لنډیز
فانتازي یوناني کلمه ده چې د خیال، تخیل او غیر واقعي معنا لري. تر اوسه پورې چې د فانتازي کومه معنا په قاموسونو کې راغلې یا لیکل شوې ده، د فانتازي مفهوم نه شي وړاندې کولای، ځکه چې فانتازي د خیال او تخیل معنا نه لري بلکې له دې دواړو څخه بېل یو بل مفهوم دی چې زموږ له خیال پلو سره سمون خوري. فانتازي د انسان له پیدایښت سره پیل شوې چې د لومړنیو ټولنو فکر او اند ترې راڅرګندیږي. اسطوره او فانتازي په خپل منځ کې له ورته والې سره توپیرونه هم لري چې کله نا کله یې همدا ګډ ټکي لوستونکو ته ستونزه پیدا کوي، ان تر دې چې تر منځ یې د بیلتون کرښه ګرانه شي.
د نړۍ له پیله تر اوسه پورې یون د فانتازي پر ژانر بېلابېلې اغېزې کړې دي، د زمانې هر پړاو یې رنګ ورخپ کړی دی خو له منځه یې نه ده وړې. کله چې د بشر د تعقل مرحله راغله، فلسفې په نړۍ راج چلاوو نو د فانتازي په زیاتو برخو یې کرښه را ښکله. بشري فکر د نړۍ په اړه د ټولو پوښتنو ځواب نه شوای ورکولی نو له مجبوري یې بيرته د خیال په مټ ځوابونو ته مخه کړه. ان نن ورځ د ساینس په اوج کې لا هم د فانتازي تر سیوري لاندې نوې نظریې او مفکوري د نړۍ د راتلونکي په اړه حیرانونکې دي.
په پای کې په ډاډ سره ویلای شم چې پښتو داستاني ادب که د فانتازي برخې ته پام ونه کړي نو د نړۍ وال ادبیاتو له یوې لوې او سترې خزانې به محروم وي.
abstract
Fantasy is a Greek word that means imagination, imagination, and unreality. So far, no definition of fantasy has been found in dictionaries or written, because fantasy does not mean imagination or imagination, but rather a different concept that is consistent with our imagination. Fantasy began with the creation of man, from which the thoughts and ideas of early societies emerge. Myth and fantasy have similarities and differences between them, which sometimes create problems for readers, even to the point where the dividing line between them becomes difficult.
From the beginning of the world to the present, the genre of fantasy has had various influences, each stage of time has colored it, but it has not destroyed it. When the stage of human rationality came, philosophy ruled the world, it drew a line in many areas of fantasy. Human thought could not answer all the questions about the world, so it was forced to turn to the answers through imagination. Even today, at the height of science, new theories and ideas about the future of the world under the shadow of fantasy are still surprising. In conclusion, I can say with confidence that if Pashto narrative literature does not pay attention to the fantasy section, it will be deprived of a great and great treasure of world literature.
سریزه
د نړیوال ادب لمن، د علمي فانتازي له بېلابېلو کیسو، ناولټونو ، ناولونو او رومانونو څخه ډکه ده او لا هڅه روانه ده چې په یاده برخه کې نور کار وکړي. نړۍ وال یعنې د لومړۍ او دویمې نړۍ وګړي د درېیمې د انسانانو غوندې نه دي چې دې ډول کیسو او ناولونو ته سرسري وګوري او یوازې د وخت تېرولو کار ترې واخلي. د لومړۍ او دویمې نړۍ انسانان ورته په داسې سترګه ګوري چې د راتلونکي وخت، د پېښو او خطرونو پر وړاندې د مخنیوي لپاره تدابیر ونیسي او له مثبتو ټکو یې ګټه واخلي.
کله چې وار تر پښتو ادبیاتو پورې را رسیږي نو له په دې برخه کې زموږ ولسي ادب هغه برخې له ځان سره لري چې نن ورځ یې د نړۍ نوی ادب لا د لیکلو په تکل کې دی. له بده مرغه باید وویل شي چې پښتو معاصر ادب له دې برخې څخه د ګوتو په شمېر یا له دې هم کم اثار لري. موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې یوه شېبه غفلت مو د نړۍ له کاروانه کلونه شاته پاتې کوي، نو اړتیا ده چې د دغه حالت د کابو کولو لپاره له هر هغه شي سره سم قدم کېږدو چې نړیوال پرې کار کوي. لا زیات وخت او ډېر کار ته اړتیا ده چې په پښتو ادب کې پر فانتازیه کار وشي. زموږ ولسي کیسې په دې تول ښې خېژي، خو وروسته بیا موږ د لیکوالو کومه داسې مستقیمه هڅه نه ده لیدلې چې په دې برخه کې یې کار کړی وي.
د څېړنې ارزښت
د غرب د ادب ډېری لیکنې د علمي فانتازیه په چوکاټ کې وي، د دوی د لیکنو ارزښت په دې کې دی چې خپل ولس د ټکنالوجۍ او د نړۍ د نورو موجوداتو له راتلونکي ګواښونو خبر کړي او د هرې برخې لپاره لازم تدابیر ونیسي. دا چې موږ د دې نړۍ برخه یوو، نو موږ هم له راتلونکو خطرونو سره د مبارزې لپاره داسې کسیو او نالونو ته ضرورت لرو تر څو یې له مثبتو ټکو څخه ګټه پورته کړو.
د څېړنې موخه
نن ورځ نړۍ وال ادبیات او لیکوال ټوله په یو ټاکلي مسیر د را تلونکي وخت د پېښو او د هغوی په وړاندې د چمتوالې لپاره کار کوي. دا چې ادبیاتو د ژوند په هر اړخ کې د نویو نظريو او نوښتګر فکر ورکولو ته ټوله غوره سرچينه ده خو پښتو ادب د فانتازي په برخه یوه لویه خلا لري. د دې څېړنیزې مقالې موخه په پښتو داستاني ادبیاتو کې د فانتازي ادبي ډول، د څرګندولو او دې مهمې برخې ته د لیکوال او څېړونکو پام را ګرځول دي.
