اروپا کې د افغانانو اوسنی وضعیت؛ د جګړو قربانیان او د بې‌برخلیکۍ درد

لیکوال: سردارولي الکوزی

56

افغانستان هغه هېواد دی چې له څو لسیزو راهیسې د جګړو، سیاسي بدلونونو او بې‌ثباتۍ قرباني دی. په ډېرو هېوادونو کې د حکومتونو بدلون یوه عادي سیاسي پروسه وي، خو زموږ په هېواد کې له بده مرغه د هر نظام له بدلېدو سره د انتقام، ځورونې او بې‌باورۍ نوې پاڼه پرانیستل شوې ده.

کله چې د طالبانو لومړی حکومت ړنګ شو او جمهوریت رامنځته شو، د پخواني نظام ډېر پلویان وځورول شول، زندانونو ته واچول شول او ځینو خپل ژوند هم له لاسه ورکړ. وروسته چې جمهوریت سقوط وکړ او طالبان بیا واک ته ورسېدل، همدا کیسه یو ځل بیا تکرار شوه. دا هغه دردناکه لړۍ ده چې له څو لسیزو راهیسې زموږ د هېواد سیاسي او ټولنیز ژوند اغېزمن کړی او د ملي پخلاینې پر ځای یې د بېلتون او کرکې فضا پیاوړې کړې ده.

د وروستیو تحولاتو له امله زرګونه افغانان اړ شول چې خپل هېواد پرېږدي. ځینې د امنیتي اندېښنو له امله او ځینې د اقتصادي ستونزو له کبله اروپا ته کډه شول، ځکه په هېواد کې بې‌کاري، بې‌وزلي او اقتصادي رکود د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی و.

پنځوس کلنې جګړې یوازې ودانۍ نه دي ورانې کړې، بلکې د ټولنې پر فکر، قانون، کلتور او د انسانانو پر روان یې هم ژور اغېز کړی دی. داسې نسلونه را لوی شوي چې د جګړې، تاوتریخوالي او بې‌ثباتۍ په چاپېریال کې یې سترګې پرانیستې دي. طبیعي ده چې د داسې اوږدې جګړې ټولنیزې او رواني پایلې به د کډوالۍ په ژوند کې هم له خلکو سره وي.

په اروپا کې ډېری افغان کډوال له اوږدې مودې راهیسې په کمپونو کې ژوند کوي. که څه هم د استوګنې، خوراک او لومړنیو اړتیاوو اسانتیاوې ورته برابرې وي، خو د کلونو کلونو لپاره د قانوني اسنادو او د کار د اجازې نشتوالی هغوی له سختې بې‌برخلیکۍ سره مخ کوي. همدا حالت د ډېرو کسانو پر روان منفي اغېز کوي او ځینې یې له ژورو رواني ستونزو سره مخ کېږي.

د اندېښنې وړ خبره دا ده چې کله د دغو کسانو د رواني ستونزو په اړه اړوندو ادارو ته خبر ورکول کېږي، ډېر وخت لازم او پر وخت اقدام نه ترسره کېږي. خو که وروسته یو رواني ستونزمن کس جرم ترسره کړي، د هغه د عمل منفي اغېز د ټولو افغانانو پر نوم پرېوځي. دا نه عادلانه ده او نه هم د ټولنیز انصاف له اصولو سره سمون لري.

باید ومنو چې جرم د یوه فرد شخصي عمل دی، نه د یوه قوم، ملت یا ټولې کډوالې ټولنې. هغه زرګونه افغانان چې په اروپا کې د قانون درناوی کوي، کار کوي، زده کړې کوي او د ټولنې د پرمختګ لپاره هڅې کوي، باید د څو محدودو کسانو د کړنو قرباني نه شي.

له همدې امله، د افغانانو له مشرانو، فرهنګي او ټولنیزو فعالانو او د ټولنو له استازو څخه هیله کوم چې د اروپايي هېوادونو، په ځانګړې توګه د جرمني، له اړوندو ادارو سره د قانوني لارو دا موضوع شریکه کړي. د هغو کډوالو د رواني وضعیت، د کمپونو د اوږدمهاله ژوند او د قانوني اسنادو د ځنډ ستونزې باید په جدي ډول وڅېړل شي، ځکه د دغو ستونزو حل نه یوازې د افغان کډوالو، بلکې د کوربه ټولنو په ګټه هم دی.

افغانان د جګړو قربانیان دي، نه د جګړو غوښتونکي. اوس وخت رارسېدلی چې د انتقام پر ځای د عدالت، د کرکې پر ځای د تفاهم او د بې‌برخلیکۍ پر ځای د انساني کرامت لپاره ګډ کار وشي. یوازې په همدې لار کولای شو د یوې روښانه راتلونکې هیلې ژوندۍ وساتو.

د بریتانیا تر پردې شاته اوسنی سیاست

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.