د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ پینځمه برخه

ژباړه: بریال حبیبي

50
د انسانانو هڅې یا مال کم مه حسابوه!
لیکنه: استاد الحاق جوادي
کله نا کله ظلم داسې پېښ شي، چې آن د هیچا ور پام کېږي لا نه او که یې څوک وکړي، نو نوم پرې هم د ظلم نه ږدي؛ د بېلګې په ډول:
کله چې د کوم کس ګاللي شوي زحمتونه کم وبولې، کار یي بې ارزښته وښایې او یا یې حق تر هغې اندازې لږ حساب کړې، چې څومره دی؛ قرآنکریم په ډېر دقیق ډول همدې ټکي ته نغوته کوي، وایي:
((وَلَا تَبۡخَسُوا ٱلنَّاسَ أَشۡیَآءَهُمۡ)) (اعراف/۸۵)
یعني:
او د خلکو توکي (د پېرلو پر مهال)، (تر خپلې اصلي اندازې) مه کم او مه بې ارزښته ګڼئ!
((بَخس)) یعني:
د یو چا حق راکمول:
که هغه تول کې کم شي،
که په نه بیه ترې وپېرل شي،
که یې زحمت هیڅ وګڼل شي او یا یې حق پایمال شي…؛ دلته یو بل مهم ټکی هم د یادولو وړ دی او هغه دا چې:
که چېرې وایې:
هسې دې وخت ضایع کړی او یا دا اوس څه دي؟
نو یوازې ترسره شوي کار ته نه، بلکې هماغه انسان ته دې هم ارزښت نه دی ورکړی؛ قرآنکریم فرمایي:
خلک د هغوی په کارونو ټیټ مه راولئ!
ځکه که چېرې د کوم کس زحمت، کار، هنر یا شتمني کمه وګڼې، نو په حقیقت کې دې هغه هم کم ګڼلی او دا له دې امله چې:
هماغه کار د یوه انسان د وخت، عمر او فکر محصول دی؛ د بېلګې په ډول:
ټولګیوال مو په یوه پریزینټېشن خوارې کښلې، خو چې څنګه یې وګورې، نو سمدستي وایې:
وۍ سړیه، دا اوس څه شی دی؟
دا بخس دی؛
یو چا د ډلییز کار د ترسراوي مشري کړې، خو ته یې نوم نه اخلې؛ دا هم بخس دی.
غواړې څه شی وپېرې، خو د ارزانه پېرلو په نیت قصداً د جنس کمزورۍ بیانوې؛ دا بخس دی؛
په کور کې:
د یو چا تر زحمت او ستړو نالیدلی تېرېږې، دا هم بخس دی.
قرانکریم ولې دا بحث دومره جدي نیولی؟
ځکه هغه ټولنه چې په هغې کې زحمتونه هیڅ بللي کېږي، حقوق نیمایي اداء کوي او انسانان یې د ارزښت نه درلودلو احساس لري، ورو ورو فاسده کېږي؛ له همدې امله د آیت دوام هم داسې دی چې:
((وَلَا تُفۡسِدُوا۟ فِي ٱلۡأَرۡضِ))
حق خوړنه که آن هره څومره کمه او هر څومره پټه وي، د فساد ريښې ټینګوي.
تمرین:
نن دې خیال وي چې:
د خلکو حق پوره ورکړې،
د کوم کس ستړو ته په سپکه سترګه ونه ګورې او
که چېرې یې کوم کار ارزښت لري، ستاینه یې وکړې.
یوازې دا جمله یاده کړه چې:
حق دې همدا دی، آن که چېرې زما په ګټه یو بل څه وي؛ دا یعني:
هم باادبه یې، هم انصاف داره او هم د قرآنکریم له لارښوونو سم ژوند کوې!

 

د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ څلورمه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.