د څېړنې ډول او څېړندود
په دې څېړنیزه مقاله کې له تشریحي – تحلیلي څېړندود او کتابتوني ډول څخه کار اخیستل شوی.
د څیړنې پوښتنې
۱– فانتازي او تخیل یو د بل معادل دي؟
۲– اسطوره او فانتازي فورمونه دي او که منځپانګې؟
۳– فانتازیه په ادب کې څه ارزښت لري؟
اصل متن
فانتازي په اکسفورډ ډیکشنري کې د (fantasy)(phantasy) په بڼه لیکل شوې (phantasies) د لاتیني ژبې کلمه ده ، یاده کلمه لاتیني ژبې ته هم له یوناني ژبې څخه راغلې ده. د فانتازي کلمې مانا: (هوس، د خیال نوښت، د خیال ابداع، تخیل او تخیلي فکر) ته ویل کېږي.(.epubfaویبپاڼه)
فانتازي یوه زړه یوناني کلمه ده چې معنا یې (تصور او تخیل )ده. د ابادیس پر لیکه ډیکشنري په پاڼه کې يې د فانتازي معنا، خیال، وهم او غیر واقعي راخیستې ده .(ابادیس، ویب) په ایراني ادب کې فانتازي ته د خیال پردازي ترکیبي کلمه کارول شوې ده.
تر اوسه په پښتو ژبه کې د فانتازي کلمې لپاره کومه نومونه نه ده کارول شوې خو به دري یا پارسي ژبه کې ورته د خیال پردازي ویی کارول شوی دی. په دې اړه استاد لیوال وايي🙁 په پښتو کې ورته د خیال پلو کلمه سمه او مناسب ده).(لیوال – مرکه) که د استاد د خیال پلو کلمه وشنل شي نو له څو اړخو څخه غوره کلمه ده؛ ځکه چې فانتازي په حقیقت کې له خیال او خیالي سره توپیر لري او له بلې خوا په پښتو کې د دې پر ځای چې نوې کلمه ورته و رغېږي په یوه پخوانۍ کلمه بسنه شوې او هم د فانتازي پوره مفهوم ترې اخیستل کېږي.
که پورته خبرو ته ځیر شو، نو له ورایه ښکاري چې دا کلمه په لومړیو کې له یوناني ژبې څخه لاتیني ژبې ته راغلې او له دې لارې د نړۍ نورو ژبو ته خپره شوې ده خو استاد لیوال پر دې اند دی چې دا کلمه د زړې فرانسوۍ ژبه ویی ده. که چېرې یې د فرانسوي ژبې ویی هم وي نو هغه له پورته خبرو سره تر زياته حده یوالی پیداکوي؛ ځکه چې فرانسوي، لاتیني، یوناني او هسپانوي ژبې ټولې له یوې مورنۍ ژبې څخه را پاتې ژبې دي نو د دې ویی ریښه هم ښايي په یوناني او هم په زړه فرانسوي کې موجوده وي. تر اوسه پورې په یوه لیکنه کې دا نه ډاکيزه شوې چې دا ویی له کومې ژبې او ریښې څخه را وتلی ده؟ تر نن پورې ټولې څېړنې فانتازي لاتیني یا فرانسوي ویی بللې دی. دا چې پورته مو یادونه وکړه چې د دې ګروپ ژبې له یوې مورنۍ ژبې څخه را زېږېدلې دي نو ریښه یې هم هغې لرغونې ژبې ته رسېږي چې یادې ژبې ترې را زیږېدلې دي.
فانتازی د خیال او تخیل سره ورته والی لري؟
په بېلابېلو اثارو کې د خیال او فانتازي په اړه معلومات لیدل کېږي خو کوټلې خبره تر اوسه پورې په یوه اثر کې هم نه ده لیدل شوې چې خیال او فانتازي یو له بل سره څه اړیکه لري. څېړنوال استاد محمد اصف احمدزي په خپل څېړنیز اثر ( په پښتو ادب کې طنز) کې تخیل د فانتازي Imagination معادل بللی دی.(احمدزی، ۱۳۹۷ل، ۱۹۰مخ)
له کورنیو علمي او څېړنیزو اثارو پرته زیاتره لیکوال د فانتازي او تخیل تر منځ پوره توپیر ته قایل دي. که چېرې بهرنۍ سرچینې وکتل شي، هلته هم د خیال، تخیل او فانتازي تر منځ څرګندې کرښې شته. د استاد لیوال په وینا فانتازی خیال ته ورته یو شی دی چې له خیال، تخیل او تخییل سره توپیر لري. استاد یې ترمنځ توپیر په لاندې ډول په ګوته کړی.
خیال د انسان د ذهن له هغه فعالیت څخه عبارت دی چې په مټ یې د نړۍ یا له اجسامو څخه داسې برخې سره پیونده وي چې اوس مهال یې په نړۍ کې شتون امکان نه لري خو ټولې ریښې یې له واقعي نړۍ سره اړیکه لري. خیال دا معنا هم نه لري چې یو مخ دې له واقعیت څخه لرې وي.
