د خدای پر ځمکه په تکبر مه ګرځه!
لیکنه: استاد الحاق جوادي
کله نا کله که انسان بریالی کېږي، څو کسه یې تشویق کړي او یا داسې فکر کوي، چې تر نورو ډېر پوهېږي؛ نو دغه وخت یې په زړه کې ډېر ورو او بې غږه یو نوی احساس هم راپورته کېږي:
غرور!
قرآنکریم همدې شېبې ته اشاره کوي، وایي:
((وَلَا تَمۡشِ فِي ٱلۡأَرۡضِ مَرَحًاۖ)).(لقمان/۱۸)
یعني:
پر ځمکه په خیال او غرور مه ځه!
((مَرَحًا)) په عربي کې په غرور سره پر لاره تللو او هغه حالت ته ویلی کېږي، چې انسان فکر کوي تر نورو لوی دی؛ په لاره داسې مغرور او ورو تېرېږي، چې نور یې وویني؛
خو قرآنکریم کې څښتن تعالی ورته فرمایي:
((إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخۡتَالٖ فَخُور))
یعني:
الله هیڅ یو په ځان غره (مختال) او فخر کوونکی (فخور) نه خوښوي؛ یعني څښتن تعالی وایي:
بریالی اوسه، ځواکمن اوسه، پرمختګ وکړه او…؛ خو؛
غرور نه؛
ځکه غرور دې زما له سترګو څخه اچوي.
غرور یوه پټه ستونزه لري:
ورو ورو راځي، ورو ورو چلند ته بدلون ورکوي او بیا ناڅاپه انسان فکر کوي، چې تر نورو مهم دی…؛ خو قرآنکریم کې فرمايلي شوي:
ته چې پر کومه ځمکه ګرځې، هغه د څښتن تعالی ده؛ نو ته څنګه د هغه په ملکیت کې په غرور او تکبر تګ کوې؟
تمرین:
هر چېرې چې دې احساس کړل، چلند دې مغروره کېږي؛ نو یوه شېبه فکر وکړه او ووایه چې:
خدایه، ما له غرور نه وساتې؛ وروسته:
عادي روان شه،
په مهربانۍ ځواب ورکړه او
که بریالی شې، نو ووایه:
الحمد لله!
همدا دری قدمه کولای شي، زړه له غرور نه خلاص کړي او چې کله له غرور نه خلاص شوې، لوی څښتن تعالی ته هم ورنږدې کېږې… .
د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ یوولسمه برخه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.