د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې د نجونو پر زده کړو د دوامدارو بندیزونو په مناسبت

54

د نجونو د زده کړو ملي کمپاين مطبوعاتي څانګه

د طالبانو په پنځه کلنه واکمنۍ کې د نجونو پر زده کړو د دوامدارو بندیزونو په مناسبت

د نجونو د زده‌کړې د ملي کمپاین مطبوعاتي اعلامیه

 

د ۲۰۲۶ کال د اګسټ ۱۵مه

پنځه کاله کېږي چې طالبان پر افغانستان واکمن دي ـ هغه ډله چې نړیوال معتبر بنسټون يې د بشري حقونو جدي سرغړوونکي ګڼي ـ  خو د نجونو ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي او میلیونونه افغان نجونې د زده کړې له بنسټیز، انساني او اسلامي حق څخه محرومې دي. دا محرومیت نه یوازې د دوی شخصي راتلونکی له منځه وړي، بلکې د هېواد ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي بنسټونه يې هم له زوال سره مخ کړي دي.

دروند او پراخېدونکی ناورین

د نجونو د زده‌کړو بندیز په تېرو پنځو کلونو کې داسې پایلې لرلې چې ټول ملت یې په خپلو سترګو ویني او د خپل وجود په رګ رګ يې احساسوي:

–  د فقر عام کېدل: له زده‌کړو څخه د ښځو محرومول د فقر کړۍ ډېره پراخه او ژوره کړې ده.

–  د مغزو تېښته او جبري مهاجرتونه: کورنۍ د خپلو لوڼو د راتلونکي لپاره، د وطن له پرېښودلو پرته بل بدیل نه ویني.

–  د بشري پانګې سخته کمزورتیا: له علمي ډګر څخه د ټولنې د نيمايي نفوس ایستل، افغانستان د پرمختګ له وړتيا څخه محروم کړی.

–  د ولس پراخېدونکې ناخوښي: د ملت او حاکمیت ترمنځ واټن په بې‌سارې توګه زیات شوی او د دې حالت دوام کولای شي د ولس او واکمنې ډلې تر منځ جدي ټکر رامنځته کړي.

–  نړیوال ګوښه­توب: د نړيوالو له خوا د طالبانو په رسميت نه‌پېژندل، هېواد له سختو اقتصادي او سیاسي فشارونو سره مخ کړی او دا فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

« تر ثاني امر پورې»؛ يوه ترخه ټوکه او که دایمي پرېکړه؟

هغه بې­معنا او غیرمسؤلانه پلمه چې پنځه کاله کېږي د « امر ثانی» په نامه د افغان نجونو پر برخلیک غمجن او وېروونکی سیوری غورځولی، هېڅ منطقي، شرعي او حقوقي بنسټ نه لري. هغه پلمه چې پنځه کاله دوام وکړي، په حقیقت کې دایمي بندیز دی چې یوازې غواړي د مبهمو الفاظو تر شا خپله بدنيتي، بې‌صداقتي، له اسلامي احکامو بې خبري او تیاره فکر پټ کړي.

د شرم وړ پلمو تکرار

داسې شرمېدلې پلمې لکه «نامناسب چاپېريال»، «نامناسب نصاب» او «مناسب تياری» نه یوازې له واقعیت لرې دي، بلکې د افغان ملت د شعور سپکاوی هم دی.

–  هغه چاپېريال چې پنځه کاله نه دی برابر شوی، په حقیقت کې قصداً نه برابرېږي.

– هغه نصاب چې پنځه کاله اصلاح نه شو، یوازې د بندیزونو د دوام لپاره پلمه ده.

دا پلمې د ناتوانۍ له امله نه، بلکې د نجونو د زده‌کړې لپاره د سیاسي ارادې د نشتون له امله دي.

له بېلابېلو ملي، اسلامي او نړيوالو بنسټونو او آدرسونو څخه زموږ غوښتنې

له افغان ملت څخه

ملت باید په يوه غږ، لوړ غږ او دوامدار ډول د نجونو د زده‌کړې حق وغواړي. د دغه ظلم پر وړاندې چوپتیا د ظلم منل او د هېواد د راتلونکي پر وړاندې بې‌مسؤلیتي ده.

