د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ یوولسمه برخه

ژباړه: بریال حبیبي

57
ښې خبرې
لیکنه: استاد الحاق جوادي
تر اوسه دې پام شوی، چې ځینې خبرې لکه د غشي د بنیادم په زړه لګېږي؟
او ددې برعکس:
ځینې جملې بیا که آن ډېرې لنډې هم وي، یو څوک ډېر خوشحاله کوي؛ د بېلګې په ډول:
کله چې یو ملګری وایي:
مه خوارېږې!
او یا ښوونکی، تولګي کې یوازې یاد کړي چې:
شاباس!
قرآنکریم کې ویلي شوي:
((وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا))(بقره/۸۳)
یعني له انسانانو سره، ښې او نېکې خبرې وکړه؛ دا یوه اخلاقي سپارښتنه نه، بلکې د ښې اړیکې د ایجاد لپاره یو طلایي قانون دی.
تمرین:
په کور او یا ښوونځي کې کوم کس ته یوه ښه خبره وکړه؛ مثلا:
مننه، چې ترڅنګ مې یې او یا:
نن دې ډېر ښه کار وکړ!
وګوره، چې د هغه زړه څومره خوشحاله کېږي او ستا لور ته هم څرنګه مثبته انرژي راګرځي!؟
ته څه فکر کوې؟
تر اوسه داسې شوي، چې یوه ساده جمله دې روځ له یوې خوا پر بله  واړوي؟
انتخاب، ستا دی:
کولای شې له کلیمو نه دې د یوه ټپ غوندې ګټه واخلې او یا هاغه طبیب شې، چې پر زړونو ملهم لګوي!
https://af.dawatmedia24.com/?p=188626

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.