سپينه چپنه مې واغوسته، له زینو راښکته شوم، د لومړي پوړ پر زینو مې ولید؛ ښایي د کوم ناروغ له ملګرو يا خپلوانو څخه به و. یوه پياله قهوه مې واخیسته او بېرته خپلې خونې ته راغلمه. څو شېبې مې کار کې بوخته شوم، نپوهېږم ولې مې بیا ذهن کې هغه وګرځېد، بېرته لومړي پوړ ته راغلم دا ځل پر زينو ناست و.
داسې ګډوډ او ستړی ښکارېده، سترګې یې سرې او پړسېدلې وې؛ مخ یې لوند او په سترګو کې لا هم د اوښکو نښې ښکارېدې.
کله ناکله به یې سر په هغه دېوال په زور واهه چې تکیه یې پرې کړې وه او په مات، وچ او ستړي غږ به یې له ځان سره څه ویل.
ورته نږدې شوم او په احتیاط مې وویل:
ـــ ښه یاست؟
سر یې راپورته کړ. بېتفاوته یې راوکتل؛ داسې یخ ژمی یې په سترګو کې و چې سړی به یې په لیدو هم لړزېده.
پیاله مې ور وړاندې کړه:
ــ څښئ؟ قهوه ده.
له سترګو یې اوښکې روانې شوې؛ خو ناڅاپه یې په ماشومانه خوښۍ وخندل.
ــ قهوه یې خوښېده. خو په دې وروستیو کې یې نو
نه څښله. وېره یې وه چې هسې نه زموږ د ماشوم د پوستکي رنګ تور شي!
په لوړ غږ یې وخندل. ما هم هڅه وکړه ورسره وخاندم.
بیا یې خبرې پیل کړې:
ــ هر څه ښه وو. قسم خورم، ډېر نېکمرغه وو! ښځه مې لرله، یو کوچنی کور مې درلود، ماشوم مو هم نړۍ ته راتلو. داسې مې احساس و چې هر څه لرم. خو نن سهار چې له خوبه راپاڅېدم، نور مې هېڅ هم نه لرل.
لږ غلی شو، بیا یې په مات غږ وویل:
ــ ورته مې ویلي وو: « زه خو زوی غواړم!» په ټوکه مې ویلي وو. چې الټراساونډ ته لاړو، معلومه شوه نجلۍ ده. ما خو یوازې ټوکه کوله، خو هغې جدي نیولې وه.
تېره شپه، له ویده کېدو مخکې یې رانه وپوښتل:
ــ “اوس چې زوی نه دی، زموږ ماشوم نه خوښوې؟”
کاشکې هغه خبره مې نه وای کړې! کاشکې ژبه مې ګونګه شوې وای. په مسخره مې ورته وویل:
ــ “نه، نه یې خوښوم! له زېږون وروسته به تا او خپله لور په روغتون کې پرېږدم او خپله به وتښتم!”
هغې هېڅ ونه ویل.
پر خدای قسم، زما خبره جدي نه وه. ما فکر کاوه پوهېږي چې ټوکه کوم. خو نه پوهېدم چې هغه به يې دومره په زړه کې واخلي.
ما ناشکري نه کوله، خدایه! یوازې یوه بېفکره او احمقانه خبره وه. له کومه به مې فکر کړی وای چې زما یوه خبره به یې دومره زړه مات کړي چې د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې به هم له ما سره خپله خبره ونه کړي؟ درد به زغمي، خو ما به نه رابولي؟
غږ یې نور هم مات شو.
ــ سهار چې راویښ شوم، وینه ترې روانه وه، درد یې درلود، خو هېڅ غږ یې نه و کړی. د ماشوم پلاسنتا له رحم څخه جلا شوې وه تر روغتونه مې چې ورسوله نه یوازې ښځه مې له لاسه ورکړې وه، بلکې ماشوم مې هم… .
لږه شېبه چوپتیا شوه.
سترګې یې تشې وې؛ لکه داسې چې نور يې هېڅ اوښکې نه وې پاتې.
بیا یې ورو وویل:
ــ وروستی ځل مې هم ونه شو کولای ورته ووایم چې څومره مې خوښېږي، څومره ورسره مينه لرم، څومره مې د خپلې لور زېږون ته شېبې شمېرلې.
ما فکر کاوه، لا به ډېر وخت ولرو. فکر مې کاوه، سبا، بل سبا یا بله ورځ به ورته ووایم؛ خو ناڅاپه ډېر ناوخته شو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320