له چپ او ښي اړخ دواړو څخه پر سرمایهدارۍ د عصري نړۍ د ټولو کلتوري نیمګړتیاوو له امله نیوکه کېږي، له بېمغزو تلویزیوني خپرونو څخه نیولې، تر فحش کتابونو، سطحي هنرونو، بېارزښته فلمونو او ویجاړوونکې موسیقۍ پورې. خو حقیقت دا دی چې دا ستونزې د افرادو تېروتنې دي، نه د بازار د نظام.
لودویګ فون میزس، د ویکټوریايي دورې د هنر منتقد جان راسکین د دغو نیوکو فکري سرچینه بلله. راسکین باور درلود چې هنر او تمدن د ختمېدو په حال کې ده او د آزاد بازار اقتصاد یې د دې لامل باله. دې لیدلوري هغه ته اجازه ورکوله چې سوسیالیست وي، پرته له دې چې خپل لوکس ژوند پرېږدي یا اړ شي چې د کارګرانو او بزګرانو په اړه شعارونه ورکړي.
نن ورځ نږدې هر هغه څوک چې د پوهنتون سند لري، په ضمني ډول یو راسکیني دی. امریکایان ښايي د بازار تولیدي ځواک درک کړي، خو ډېری یې د بازار له هغه تمدنجوړوونکي فضیلت څخه غافل دي چې «د دودونو د ساتلو، د ښکلا او عظمت د رامنځته کولو، او د هغه څه د ساتنې وړتیا ده چې سم او ښه دي.»
چپیان (چې په اصل کې لا هم مارکسیستان دي) غواړي موږ سرمایهداري یوه عصري او صنعتي پدیده تصور کړو. خو سمه خبره دا ده چې سرمایهداري یوازې هغه نوم دی چې د خصوصي مالکیت، سوداګرۍ او د قراردادونو د پلي کېدو د په رسمیت پېژندلو لپاره کارول کېږي. دا نظام په هماغه اندازه چې په لرغوني آتن کې موجود و، د نولسمې پېړۍ په امریکا کې هم موجود و. د دې نظام په بشپړ نشتون کې تمدن له منځه ځي او هنر نابودېږي.
کله چې دا د سرمایهدارۍ ضد ذهنیت رامنځته شي، ساحه یې پراخېږي: د پیسو او بازار له امله رامنځته شوی فساد هر ځای لیدل کېږي. بېکیفیته سوداګریز مرکزونه، ژېړ رنګ لوګوګانې، بوکس، رېپ موسیقي، ژېړ ژورنالېزم او د روڼاندو لپاره ټیټ معاشونه. دغه کس وايي چې دا ټول ډېر بد دي او ملامت هم سرمایهداري ده، او هر څه د آزاد بازار پر غاړه اچوي.
که دا نظریه سمه وي، نو بیا پیغمبرانو او لرغونو فیلسوفانو د تاریخ په اوږدو کې بېځایه هڅې کړې دي. هغوی خلک د ګناه پرېښودلو او فضیلت ته د مخ اړولو لپاره بلل، حال دا چې کولای یې شول د آزادې سوداګرۍ او خصوصي مالکیت په غندلو سره د «ټولنیزې ژغورنې» لپاره لنډه لار غوره کړي.
هغه څه چې سترو اخلاقپوهان پرې پوهېدل او موږ هېر کړي دي، دا دي چې انسانان او کلتورونه د انساني انتخابونو محصول دي. ښه ژوند په هر ډول ټولنیز چاپېریال کې غوړېدای شي؛ که هغه د زندان کمپ وي، که وحشي لویدیځ، او یا واشنګټن ډي سي.
ګناه او حماقت تل موجود ده. له اقتصادي پلوه، زموږ هدف باید دا وي چې ګناهکاران د خپلو کړنو بیه پرې کړي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره تر ټولو لږې سرچینې مصرف شي. په دې بهیر کې سرمایهداري زموږ متحد دی. د هوساینې د برابرولو ترڅنګ، د اقتصاد او بازار اساسي موخه دا ده چې د هرې ځانګړې ډلې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر ټولو لږې سرچینې وکارول شي.
آزاد اقتصاد ځکه اغېزمن دی چې له ذوقونو او ترجیحاتو سره د موجودو واقعیتونو په توګه چلند کوي، سرچینې په عملي ډول تنظیموي، او مصرفوونکي ته دا توان ورکوي چې هغه څه چې غواړي، د نورو لپاره په لږ تر لږه لګښت ترلاسه کړي.
د تلویزیون بېارزښته خپرونې ښايي زموږ د کلتور په اړه ډېر څه ووایي. خلک باید مهمو مسایلو ته زیات پام وکړي. خو د سرمایهدارۍ په برکت، ټولنه خپلې اضافي سرچینې د دغو بېارزښته خپرونو لپاره نه ضایع کوي. دا بېارزښته محتوا په حداقل لګښت وړاندې کېږي او د هغو چارو د تعقیب لپاره ډېرې سرچینې پاتې کېږي چې واقعاً اهمیت لري.