له دې سره کولای شو خیال په دې ډول هم تعریف کړو: خیال د انسان، د هغه فعالیت نوم دی چې له موجوده او واقعیتونو څخه داسې څه ترسیم او تصویر کړي چې له همدې ذهني چاپیریال پرته په حسي چاپیریال کې موجود نه وي. استاد په یو بل تعریف کې وایي: (خیال د انسان فکري سیستم یو داسې ځواک دی چې له ناعیني عناصرو څخه یوه منطیقي مجموعه جوړوي .(لیوال، مرکه) استاد لیوال د خیال یو بل پېژند په خپل کتاب سمبولیزم کې د د هخدا په حواله داسې لیکلي: (خیال عربي نوم دی او هغه ځواک ته ویل کېږي چې د محسوساتو ګډ تصورات تر دې وروسته چې د هغوی مادي هئیت غایب شي، په ذهن کې خوندي کوي.)(لیوال، سمبولیزم، ۲۸مخ)
تخیل د خیال د ځواک د پروسې نوم دی. هر انسان چې د خیال ځواک یا توان وکاروي په حقیقت کې یې تخیل کړی دی. تخیل هغه ځواک دی چې شاعرانه تصورات او مفاهیم رامنځته کوي، خو د هغه د انځور جوړونې په ځواک پورې اړه لري چې د تخیيل بهیر بشپړ کړي. معنا دا چې نورو ته د خپل تخیل منځپانګه څنګه په بریالیتوب سره لېږدوي. په بله معنا د شاعر د تخییل کمال دا دی چې موږ ته هماغه تصویرونه را ولېږي چې د ده په تخیل کې شته.( لیوال، سمبولیزم، ۲۹ مخ)
تخییل: د تخیل د بیان، څرګندولو ، روایت ځواک ته ویل کېږي. تاسو د خیال په واسطه یو تخیل وپنځاوه او کله چې د خپل خیال روایت ما ته کوئ او د ژبې د مهارت په ګټنه، ټول هغه څه چې ستاسو په تخیل کې شته ما ته په هنري بڼه رالېږدوی، داسې چې زه یې هم په تخیل ځواک ولیدلای شم، دا ستاسو د تخییل ځواک ده.(درانی ـ مرکه)
فانتازی په ادب کې هغه تمثیل او تصورات دي چې هنرمند یې د خپل چورت په مرسته جوړوي، چې په واقعي ژوند کې نه موندل کېږي خو د انسان په ذهن کې په ځانګړي ډول موجود وي.(دوست، ۱۳۶۵، ۸۷مخ) پارسي انلاین ویب پاڼه لک لک بوک د فانتازي په اړه لیکلي دي: ( فانتازي یا خیال پردازي په داستان کې فرا طبیعي جوړښتونه دي او په جادويي ډوله شکل ترې ګټه اخیستل کېږي.)(فانتزي چیست، ویبپاڼه)
فانتازي تخیل او خیال پردازي ده چې معمولا جادويي، ماورايي او یا له تصوره پورته توکي پکې ګډون لري، دا اصطلاح په عمومي یا ټولیز ډول هغه ایډیاوو او تصوراتو ته اشاره کوي چې له عادې واقعیت او له ورځنیو تجربو څخه لوړ وي.(فانتازي، ویب پاڼه)
((جهان خلاقیت و تخیل)) تر سرلیک لاندې سیمه صفدري لیکلي دي چې: (د فانتاري په ژانر کې وینا خیالي وي، په دې یاد ژانر کې جادويي پېښې، ماوراالطبعي امرونه رایج وي، چې پېریان، کوډې، ښامار، دیوان او خبرې کوونکي حیوانات د دې ژانر ځانګړنې دي، اتل یې له داسې پېښو سره مخامخ کېږي چې په واقعي نړۍ کې امکان نه لري.(صفدري، جهان،خلاقیت و تخیل، ویبپاڼه)
فانتازي چې د هوس، په خیال کې د ایډیال او ارماني څیزونو را ګرځول او له هغوی څخه خوند اخسیتلو ته وایي. فانتازي زموږ د خیال پلو سره ورته او یو شان اصطلاح ده چې هر څوک یې لري. هر انسان خیال لري، تخیل هم هر څوک کولای شي، فانتازي هم د زیاتو خلکو د خلوت (یوازېتوب) کار دی خو د تخییل بیا د هنرمندو خلکوو کار دی.
له همدې ځایه ده چې د خیال او فانتازي جوړونکي عناصر حقیقي او حسی څیزونه دي. ځکه ویل کېږي چې هر تخیل په یوه بڼه نه په یوه بڼه په حقیقت کې ریښه لري. دلته خبره دا ده چې تخیل موږ داسې شی نه شو ګڼلای چې له واقعیت سره هیڅ اړیکه نه لري، بلکې د تخیل اصلي مواد په حقیقي نړۍ کې پیدا کېږي خو د انسان فکر او ذهن ترې داسې شیان ترسیم کړي چې نوښت ولري او په واقیعت کې موجود نه وي. فانتازي داسې خیال ده چې فزیکي او طبعي قوانین تر پښو لاندې کوي او داسې ناموجود شیان چې په واقعۍ نړۍ کې هیڅ موجود نه وي، موجوده وي. په دې برخه کې سحر، جادو، خارق العاده او خیالي موجودات راځي. فانتازي هعه مقدس او خلاق کلام دی چې د ټولنیز شعور له مرموزو ژورو څخه راپورته کېږي. دا چې د هر انسان په لاشعور کې یو مبهم جهان دی چې د خپلې ټولنې له مشترک لاشعور سره ګډه اړیکه لري. د دې مبهم جهان بیان په عادي ژبه کول ناممکن دی، خو د تمثیل په ژبه یې بیانولای شو. دا چی تر دې ځایه د فانتازي په اړه مو معلومات وړاندې کړل، نو اوس اړینه ده چې د خیال، فکر او خوب په اړه معلومات وړاندې کړو تر څو یې فرق سم را ښکاره شي.
فکر د انساني ذهن د هغه فعالیت نوم دی چې یو انسان یې په شعوري ډول د خپلو ورځنیو چارو لپاره په کار اچوي او د فکر متداوم شکل ته تفکر وایي چې ډېری د یوې پدیدې، څیز په اړه حقایق تر لاسه کوي. دا چې د فکر په اړه مو یو څه تر لاسه کړو اوس باید د خیال او خوب تر منځ پوله واضح کړو.
