لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۰۰مه برخه

آصف بهاند

28

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۰۰مه برخه

ولې به نه‌ژاړمه خلکو

چې پروطن مې دوښمنان لوبې کوینه

دا بدمرغي نه‌ده، نو څه ده

چې ورور د ورور مرگ ته ټوپک اخیستی‌وینه

چې د پامیر سرک مې جوړ‌شي

په تور پنجاب باندې به بل‌شي سره‌اورونه

پر بند نمبر دې خاورې واوړه

د شبکې کیسې مې زړه سوری کوینه

د لنډیو د دې برخې له‌پاره لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:

راشه وروستی دیدن مې وکړه

وخت مې پوره دی، زه پرځان پوه شوی‌یمه

زړه کې می تورښامار دیره دی

د خوشحالۍ وینی ترې څکي، د غم پریـږدینه

زما له غمه خبرمه‌شې

او که خبرشوې، وابه‌نه‌خلې قدمونه

دا بدمرغي نه‌ده، نو څه ده

چې ورور د ورور مرگ ته ټوپک اخیستی‌وینه

د کلی لاره مو یوه ده

د محبت لارې مو بېلې ـ بېلې دینه

د محتاجۍ ژوندون مې ولید

خیرن پیرن په میدانو کې تاوېدمه

د اختر نوم اخیستی نه‌شم

رانه چاپیر دي یتیمان ببرسرونه

د جدایي عذاب دې سخت دی

بلې سکروټې مې پرزړه نیولې‌دینه

غږ مې راوران شو، نه چليـږي

ستا د سينې لونگ مې ټول خوړلي‌دينه

غربته ورک شې، رنگ دې ورک‌شه

گلاب ـ گلاب ځوانان محتاج ژوند تېروینه

خبر مې کله کله اخله

د غم اوبه مې تر مرۍ راغلي‌دینه

خدای چې څه‌کړي، هغه به کېـږي

هسې نـیـتـونــه زمــا و ستـا مـالــومـویـنـه

خلکه په ما کې گناه نه‌شته

گناه د وخت ده چې یې زه مجبوره کړمه

چې مې په جیب کې دولت ډېر و

خپل خو لا پرېـږده، د پردو خپل شوی‌ومه

چې د پامیر سرک مې جوړ‌شي

په تور پنجاب باندې به بل‌شي سره‌اورونه

جانان چې بیا بېرته راگرځي

د جدایۍ لمبو بې سوي‌وي ملکونه

جهان به ټول په وینو سورشي

که له زخمي زړگي نه پورته کړم لاسونه

ځمکه هغه، اسمان هغه دی
لارې کوڅې مې د جانان بدلې دینه

ما درنه تمه د ټول ژوند کړه

تا نیمه‌خوا په نیمه‌لار کې پرېښومه

ما ورته واک د خپل‌ځان ورکه

ظالم اشنا مې د قصاب دوکانه ته وړینه

لالی مې پټې سترگې درومي

لکه چې شنې بنگې یې بیا خوړلې‌دینه

لوری د یار مې مالوم نه‌کړ

پردو کوڅو کې پسې ډېر وگرځیدمه

لیدل کتل چې په کې نه وي

خدای دې په تشه یارۍ اورولگوینه

ولې به نه‌ژاړمه خلکو

چې پروطن مې دوښمنان لوبې کوینه

وطن له ما نه پاتې‌شوی

لکه مرغۍ پر ډکو شپې سبا کومه

ته به ویده شې، خوب به وکې

ما خو د تا غمونه خوب ته نه پرېـږدینه

ته به حجره په حجره گرځې

ما ته ډاکتر د خوب گولۍ لیکلې دینه

پر بند نمبر دې خاورې واوړه

د شبکې کیسې مې زړه سوری کوینه

په کتو مینه نه‌ماتیـږي

څو یې له دنگې‌غړۍ تاو نه‌کړې لاسونه

پښتو به ولې نه ورانیـږي

جـگې‌شمـلې پـښتانه ډمې‌گـډویـنـه

پرچا د سرو سپینو بارا وي

څوک په پردو کوڅو کې غواړي خیراتونه

که بې له تا مې وخت تېرېـږي

د مځکې سر دې راته سره‌سکروټه شینه

طبیبه زما علاج ستونزمن دی

چړې ـ چړې باڼه مې خښ په زړه کې دینه

ښکاري چې اوس مې وبایللې

یوغریبي شوه، بل قسمت خولې‌ لگوینه

شیرینې ډېرکلونه تېرشول

له ما نه هېرشول ستا د زنې شنه‌خالونه

یار یې وړوکی مسافرشو

چا به پیغور د غریبۍ ورکړی‌وینه

اخر به خپله په کې گیرشي

څوک چې د مکر دام کې نور راگیروینه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۹۹مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320