متشبثین حتا کوچني او تخصصي خدمات هم وړاندې کوي. د بېلګې په توګه، کله چې زه تلویزیون ګورم، «چې ډېر کم داسې کېږي» زما لپاره تر ټولو غوره شبکه EWTN ده. په دې شبکه کې د پوهنتونونو د استادانو ۵۰ ویناوې د سکولاستیک په څېر موضوعاتو په اړه شاملې دي، داسې څه چې له سرمایهدارۍ او خصوصي بازار پرته ممکن نه وو.
دا یو ګټور کاروبار دی چې په یوه سوسیالیستي هېواد کې به ښايي غیرعملي او د سرچینو ضایع کیدل ګڼل شوی وای او له سیاسي پلوه هم ښايي ناسمه بلل شوې وای. په یوه کمشتمنه ټولنه کې به دا ډول کار دوام نه شوای موندلی. سره له دې، نږدې هېڅوک سرمایهداري د دې لپاره نه ستایي چې خلکو ته یې د «توماس اکویناس» اثارو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.
پخوا ویل کېدل چې دولت باید د هنرونو مالي ملاتړ وکړي، څو د هغوی کیفیت تضمین شي. خو دا استدلال نور د منلو وړ نه دی. د هنرونو د ملي بنسټ بېکیفیته او پوچو اثارو ته وګورئ. د دولت «مجسمو»، «معمارۍ» او «موسیقۍ» ټول هېواد له بېارزښته اثارو ډک کړي دي.
اقتصادپوهان وايي چې بازار «بهرني اغېزې» (externalities) داخلي کوي. یعنې تر یوه حده هغه کسان چې له ځینو توکو او خدماتو ناراضي دي، کولای شي له هغو څخه ځان لرې وساتي. دا خبره ډېری وخت سمه ده، په ځانګړي ډول د مبتذلو تلویزیوني خپرونو او فلمونو، پورنوګرافۍ او د جنسي ټلیفوني اړیکو په څېر عجیبو خدماتو په اړه. د سرمایهدارۍ په برکت «چې دا ډول خدمات یوازې هغو کسانو ته محدودوي چې واقعاً یې اخلي» زموږ پاتې برخه اړ نه ده چې د هغوی تر اغېز لاندې وي.
په دې وروستیو کې د آلاباما په آبرن ښار کې د شیطاني توکو د پلورلو لپاره یو پلورنځی پرانیستل شو. خلکو پرې ملنډې ووهلې: «هر څه یوازې په یوه ډالر»، تر هغه چې پلورنځی د پېرېدونکو د کمښت له امله له افلاس سره مخ شو. سمه ده چې ځینې خلک د پیسو لپاره هر څه کوي، خو په بازار اقتصاد کې هغوی باید د مصرفوونکي تابع وي.
دولت خپله ټوله هڅه کړې چې ښارونه د عادي خلکو لپاره د اوسېدو وړ نه وي. د دولت ټولنیزې مرستې او رفاهي پروګرامونه د دې لامل شوي چې یوه ډله خلک سست او کله ناکله مجرم شي. عامه استوګنځایونو هغو چاپېریالونو ته زیان رسولی چې پخوا یې د منځنۍ طبقې ملاتړ کاوه. نن ورځ ډېری ښارونه یوازې هغه وخت «کلتوري مرکزونه» بلل کېږي چې تاسې له عجیبو خلکو او جیبوهونکو سره مینه ولرئ.
خو بیا هم، د سرمایهدارۍ په برکت، هیله شته. افراد او پانګهوال هغه ودانۍ رغوي چې نور د ترمیم وړ نه دي. له یوه کوره تر بل کوره او له یوه بلاک څخه تر بل بلاک پورې، د ښارونو بشپړې برخې د بیا استفادې وړ ګرځول کېږي او احیا کېږي. دا خیریه کار نه دی. د ګټې او زیان له نظام پرته به داسې څه نه رامنځته کېدل.
سره له دې، هغه کسان چې د سرمایهدارۍ ضد ذهنیت لري، هېڅکله نه قانع کېږي. هغوی تل شکایت کوي چې جنتریفیکیشن (د ښاري سیمو بیا رغونه) د ملکیتونو ارزښت لوړوي او پر بېوزلو فشار راوړي، په داسې حال کې چې دوی هېروي چې کله له منځه تللې سرچینې بېرته ارزښتمنې شي، ټول خلک په غوره شرایطو کې استوګنه مومي.
