لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۴۰۱مه برخه

آصف بهاند

29

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۴۰۱مه برخه

دا دی یوځل بیا گران دوست او د لنډیو د راټولولو په کار کې زما دایمي همکار عبدالعزیز نایٔبي مهرباني کړې ده او څو راټولې کړې لنډۍ یې را لیـږلې دي، په پیل کې یې داسې راته لیکلي دي:

ګران استاده سلامونه درناوی!

دا هم څو لنډۍ :

زه به یې هم له تاسو درنو لوستونکو سره شریکې کړم:

زړه ته مې خپله مخه ورکړه

لکه ماشوم اوس په ټوپو راڅخه ځینه

زړه مې څلور ځایه سوری دی

هره ټوټه یې استغفار نارې وهینه

د بل وطن اشنا رایاد شو

د سپرلي ګل مې له کمڅو نه ولوېدنه

د سپنې خولې وږی دې نه یم

د ژاولې ټک دې په زړګي ویشتلی یمه

د اماراتو په قانون کې

وړکي یې ښځي کړي، مړۍ پرې پخوینه

د لېوني په زړه به څه وو

وروستي دیدن کې یې په شا راوکاتنه

د مازدیګر خوندونه لاړل

په جدائي د اشنا وران شول محفلونه

ما ته واده مه کوه مورې

ښځې له مېندو نه زامن جدا کوینه

مرګی د سترګو کونج ته راغی

ما وېل سلام دی، ده وې کور دې ړنګومه

مرګیه څه لړه دې وکړه

دغسې لړه د رمو لېوان کوینه

له یاره زړه صبرول ګران دي

په دریابونو کرښې چا راکښلي دینه

بوټی خو نه یم چې لمبه شم

د عشق په اور به غوښې ورو، ورو وریتومه

بېلتون سودا راسره وکړه

غوښه یې پرې کړه، تش هډوکي پاتې شومه

پاس په بنګله کې فریاد خېژي

یا څوک ناروغ دی، یا د یار له غېـږې ځینه

په زړه مې تور چونجی لګیا دی

د خوشحالۍ غوښه ترې خوري، د غم پرېـږدینه

په اخرت خوار شې ریباره

په ایرو پټ اور دې لیده، پرې ودې سومه

په نه خبره، مروره

واوره خبره، زه دې نه پخلا کومه

پېکی دې پولې، پولې جوړ کړه

ما پرې باغوان کړه، چې ګلان پرې وکرمه

پردی وطن دی، ماخستن دی

له پرهرونو نه سندرې جوړومه

حساب به کېـږي محشر شته دی

جانان له بدو نه ګیډۍ تړلي دینه

خال دې پیلوټ، مخ طېاره ده

په زخمي زړونو، غورځوي نپال بمونه

قصابه تبر به دې مات شي

زما هډوکي بېلتانه وچ کړي دینه

که یادول دې په پیسو وای

له پاکستانه به زه زیات قرضداره ومه

که وای خبره، ملنګ ټګ دی

ما به کچکول له ایرو ډک ورکړی ونه

کله به راشې په ژوند ورکه

زما له سترګو نه تور ځي، ړنده به شمه

وریژې دې نه خورمه، مړه یم

ما له لالي سره کولچې خوړلي دینه

یو وارې بیا په دې لار راشه

چې په ما ړنګه دنیا بیا اباده شینه

نصیبه سترګې دې بیا سرې دي

ما ته دې بند موټي کې څه نیولي دینه

نصیب مې نه‌شوې کلیوالې

سوال د مرګي راته کوه چې خاورې شمه

ستا یارانه اور او اوبه ده

اور مې سیزي، اوبه مې ښکته ډوبوینه

سترګې مې تا ته تورولې

چې ته رانغلې په ټیکري یې پاکومه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۴۰۰مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320