د خیال او خوب لومړی فرق خو هم دا ده چې خیال د انسانانو د تعقل له خوا رهبري کېږي او خوب بیا د انسانو غیر عقلي او په غیر ارادي ډول رامنځته کېږي. استاد لیوال وایي: (تخیل ارادي دی او د عقل له خوا رهبري کېږي او خوبونه بیا غیر ارادي دي چې عقل په کې داخل نه وي، مثال که موږ احمد ووینو نو سم د واره راته یادېږي چې پنځه کاله مخکې مې لیدلی او نوم یې احمد دی او په فلاني سیمه کې اوسېدو. که موږ داسې و انګیرو چې ښایسته غږ لري، سندرې وایي، خلک ورته لاسونه پړه کوي نو دا حقیقت نه لري یوازې زموږ د تخیل د ځواک په مرسته سره یو ځای شوي دي او دې ته خیال وایي.(لیوال – مرکه)
که چېرې موږ ووینو چې د یو کس د اوداسه له کوزې کب جوړ شوی او یا په کب بدلېږي نو دا بیا خوب دی او په واقعیت کې یې ریښه نه شته. که چېرې موږ د خیال او فانتازي ترمنځ توپیر ته پام وکړو د استاد لیوال خبره سمه ده او دواړه یو شان وګڼو، نو بیا خو موږ په پخواني ادب کې هم داسې مثالونه لرو چې په واقعیت کې نه و او نه یې امکان و، لکه د انسان وزرې چې پرې الوزي او یا لکه د ښامار سره جنګ کولو خبره ده چې د خیال او فانتازی ترمنځ فرق کوي.
اسطوره او فانتازي
پورته مو د فانتازي په اړه خبرې وکړې چې هغه کیسو ته ویل کېږي چې په پوره ډول تخیلي وي او خپله په فانتازیه کې هم د خیالي او غیر واقعي معنا پرته ده. استاد لیوال یې په پښتو ژبه کې خیال پلو کلمه معادل بولي. که اسطورې ته راشو اسطوره هغه لرغوني کیسه ده چې خلک یې رب النوعو، قهرمانانو او د نړۍ د پيدایښت په اړه جوړوي او د هغه قوم له کولتور او عقیدې سره اړه لري یعنې په یوه نه یوه ډول دوی پرې باور لري. ولې کله چې خبره بیا د فانتازي شي، نو په دې ډول کې هغه کیسې راځي جوړونکی په پوره ډول خیالي او خیالي نړۍ جوړوي. دا په پوره ډول د لیکوال د ذهن محصول وي او د ټولنې له عقیدې او دین سره یې هیڅ اړیکه نه وي.
اوس اصلي خبره دا ده چې زیاتره وخت موږ په لیکلو کې د فانتازیه او اسطورې ترمنځ کرښې داسې په مخه کړي یو چې دا را ته نه معلومېږي چې کومه اسطوره شوه او کومه فانتازيه؟ بیلتون یې ځکه سخت دی چې اسطوره او فانتازي د بېلابېلو فورمونو یا ژانرونو نومونه دي. که حقیقت ته ځیر شو نو کولای شو چې اسطوره یوازې له دې هم وپیژنو چې له دین او عقیدې سره اړیکه لري. دا چې موږ پخوانۍ اسطورې په یوه وخت کې هم فاتازیه او هم اسطورې دي، د حیرانۍ خبره نه ده ځکه چې منځپانګه کله، کله مشترکه هم راتلای شي.
د خیال او فانتازي پیل
ماشومان ژوند او طبیعت ته د خپلو خیالونو له عینکو ګوري او دا عمر همدا سې دی چې ماشوم ته خپل مور او پلار د نړۍ تر ټولو قوی انسانان ښکارېږي، د وړو نانځکو له واده دومره خوند اخلي، لکه د رښتیا له واده چې اخلي او د انسان دا عمر د خیال سره د ژور تړون عمر دی او له دې وروسته بیا د انسان د عقل یا تعقل مرحله شروع کېږي چې انسان زیات شیان او په هغوی پورې اړوندې پوښتنې د عقل په واسطه حل کوي. درېیمه دوره یا مرحله بیا د تجربې مرحله ده چې انسان هره پوښتنه د ساینس او تجربې له مخې حلوي.(اګست کانت ، فلسفي نظریه، ویبپاڼه)
د ا چې موږ د انسان عمر له پیدایښته تر لویوالي پورې درې مرحلې کړی، بشري یا انسانۍ ټولنه هم په درېیو مرحلو ویشلای شو. د انساني ټولنې لومړۍ مرحله هغه ده چې لا د انسان مرستې ته عقل او تجربه نه وه راغلې نو را پیدا شوې ستونزې او پوښتنې يي د خیال او تخییل په مرسته ځوابولې. دا چې ولې انسان دا وړ پوښتنې ځوابولې یو علت یې دا ده چې انسان هر نوي شی وویني او ورسره مخامخ شي، نو د حیرانتیا سبب یې ګرځي او دا حیرانتیا یې پېژندلو ته تحریکوي او د دې پدیدې له پیژندلو وروسته انسان ته روحي او ذهني سکون پيدا کیږي.
