملت مل شي!
هَيۡهَاتَ هَيۡهَاتَ لِمَا تُوعَدُونَ.الایه.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.