له مدني بنسټونوڅخه

مدني بنسټونه باید د څارنې، پوهاوي او ټولنیز بسيج په برخه کې خپل رول پیاوړی کړي او اجازه ورنه کړي چې بنديزونه عادي شي یا له اجنډا څخه ووځي.

له سیاسي خوځښتونو څخه

سیاسي خوځښتونه او بنسټونه باید د نجونو زده‌کړه د ملي غوښتنو په محور کې وساتي او هېڅکله د ښځو او نجونو پر حقونو سیاسي معامله ونه کړي.

له دیني عالمانو څخه

ديني عالمان باید په ښکاره ووایي چې د ښځو زده‌کړه نه یوازې روا، بلکې شرعي وجيبه ده. د عالمانو چوپتیا د ظلم تایید او د الهي احکامو پر سرغړونو د سترګې پټول دي.

له قومي او ټولنیزو مشرانو څخه

قومي مشران باید د خپل ټولنیز نفوذ له لارې د نجونو د زده‌کړې ملاتړ وکړي او دا موضوع په یوه جدي او نه‌هېرېدونکي ملي غوښتنه بدله کړي.

له نړیوالې ټولنې څخه

نړیواله ټولنه باید سیاسي، حقوقي او دیپلماتیک فشارونه زیات کړي او د ښوونځیو تر پرانیستو پورې د بدیلو زده‌کړو له لارو چارو څخه ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.

له اسلامي مراجعو او هېوادونو څخه

اسلامي مراجع باید يو روښانه او واحد دریځ غوره کړي او ووايي چې د نجونو پر زده­کړو بنديزونه له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري. مسلمان هېوادونه باید له خپل سیاسي او مذهبي نفوذ څخه د دې وضعیت د پای ته رسولو لپاره کار واخلي.

د همغږۍ او انسجام اړتیا

د دې بحران حل د ملت، مدني بنسټونو، سیاسي جریانونو، ديني عالمانو، قومي مشرانو، نړیوالې ټولنې او اسلامي مراجعو پراخې او هدفمندې همغږۍ ته اړتیا لري. له ‌انسجام او همغږۍ پرته به هر اقدام بې‌نتیجې وي.

موږ له ټولو هغو خوځښتونو او بنسټونو څخه چې د نجونو د زده‌کړې لپاره مبارزه کوي، غواړو چې لومړی په خپل منځ کې قوي انسجام او همغږي رامنځته کړي.

د زده‌کړو د بدیلو لاروچارو پیاوړتیا

تر هغه چې ښوونځي پرانیستل کېږي، اړینه ده چې:

– د زده­کړو آنلاین، کورني او مجازي پروګرامونه پیاوړي شي؛

–  د زده­کړو غیررسمي شبکې جوړې شي؛

–  کورنۍ د خپلو لوڼو په زده‌کړه کې فعاله ونډه واخلي؛

–  نړیواله ټولنه مالي او تخنیکي ملاتړ زیات کړي.

د افغان نجونو راتلونکی باید د یوې ډلې د غیرمسؤلانه پرېکړو قرباني نه شي. د زده‌کړې د حق ساتنه زموږ ملي، اسلامي او انساني مسؤولیت دی.

له طالبانو څخه زموږ جدي غوښتنه

په پای کې، د نجونو د زده‌کړې ملي کمپاین په ښکاره اعلان کوي، چې:

طالبان باید ژر تر ژره د افغان نجونو له معنوي نسل‌وژنې، د هېواد له ملي ګټو سره له دښمنۍ او له زده  کړو څخه دنيمايي ټولنې له محرومولو لاس واخلي. د دې ظالمانه سیاست دوام نه د منلو وړ دی او نه د زغملو وړ. واکمنان مکلف دي، چې د ملت غوښتنو ته غاړه کېږدي او د نجونو د زده‌کړې حق له ‌قید او شرط پرته ومني.

د نړۍ په ډېری انتخابي نظامونو کې پنځه کاله د حکومتولۍ بشپړه دوره بلل کېږي. که طالبان نه شي کولای او يا نه غواړي چې د نجونو پر مخ د زده‌کړې دروازې پرانيزي، نو له اخلاقي او مديريتي پلوه نور د حکومت کولو حق او وړتيا له لاسه ورکوي.