انسان چي لومړی له هرڅه سره مخ شوی دی، د خپل سکون لپاره یې ورته د خیال په مرسته کیسې جوړې کړې دي او د خپل ذهن سکون یې حاصل کړی دی. دوی به ویل چې کله ځمکه شنه او زرغونه وي، نو د طبیعت واګې د خدایانو په لاس کې وي او کله چې وچه او له قحطي سره مخ وي نو د طبیعت د واک واګي د شریرو قوتو نو لاس ته ورغلي وي. همدا خبره وه چې د هغې زمانې پوهانو میتوس او لوګوس کلمې یو د بل ضد وګڼلې او له دې وروسته کیسې چې له خدایانو سره تړلې خیالات پکې راخیستل شوي و میت وبلل او دا پوهه یې د میتولوژي په نوم یاده کړه.(لیوال، اسطوره، ۱۳۹۶، مخ۲۲)
د فلسفې اثر په اساطیرو او فانتازي
کله چې وار د عقل را ورسیده نو فلسفې د اساطیرو او فانتازي طرز او تفکري دوره محدوده کړه خو ولې ختمه یې نه کړه، ځکه چې فلسفې هم د انسانانو د زیاتره پوښتنو ځواب نه درلود نو انسانان بیرته مجبور شول چې د خیال او فانتازي لمن ته ځان ورسوي او د ابهام په توره تیاره لوبه کې په حقیقت پسې پل واخلي. په دریم ځل تجربوي علم د فلسفې او اساطیرو لمن ور ټوله کړه، خو څرنګه چې انسان له فلسفي او تجربې وړاندې له اساطیري طرز او تفکر سره ژوند کړی، نو د پخواني انسان د اساطیرو د طرز تفکر تت سیوری اوس هم د معاصر انسان په لاشعور کې شته او د اساطیرو پوهان اساطیرو ته ټولنیز خوب وایي.
څنګه چې انسان ویر، غم په خوب کې په سمبول بدلوي همداسې د ټولنې کیفیت هم په اساطیرو کې جلوې کوي. اساطیر له بېلابېلو موضوعاتو غږیږي، لکه طبیعت، مرګ او ژوند په اړه، د خدایانو په اړه، ځینې انسانان چې مافوق بشري خواوې لري، لکه د ګیلګمیش چې دوه برخې خدایان او یوه برخه انسان دی. د اساطیرو په کیسو کې دا هم راغلي چې اسماني او ځمکني خدایان د بشر لومړي پلرونه دي. د انسان په ګنا اسماني خدایان غوسه کېږي او پهلوانان به یې د خدایانو زامن بلل. اساطیرو ته به پخوانیو د بدوی انسان کیسې ویلې خو اوس پوهان وایي چې دا ریشتیا هم بوختونکې کیسې وې خو یو زیات شمېر یې د مهمو موخو او هدفو لپاره ایجاد کړې وې .
د اساطیرو کیسې موږ د طبیعت او ژوند پر ماهیت پوهوي ځینې یې بیا دا رازده کوي چې د ځان او ټولنې لپاره څه کول په کار دي، لکه د قهرمانانو کیسې چې موږ ته دا را زده کوي چې د ژوند کولو لپاره باید له سختو حالاتو سره مبارزه وشي، لکه انکیدو چې کله مړ شو نو ګیلګمش یې په مرګ زیات خپه او غمجن شو نو په دې خاطر د یوه ابدي ژوند په لټه کې سو او کوشش کاوه چې د ابدي ژوند راز کشف کړي. بله کیسه د اشیل ده چې د بدن په هیڅ برخه یې غشي کار نه کوي او یوازې پونده یې له دې حالاته استثنا ده او همدا پونده یې د مرګ لامل کېږي.
په یوناني ادب کې د فانتازي پیل
د هنري ادب په تاریخ کې موږ لومړی له فانتازي سره اشنا کېږو. په پخواني یونان کې چې د ټولنې له پراختیا سره هنر او ادب هم پراختیا وموندله نو د ادب بنسټ هم په فانتازي ولاړ و. یونانیانو د خپلو ذهني سویې سره سمې افسانې جوړې کړې چې د هنري ادب خورا ښه پانګه ده .کارل مارکس وایي: د یونان میتولوژي نه یوازې د یونان د هنر جبهه خانه ده بلکې د هنر لپاره یې زمینه برابره کړې. د یونان د هنر سریزه میتولوژي ده. د یونان په ادب کې ایلیاد او اودیسه ، خدایان او ارباب الانواع داسې مجسم شوي دي لکه د ځمکې وګړي چې د خلکو په ښو او بدو کې ګډون کوي او د ځمکو د وګړیو غوندې يې تېروتنې نیول کېږي او غندل کېږي ، یو د بل په وړاندې ناکام او بریالي بلل کېږي.(دوست شینواری، ۱۳۶۵ل،۸۷مخ)
په اوسني شکل فانتازیه د دوو پېړیو په شاوخوا کې عمر لري، پخوانی شکل یې د ګیلګمش حماسه او ان د انسانانو لومړۍ لیکنې فانتازي او اسطورې په ډول را څرګندې شوې دي چې وروسته یې د بشر د ادبیاتو لویه برخه ونیوه، لکه اودیسه، مهابهارتا، زر او یوه شپه او د فردوسي شهنامه. نوې فانتازیه په لومړي ځل د اسکاتلنډي رومان لیکونکي، مک دونالد په رومانونو کې لیدل کېږي لکه شهزۍ، ګوبلین، فانتاستس، له دې وروسته موږ د ویلیام رومان(چاهي در انتهای جهان) په ۱۹ مه پیړۍ لیدلی شو.( فانتازیه څه شی ده، ویبپاڼه)
فانتاي په اوسني عصر کې هم شته خو د پخوانې فانتازیه سره توپیر لري. دا چې د پخوانۍ او اوسني فانتازي ترمنځ د برید کرښه په کومه برخه کې یو له بل سره بېلوي په دې ډول دي:
په پخواني عصر کې ارباب الانواعو ته د ځمکې د وګړو خصوصیت ورکړل شوي دي، چې موږ او تاسې د لرغوني یونان په زیاتره هغو کیسو کې لیدلی شو چې په ایلیاد او اودیسه کې رواړل شوي دي. په یوناني فرهنګ کې زیاتره ارباب الانواعو داسې ځانګړنې درلودې چې د انسانانو په شکل به یې د ټولنې په شر او خیر کې په پراخه کچه برخه اخیسته. په نوي عصر کي د ځمکي اتلانو ته خارق العاده اسماني ګډ خصوصیت ورکړل شوي دي. که موږ او تاسې د خپلو نیکونو او پخوانیو خلکو څخه په را پاتې داستانو او نکلونو کې وګورو نو هلته زیات وخت د اتل لپاره داسې ځانګړنې راغلې دي چې د ځمکې وګړي نه لري بلکې یوازې خارق العاده او ماورالطبیعي شکل لري.
