نور باید د پردیو د جګړو قرباني نه شو

سردارولي الکوزی

60

نورستان د افغانستان په ختیځ کې پروت یو غرنی او ښکلی ولایت دی چې له پاکستان سره پر فرضي کرښه ګډه پوله لري. دا ولایت د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله له ستراتیژیک پلوه هم ډېر مهم دی. د جمهوریت په شلو کلونو کې د نورستان په ډېرو سیمو کې د حکومت واک کمزوری و او د طالبانو تحریک په ډېرو برخو کې پراخ حضور او کنټرول درلود.

نورستان یوازې د جګړې سیمه نه ده؛ بلکې د افغانستان له هغو ښکلو ولایتونو څخه دی چې لوړې غرونه، شنې درې، سیندونه او طبیعي منظرې لري. په وروستیو کلونو کې ډېر خلک د چکر او تفریح لپاره دغه ولایت ته ورځي.

خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د جګړې خبرونه خپاره شول. دا یوه چریکي جګړه وه چې تر ډېره یې عادي او بې وزله افغان ځوانان قرباني کړل. پوښتنه دا ده چې دا جګړه ولې وشوه، چا پیل کړه او د چا په ګټه وه؟

جنرال ډاکټر یاسین ضیا د جمهوریت پر مهال د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز و. نوموړي تل پر طالبانو نیوکه کوله او د هغوی د وسله والې مبارزې تر شا یې د پاکستان لاس باله. هغه به پاکستان د افغانستان د جګړو له مهمو ملاتړو څخه ګاڼه او د افغانستان پوځ ته یې هم په همدې اړه څرګندونې کولې.

اوس که همدغه کسان له پاکستان څخه د افغانستان پر خاوره د جګړې لپاره حرکت کوي، نو طبیعي ده چې افغان ولس به پوښتنې کوي. که د دې جګړې تر شا له پاکستان سره هر ډول تفاهم، مرسته یا همغږي موجوده وي، نو دا د افغانستان د ملي ګټو پر وړاندې یوه ډېره جدي مسئله ده.

زما د پاکستان په اړه دریځ روښانه دی.

پاکستان د افغانستان دوست نه دی. پاکستان د تېرو پنځوسو کلونو په اوږدو کې د افغانستان په بدمرغۍ او جګړو کې پراخ رول درلودلی دی. د افغانستان د خلکو د وینې، مهاجرت، بې ثباتۍ او ورانۍ اوږد تاریخ له پاکستان سره تړلې ګڼې تجربې لري. افغان ولس دا هر څه هېر کړي نه دي.

موږ د پاکستان له سیاستونو ستړي شوي یو. دا هېواد باید نور د افغانستان په چارو کې د لاس وهلو، د افغانانو د یو پر وړاندې د بل درولو او د جګړو د ملاتړ سیاست پای ته ورسوي.

زه نه وایم چې د افغانستان ټولې ستونزې یوازې د پاکستان له امله دي. افغانستان خپلې کورنۍ ستونزې هم لري، سیاسي اختلافات لري، اقتصادي مشکلات لري او د حکومتولۍ په برخه کې هم ګڼې ستونزې شته. خو دا هم نه شو ردولی چې بهرنیو لاسوهنو زموږ داخلي ستونزې لا پسې ژورې کړې دي.

زما په اند، که افغانان غواړي خپل هېواد له دې بدمرغۍ څخه وباسي، لومړی باید د بهرنیو هېوادونو له سیاسي او پوځي نفوذ څخه ځانونه خلاص کړي. موږ باید خپلې ستونزې په خپله حل کړو.

د طالبانو له حکومت سره ممکن ډېرې سیاسي او ټولنیزې نیوکې ولرو، او زه هم باور لرم چې په افغانستان کې سیاسي مشارکت، د ښځو او نجونو د زده کړو او کار ستونزه، اقتصادي وده، د ځوانانو بېکاري او له نړۍ سره د اړیکو موضوعات باید جدي حل شي.

خو دا ټولې ستونزې باید د افغانستان دننه د افغانانو ترمنځ حل شي، نه دا چې د حل لپاره مو بیا د پاکستان دروازې وټکولې شي.

زه د طالبانو له حکومت څخه غواړم چې د افغانستان کورنیو ستونزو ته جدي پام وکړي. ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، د هغوی لپاره فابریکې او تولیدي مرکزونه جوړ کړي، د زده کړو زمینه پراخه کړي، له نړۍ سره سالمې اړیکې جوړې کړي او داسې اقتصادي شرایط برابر کړي چې یو بې وزله افغان ځوان د څو پیسو لپاره د جګړې لیکو ته اړ نه شي.

موږ باید پوه شو چې ډېر هغه ځوانان چې جګړې ته ځي، اصلي ستونزه یې فقر او بېکاري ده. یو بې وزله انسان کله ناکله د ژوند د مجبوریت له امله داسې لارې ته ځي چې خپله یې هم نه غواړي.

زه باور لرم چې ډېر دغه ځوانان د پاکستان له سیاستونو سره مینه نه لري؛ هغوی افغانان دي، خپل وطن او عزت غواړي، خو فقر یې مجبوروي.

له همدې امله باید د افغان ځوان لاس د ټوپک پر ځای په کار ونیول شي.

پاکستان دې نور افغانستان د خپلو سیاسي موخو لپاره نه کاروي. افغانستان دې نور د پاکستان د نیابتي جګړو میدان نه وي. افغانان دې نور د نورو هېوادونو د ګټو لپاره یو د بل وینې نه تویوي.

او جنرال صاحب یاسین ضیا!

که پرون مو پاکستان د افغانستان دښمن باله، د طالبانو د جګړې تر شا مو د پاکستان لاس باله او افغانانو ته مو ویل چې پاکستان زموږ پر وړاندې نیابتي جګړه کوي، نو نن که له هماغې خاورې څخه د افغانستان پر وړاندې وسله وال حرکت کېږي، باید د دې موضوع په اړه روښانه ځواب ورکړل شي.

افغانستان د هیچا د شخصي سیاسي جګړې میدان نه دی.

که جګړه له دننه وي، افغانان به پرې خپل تحلیل کوي؛ خو که څوک د افغانستان پر خاوره د یوه بهرني دښمن له کوره برید کوي، نو افغان ولس حق لري چې پوښتنه وکړي: دا جګړه د چا لپاره ده؟ پیسې یې له کومه دي؟ وسلې یې له کومه دي؟ او څوک یې تر شا ولاړ دي؟

هغه بېچاره افغان ځوان چې په جګړه کې وژل کېږي، د هېڅ جنرال شخصي ملکیت نه دی. هغه د یوې افغانې کورنۍ زوی دی؛ مور او پلار لري، اولادونه لري او د ژوند حق لري.

موږ پنځوس کاله جګړه ولیده.

نور بس دی!

افغانستان سولې، کار، تعلیم او پرمختګ ته اړتیا لري، نه نورو نیابتي جګړو ته.

پاکستان دې خپل لاسونه له افغانستانه لرې کړي، افغانان دې پرېږدي چې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي.

موږ نه د پاکستان خیرات غواړو، نه د هغه نیابتي جګړه او نه د هغه سیاسي نسخه.

افغانستان د افغانانو دی او د افغانستان راتلونکی باید افغانان په خپله وټاکي.

ملګري ملتونه؛ د سولې سازمان که سیاسي منډوی؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320