وَ ما عَلَيْنا إِلَّا الْبَلاغُ الْمُبِينُ

کمیته مطبوعاتی کمپاين ملي آموزش دختران

اعلامیهٔ مطبوعاتی کمپاین ملی آموزش دختران

 به مناسبت پنج‌سالگی حاکمیت طالبان و تداوم ممنوعیت تعلیم دختران در افغانستان

۱۵ اگست ۲۰۲۶

با گذشت پنج سال از حاکمیت طالبان ـ نظامی که از سوی نهادهای معتبر بین‌المللی به‌عنوان ناقض جدی حقوق بشر شناخته می‌شود ـ مکاتب دختران همچنان بسته‌اند و میلیون‌ها دختر افغان از حق ابتدایی، انسانی و اسلامیِ آموزش محروم مانده‌اند. این محرومیت نه‌تنها آیندهٔ فردی آنان را نابود می‌سازد، بلکه بنیان‌های اجتماعی، اقتصادی و فرهنگی کشور را نیز در مسیر فروپاشی قرار داده است.

پیامدهای سنگین و رو به گسترش

ممنوعیت آموزش دختران در پنج سال گذشته تبعاتی داشته که امروز همهٔ جامعهٔ افغانستان آن را با گوشت و پوست خود لمس می‌کند:

–  افزایش فقر ساختاری: حذف زنان از چرخهٔ آموزش، فقر را عمیق‌تر و گسترده‌تر ساخته است.

–  فرار مغزها و مهاجرت اجباری: خانواده‌ها برای آیندهٔ دختران‌شان راهی جز ترک وطن نمی‌بینند.

–  تضعیف شدید سرمایهٔ انسانی: حذف نیمی از جمعیت از عرصهٔ دانش، افغانستان را از توانایی پیشرفت محروم کرده است.

–  افزایش نارضایتی عمومی: فاصلهٔ میان مردم و حاکمیت به‌طور بی‌سابقه‌ای افزایش یافته و ادامهٔ این وضعیت می‌تواند به تصادم جدی میان ملت و حاکمیت منجر شود.

–  انزوای جهانی افغانستان: فشارهای اقتصادی و سیاسی ناشی از عدم شناسایی رژیم طالبان، کشور را در بن‌بست قرار داده است.

«الی امر ثانی»؛ کمیدی تلخ یا تصمیم دائمی؟

توجیه مبهم و غیرمسئولانهٔ «الی امر ثانی» که پنج سال است همچون سایه‌ای سنگین بر سر دختران افغان قرار دارد، هیچ پایهٔ منطقی، شرعی یا حقوقی ندارد. امر ثانی‌ای که پنج سال دوام کند، در حقیقت تصمیمی دائمی است که با واژه‌پردازی مبهم تلاش می‌کند عدم صداقت، ناتوانی در درک ماهیت اسلام و دیدگاه تاریک رژیم حاکم را پنهان سازد.

ادامهٔ بهانه‌های شرم‌آور

بهانه‌هایی چون «عدم مساعدت محیط»، «نامناسب بودن نصاب تعلیمی» یا «نیاز به آمادگی بیشتر» نه‌تنها غیرواقعی‌ اند، بلکه توهین به شعور ملت افغانستان محسوب می‌شوند.

–  محیطی که پنج سال است آماده نشده، در واقع عمداً آماده نشده است.

–  نصابی که پنج سال است اصلاح نشده، بهانه‌ای برای تداوم محرومیت است.

این توجیهات نه از سر ناتوانی، بلکه از سر عدم ارادهٔ سیاسی برای به‌رسمیت شناختن حق آموزش دختران است.

درخواست ما از مراجع و نهادهای مختلف برای ایفای مسئولیت‌های ملی، اسلامی و انسانی

از ملت افغانستان

ملت باید با صدای بلند، متحد و پیوسته بر حق آموزش دختران تأکید کند. سکوت در برابر این ظلم، به معنای پذیرش آن و بی‌مسئولیتی در برابر آیندهٔ کشور است.