د فاتنازي ډولونه
تر اوسه پورې چې په ادبیاتو کې په فانتازي شکل کوم اثار لیکل شوي دي او د ژوند ریښتنی اړخ یې ترسیم کړی دی په درېیو برخو ویشل شوې دي. لاندې درې ډوله د استاد دوست شینواري له اثر د ادب تیوري اساسونو څخه د الفاظو په بدلون سره دلته را اخیستل شوي دي:
اتوپیک تمثل: دا د فانتازیه یو مهم ډول ده، لکه د توماس مارد اتوپیه چې معنا یې ده ((هیچېرې نه شته)) داسې ټولنه ترسیموي چې خیالي موجودات لري او په دې نړۍ کې هیڅ نه شته او د همدې اتوپیا په خاطر توماس د سایبریا په یخونو کې زیاتې شکنجې وزغملې.
علمي فانتازیه: پوهان د علم او تخنیک له کړکۍ راتلونکی ژوند بیخي په نوي فورم ویني او هغه په هنر او ادب کې تمثلوي. په دې فانتازیه کې انسان ځای نه لري بلکې د انسان ځای ماشین نیولی دی. دې فانتازي په لویدیځ ادب کې پرمختګ کړی چې لیکوال انسانان خپلو مخربو کړنو ته متوجې کوي، لکه انسان د کیهانونو د تسخیر لپاره علمي فانتازي کوي.
اوس مهال که موږ او تاسې د نړۍ په کچه د ادب دې برخې ته چې ساینسفکش ادب ویل شوی دی په حقیقت کې د فانتازي برخه ده چې د علمي فانتازیه په نوم یادیږي. ولې تر اوسه پورې زموږ خلک لا له دې څخه خبر نه دي چې د ساینسفکشن ادب برخه له فانتازي څخه بېله کړي. د دوی ترمنځ د بیلتون زیاتې نرۍ کرښې پرتې دي.
د ولسي ذهنونو زېږنده فانتازي: د ځمکې او اسمان د قوتونو تر مینځ د دیوانو ،ښاپیریانو په نامه یوه بل ډول فانتازیه ده چې د ولسي ذهن زیږنده ده چې د ځمکې او اسمان ګډ خصوصیت لري. (دوست شینواری، ۱۳۶۵ل، ۸۸مخ)
په ولسي فانتازي کې زیات وخت موږ د خپلې ټولنې د هغو دودونو په خلاف چې زغم یې د انسان له وسه پورته او یا یې مخنیوی هم نن ورځ دومره ستونزمن دی چې د ټولنې زیات هوښیار وګړي هم د مرګ له ګواښ سره مخامخ کوي. په ولسي نکلونو کې به مو زیات کلمې اورېدلي وي چې دوه مین یو له بل سره د مینې په جرم وژل شوي وي خو دوی له مرګ وروسته هم یو د بل قبر ته ورغلي وي چې په وار وار یې بیرته قبرونه سره بېل شوي دي. وروسته خلک اړ شوي دي چې دوی ووایه دا حقیقي میینان وو نو بېرته یې په یو قبر کې خښ کړي دي. په حقیقت کې دا د خپلې ټولنې په وړاندې یو بغاوت دی چې د داستان په شکل یې ورکړی دی تر څو د خپل زړه خبره وکړي.
د فانتازي علمي ارزښت
د ارواپوهنې د علم له مخې فانتازي تش خوبونه او خیال پلونه نه دي چې په انساني ژوند کې هیڅ ډول ارزښت او ګټه ونه لري بلکې دا فانتازي ده چې انسان ترې په خپل ژوند کې د ساعت تېرۍ، د افکارو انحراف، ډار، انګیزه او له نوښت سره مرسته کول دي.(ارزش فانتازي، ویبپاڼه)
دا اوس مهال به تاسې ته په معاصرو فانتازيکي فلمونو کې څرګنده شوې وي چې د نړۍ د پرمختګ لپاره علم او ټیکنالوژي ته لوري، هر وخت د ولسي پوهې یا د فانتازي پر مټ ورکول شوی دی. دا ډول داستاني ادب یعنې دا ډول کیسې او ناولونه له ټولنې سره مرسته کوي چې له راتلونکو ستونزو څخه خبر شي او د مخنیوي لپاره لارې چارې وګوري. ښايي د فانتازي پر مټ را منځته شوې سکالو په راتلو کې وخت کې په نړۍ کې ولیدل شي او یا یې هیڅ درک ونه لګیږي خو د انسان سره د نور پرمختګ سوچ او فکر پیدا کوي.
له فانتازیه ډکې کیسې، فلمونه او ناولونه د ټولنې د پرمختګ وړاندیزونه په هنري ژبه کوي چې هوښیار ملتونه کولای شي چې په وړاندیزنو غور وکړي او د ژوند د ښه والي لپاره عملي کړي. په لوېدیځ کې تر اوسه پورې پوهان لا دا ډول فانتاریکي ادب ته د درنښت په سترګه ګوري، په هره یو تمثیل او غیر واقعي موجود یې داسې فکر کوي چې له نن ورځې وروسته ورسره مخامخ کېږی او د مخینوي په تدابیرو او یا یې اصل د هغې نقطې په لټون پسې ځان ستړی کوي چې د امکان تر حده یې شتون وړاندې شوی دی. دا چې دا کار وروسته سمه پایله ورکوي او که نه خو دوی لټون کوي.