د ساحلي برجونو ودانۍ له ډېرې مودې راهیسې د سرمایهدارۍ پر وړاندې د کلتوري نیوکو مرکز پاتې شوې دي. لوړې ودانۍ معمولاً «بدې» بلل کېدې، ځکه ویل کېدل چې له لرې څخه منظره خرابوي. خو په حقیقت کې دا ډول ودانۍ د عامو خلکو لپاره ساحلي ژوند ممکنوي.
ځینو معمارانو د ساحلي لوړو ودانیو د مخنیوي لپاره له پانګهوالو سره همکاري وکړه او کیلومترونه ساحلي ځمکې یې وپېرلې. وروسته یې داسې ټولنې جوړې کړې چې کوچني دودیز کورونه او دوکانونه پکې وو. پایله حیرانوونکې ده او په بشپړ ډول خصوصي ده، که څه هم یوازې د لږ شمېر خلکو لپاره د اخیستلو وړ ده.
دغه معماران فکر کوي چې په دې کار سره د سرمایهدارۍ بدرنګي ردوي. هغوی نه پوهېږي چې د دوی خصوصي او له مخکې پلان شوې ټولنې هم د سرمایهدارۍ یوه برخه ده، لکه څنګه چې برجونه دي. هغوی د خپل تصور خلاف د چپ اړخ ایډیالوژیک پیغام نه وړاندې کوي، بلکې د بېلابېلو ذوقونو اړتیاوې پوره کوي، یو محصول بازار ته وړاندې کوي او په پایله کې د ملکیت ارزښت په پام وړ ډول لوړوي. برجونه او خصوصي ټولنې د سرمایهدارۍ د فعالیت بېلګې دي.
خو د سرمایهدارۍ د ماديپالنې په اړه څه ویل کېدای شي؟ دا هم ناسم دی. په دقیق ډول، سرمایهداري یوازې د مادي توکو په اړه نه ده، بلکې د هغو توکو په اړه ده چې د تبادلې وړ وي. تفریح، مینه، ښکلا او هنر هم د تبادلې وړ دي او د اقتصادي ژوند برخه جوړوي.
هر توکی او خدمت د ځانګړی وخت مهالوېش لري او متشبث باید د پلان جوړونې لپاره تر ټولو اقتصادي او اغېزمنه لاره غوره کړي. دا بوروکراتیک انسان دی چې د مصرف او فوري رضایت غوښتونکی وي، نه اقتصادي انسان. هر څومره چې دولت په اقتصاد کې ډېره مداخله وکړي، اوږدمهاله فکر مجازات کېږي او لنډمهاله چلند ته انعام ورکول کېږي. انفلاسیون یې تر ټولو روښانه بېلګه ده.
ځینې خلک وايي: «د سرمایهدارۍ ذهنیت د دې لامل شوی چې د کورنۍ ټول غړي په اونۍ کې شپېته ساعته کار وکړي، څو له مادي غوښتنو سره ځان برابر کړي.» په حقیقت کې، دولت و چې دا حالت یې رامنځته کړ. د سالمو پیسو او خصوصي مالکیت پر وړاندې د یوې توطیې له امله، ښځې او میندې په ۱۹۷۰مه او ۱۹۸۰مه لسیزو کې کاري ځواک ته داخلې شوې. پرته له محدوديته سرمایهدارۍ ته بېرته ستنېدل به هغو کسانو ته اجازه ورکړي چې غواړي بېرته کور ته ستنې شي او کورنی او ټولنیز ژوند بېرته راژوندی کړي. کورنۍ او ټولنه د آزاد اقتصاد (laissez-faire) په دوره کې غوړېدلي دي.
لکه څنګه چې اقتصاد پوه جوزف شومپیتر اشاره کړې، هر سوسیالیست د بورژوازي د کور، کورنۍ، ټولنې، مالکیت، صداقت، زحمت او سخت کار د ارزښتونو مخالف دی. هر څومره چې زموږ اقتصاد سوسیالیستي کېږي، هماغومره رذیلت په عامه او خصوصي ژوند کې د فضیلت ځای نیسي.
د سرمایهدارۍ د کلتوري اړخونو په اړه، د ګټې او زیان نظام دا امکان برابروي چې « یوازې د څو بېلګو په توګه» د ثبت شوې کلاسیکې موسیقۍ حیرانوونکې زېرمه، د نړۍ تر ټولو غوره څښاک، د خوندورو خوړو هغه پراخه ټولګه چې حتا دوه پېړۍ وړاندې پاچاهانو یې تصور هم نه شوای کولای، او ځینې شهکار او لوړکیفیته فلمونه تولید شي. که دا قانع کوونکي نه وي، دې ټکي ته پام وکړئ چې مقدس کتاب (انجیل) د سرمایهدارۍ تر نظام لاندې د ټول تاریخ تر ټولو ډېر پلورل شوی کتاب شو.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.