از نهادهای مدنی

نهادهای مدنی باید نقش نظارتی، آگاهی‌دهی و بسیج اجتماعی خود را تقویت کنند و اجازه ندهند این موضوع عادی شود یا به حاشیه رانده شود.

از جریان‌های سیاسی

جریان‌های سیاسی باید این موضوع را در محور مطالبات ملی قرار دهند و از هرگونه معاملهٔ سیاسی بر سر حقوق زنان و دختران خودداری کنند.

از علمای دینی

علمای دینی باید با صراحت اعلام کنند که آموزش زنان نه‌تنها مجاز، بلکه واجب شرعی است و هیچ توجیه دینی برای محرومیت آنان وجود ندارد. سکوت علما در این زمینه، به معنای تأیید ظلم و چشم‌پوشی از نقض احکام الهی است.

از بزرگان قومی و اجتماعی

بزرگان قومی باید از نفوذ اجتماعی خود برای دفاع از حق آموزش دختران استفاده کنند و این موضوع را به مطالبه‌ای جدی و غیرقابل چشم‌پوشی تبدیل نمایند.

از جامعهٔ جهانی

جامعهٔ جهانی باید فشارهای سیاسی، حقوقی و دیپلماتیک را افزایش دهد و تا زمان گشایش مکاتب دختران، حمایت عملی از راه‌های بدیل آموزش را در اولویت قرار دهد.

از مراجع اسلامی و کشورهای مسلمان

مراجع اسلامی باید موضع روشن و هماهنگ اتخاذ کنند و اعلام نمایند که محرومیت دختران از آموزش هیچ نسبتی با اسلام ندارد. کشورهای مسلمان باید از نفوذ سیاسی و دینی خود برای پایان‌دادن به این وضعیت استفاده کنند.

نیاز به هماهنگی و انسجام

حل این بحران نیازمند هماهنگی گسترده میان ملت، نهادهای مدنی، جریان‌های سیاسی، علما، بزرگان قومی، جامعهٔ جهانی و مراجع اسلامی است. هر اقدام پراکنده و بدون انسجام، نتیجهٔ لازم را نخواهد داد.

ما از تمام جریان‌هایی که برای حق آموزش دختران مبارزه می‌کنند می‌خواهیم که در گام نخست میان خود انسجام و هماهنگی ایجاد کنند.

ضرورت تقویت راه‌های بدیل آموزش

تا زمان گشایش مکاتب دختران، لازم است:

–  برنامه‌های آموزش آنلاین، خانگی و مجازی تقویت شود؛

–  شبکه‌های آموزشی غیررسمی ایجاد گردد؛

–  خانواده‌ها نقش فعال‌تری در آموزش دختران ایفا کنند؛

–  جامعهٔ جهانی حمایت مالی و تخنیکی از این برنامه‌ها را افزایش دهد.

آیندهٔ دختران افغانستان نباید قربانی تصمیمات غیرمسئولانهٔ یک گروه شود. تلاش برای حفظ حق آموزش، وظیفهٔ انسانی، اسلامی و ملی همهٔ ماست.

خواسته جدی ما از طالبان

در پایان، کمپاین ملی آموزش دختران با صراحت اعلام می‌کند:

طالبان باید فوراً دست از نسل‌کشی معنوی دختران، دشمنی با منافع ملی کشور و محروم‌سازی نیمی از جامعه بردارند. ادامهٔ این سیاست‌ها نه قابل توجیه است و نه قابل تحمل. حاکمیت موظف است به خواسته‌های برحق ملت گردن نهد و حق آموزش دختران را بدون قید و شرط به رسمیت بشناسد.

پنج سال در بیشتر نظام‌های انتخابی یک دوره کامل حکومت‌داری به شمار می‌رود. اگر طالبان نمی‌توانند یا نمی‌خواهند درهای آموزش را به روی دختران بگشایند، در آن صورت از نظر اخلاقی و مدیریتی حق و صلاحیت ادامه حکومت‌داری را از دست می‌دهند.

وَ ما عَلَيْنا إِلَّا الْبَلاغُ الْمُبِينُ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.