لټون يې له دوه برخو هیڅ کله خالي او بې پایلې نه وي یا به د فانتازيک ادب په وړاندونیه هغه کیسه یا سناریو سمه وي او که سمه نه وي دوی یې د کایناتو له نورو رازو څخه حتمي پرده پورته کوي او د انساني ژوند د هوسایني او یا له هغه څخه د را پېښېدونکي خطر د مخنیوي لپاره د حل لارې چارې ګوري.
نن چې موږ د معاصرې نړۍ د پرمختللې ټکنالوژي کومې بیلګې لرو په حقیقت کې اصلي ریښه په پخوانیو فانتازيکي کیسو او داستانونو کې پرتې دي. تاسې به په پخوانیو نکلونو کې داسې خبرې هرو مرو اورېدلې وي چې د یو کس له خپلې معشوقې څخه له غرونو پناه کېږي او تر منځ یې اړیکه بېخي پرې کېږی خو دوی ترمنځ یوه وعده وي چې د څوار لس سپوږمۍ ته به هر کس په لومړۍ ماښام کې یو د بل حال او احوال اخلو. دوی له دې لارې یو له بل سره اړیکه نیوه او ان کله نا کله به یې یو د بل ګیلو ته ځواب پرې وایه. د دې ټولو دې کیسې پایله تر دې را ورسېده چې ان د لرې واټن ترمنځ یو د بل له احوال څخه خبر شي نو د دې ستونزې د حل په موخه لاس په کار شول او نن ورځ موږ زیات داسې وسایل وینو چې له لرې واټن څخه یو د بل احوال تر یوې ثانیې کم وخت نیسي.
که خپلې خبرې په دې ډول را لنډې کړو چې د نننۍ ټکنالوژي تصور او اړتیا بشر مخکې درک کړې وه او دا درک او اړتیا یې په خپلو کیسو او داستانو کې ځای پر ځای کړې وه. د دوی د کیسو د مفکورو او اړتیا برکت وه چې معاصر انسان ته یې د ټکنالوژي فکر ورکړ چې نن یې له برکته نړۍ د یوه نوي پړاو په اوج کې روانه ده.
هغه خبرې چې یو لیکوال یې په ریالیست ډول د ځینو لاملو په اساس نه شي کولای، لیکوال کوښښ کوي چې د فانتازي په شکل یې وړاندې کړي تر څو د وخت له خلکو او حاکمانو ځان وژغوري؛ لکه د توماس مورد اوتوپیا.
په پښتو ادب کې د فانتازي څرکونه
موږ په پښتو ادب کې د فانتازي څرکونه یوازې په ولسي او فلکلوریکو فورمونو کې وینوو .دا ولسي فورمونه داسې موجودات ترسیموي چې اسماني او ځمکني خصوصیات لري چې زیاتره یې ښاپیري او نور خیالي موجودات دي. وروسته زیاترو لیکوالو همدا ولسي کیسې لیکلې او یا یې نظم کړې دي چې د هغه وخت د ټولنې د فکر انځور، د ژوند طرز، د هغوی عقیده او باورونه څرګنده وي. له همدې پیره وروسته موږ په پښتو ادب کې د فانتازي کومه خاصه او ځانګړې نمونه نه وینوو او که وي زما له نظره به نه وي تېره شوې.
په هر صورت په پښتو ادب کې ځینو لیکوالو هڅه کړې ده چې د هغوي له ډلې یو هم د جوجو ناول لیکوال نصیر احمد احمدي دی. په یاد ناول کې یې د فانتازي ښه نمونه وړاندې کړې ده. دا ناول که د فانتازي په چوکات کې واچوي؛ نو د علمي فانتازي په کتار کې رازي. د یاد لیکوال ناول د نورو په خلاف دا ځانګړنه لري چې یوه اسماني موجود ته یي دا خصوصیات ورکړي دي چې ځمکې ته راشي او دلته څیړنه وکړي خو په نورو فانتازیو کې موږ وینو چې انسان ته یې اسماني خصوصیات ورکړي دي او یا یې اسماني او ځمکني ګډ خصوصیات ورکړل شوي دي. نو ځکه وایو چې د نورو په خلاف یې اسماني موجود ته ځمکني خصوصیات ورکړي.
د لیکوال په لیکنه کې د جوجو راتګ ځمکې ته په یوه قناعت کوونکې لاره پرانیزي چې دانسان ذهن یې منلو ته چمتو کیږي. دا چې لیکوال یو قناعت کوونکی دلیل ورته راوړي، نو موږ یې منلو ته تیاریږو، ځکه چې موږ د نویو تحقیقاتو له مخې داسې اسماني موجودات په کیهانونو کې پيدا کړي او یا یې څرک لګیدلی دی چې په ټکنالوژي کې تر انسانانو مخکښ دي او په دې تکل کې دي چې له ځمکې او نورو سیارو سره اړیکه ټینګه کړي. د لیکوال همدا تصور ښايي په راتلونکې په حقیقت بدل شي. که موږ ناول سر تر پایه وګورو خبرې اترې تلوسه او منظرکشي یې دومره ښکلي دي، سړی نه پرېږدي بلې خواته لاړ شي. ژبه یې په ظاهره خندونکې ده خو تر شا داسې یوه پټه ژړا پرته ده چې ان د انسان زړه بوږنوي. د پښتنې کلتور او رواجونو نیمګړتیا یې په پوره ډول روښانه کړې ده او هغه څه یې څرګند کړي دي چې لا هم زموږ په ټولنه کې په درز کې روان دي. د لیکوال لوی کمال همدا دی چې د جو جو د څېړنې لپاره هغه ځمکه خوښه کړي چې د نړۍ له دومره پرمختګ سره بیا هم کي بدلون نه دی راغلی او نه یي څرک شته. په پښتو ادب کې د داسې کیسو او ناولونو لیکل به د ټولنې په ذهني وده کې پوره برخه واخلي او خلک به دې ته اړ کړي چې خپل درانه رواجونه او نیمګړي کلتوري مسایل اصلاح کړي.
پایله
په لوېدیځ کې او سمهال پر دې برخه زیات کار شوی او لا کېږي خو ختیځ په ځانګړي ډول د پښتو ادب برخه د دې کیسو او ناولونو څخه خالي ده او هیڅ کار ورته نه دی شوی. که څوک دلیل وړاندې کوي چې ولسي ادب زیاتې فانتازي کیسې لري، نو ولې خواره ده؟ دلته زموږ په معاصر دور کې زیاتره خلک له تخیل سره یو شان بللی دی، خو حقیقت دا دی چې فانتازي خیال ته ورته او زموږ د ټولنې له خیال پلو سره برابره کلمه ده چې اوس مهال زیاته نه کارېږي پر ځای یې خلک عربي کلمات کاروي.
فانتازیه په پښتو ادب کې تر اوسه پورې په پوره ډول نه ده څېړل شوې او که په اړه یې لیکل هم شوي دي هغه هم له یوه یا دوه مخه پورته نه دي. دا چې فانتازیه په نن ورځ کې د ادبیاتو تر ډول یو مهم بحث دی او له دې سره یې هر اړخ ته پاملرنه د وخت ستره اړتیا ده.
په پښتو ادب کې تر اوسه پورې لا فانتازي د خیال او د تخیل معادل بلل کېږی او که په دې اړه څوک څېړنه هم کوي زیاتره وخت یې ټول تخیلي داستانونه او برخې په فانتازیه کې شاملې بللې دي. له بله اړخه زموږ په روان څېړنیز بهیر کې لا اسطوره او فانتازیه نه دي سره بېل شوي، بلکې دواړو ته په یوه سترګه کتل کېږي. اسطورې هغه کیسو ته ویل کېږې چې د یوه ملت او ټولنې په کولتور او عقیدې پوره یې نیغې اړیکه ولري خو فانتازیه بیا له دې لارې په دې یوه ټکي کې بېلوي چې په دین او عقیدې سره یې اړیکه نه شته.
اوس اصلي خبره دا ده چې زیاتره وخت موږ په لیکلو کې د فانتازیه او اسطورې ترمنځ کرښې داسې په مخه کړي یوو، چې دا را ته نه معلومیږي چې کومه اسطوره شوه او کومه فانتازيه؟ بیلتون یې ځکه سخت دی چې اسطوره او فانتازي د فورم نومونه نه، بلکې د منځپانګې نومونه دي. که حقیقت ته ځیر شو، نو کولای شو چې به اسطوره یوازې له دې هم وپېژنو چې له دین او عقیدې سره اړیکه لري. دا چې موږ پخوانۍ اسطورې په یوه وخت کې هم فاتازیه او هم اسطورې دي.
د پښتو ادب په ولسي کیسو کې د علمي فانتازیه زیاته برخه لیدل کېږي چې زیاتره یې تحریر شوي هم نه دي، خو په را وروسته وختونو یعنې معاصر دوره کې زموږ لیکوالو په دې برخه کې کار نه دی کړی، یوازې ځوانمرګ لیکوال نصراحمد احمدي د جوجو ناول لیکلی دی.
د نړۍ لپاره دراتلونکو خطراتو د مخنیوي او هغو ته د لازمو تدابیرو نیولو لپاره داسې کیسې او ناولونه بېخي اړین دي.
ماخذونه
۱– احمدزی، محمد اصف، په پښتو ادب کې طنز، خپرندوی: د علومو اکاډمي، چآپ ځای: شمشاد مطبعه، ۱۳۹۷ل
۲– لیوال، عبدالغفور، په ادبیاتو کې د اسطورې څېړنه، خپرندوی: د علومو اکاډمي، چآپ ځای: شمشاد مطبعه، ۱۳۹۷ل
۳– شینواری، دوست، د ادب تیوري اساسونه، د چاپ ځای: دولتي مطبعه، ۱۳۶۵ل
۴– احمدي، نصیر احمد، جوجو، چاپ ځای: مومند خپرندویه ټولنه جلال اباد، ۱۳۹۲
۵– لیوال، عبدالغفور، سمبولیزم، علمي – څېړنیزه پروژه، ketabton.com۱۳۹۰
۶– Duignan, brain. 17jun 2025, take time oct,01, 2025 http://www.britannica.com/topic/law-of-three-stagess )
۷– زریاب، درانی. لیکوال او څېړونکی. ۴۰کلن، دوکتور، موضوع: (فانتازیه)، ، مرکه کوونکي: محب الله وخت: ۱۳۹۹/۱۱/۱۲کال.
۸– لیوال، عبدالغفور. د افغانستان د علومو اکاډمي پخوانی غړی، ۵۲کلن، موضوع🙁فانتازیه، خیال، تخیل،تخییل)، مرکه کوونکي: محب الله ، وخت: ۱۳۹۹/۱۲/۱کال.
اخیستنه: ۱۴۰۴/۱/۱۲ اخیستځای https://www.laklakbook.com۹– لیکوال(…) فانتزی چیست،
۱۰– (سیمه صفدري، جهان،خلاقیت وتخیل،اخیستنه:۱۴۰۴/۴/۲۴ . اخیستځای www.jangal.com)
۱۱– لیکوال(…) ابادیس انلاین ډیکشنري، اخیستنه: ۱۴۰۰/۱/۵)
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
