زوی نازولی دې اوس مانه ستا پوښتنه کوي
هغه ماشوم نه دی اوس هغه په هرڅه پوهيږي
له دې خبرو نه نهه کاله تير شو
ژوند که خفه وه که خوشحاله تير شو
په وږه تنده کې رالوی مې کړله
په ښو او بد باندې پوی مې کړله
دامې ونه ويل چې ستا پلار مړ شوی
چې په کوم لار په کوم کار مړ شوې
يوه ورځ کورته په ژړا راغله
ساه يې وه بنده وارخطا راغله
هغه مې وليده حيرانه شومه
زه ډيره ډيره پریشانه شومه
ورنه مې وپوښته چې خبره څه ده
حال راته ووايه اخره څه ده
اوښکې يې پاکې کړلې خواته راغله
زما يې ومنله ماته راغله
چې څه خبره وه زه يې اوس کومه
مورې له تانه زه تپوس کومه
ماته دخپل عمر حساب راکړه
زما خبرو ته جواب راکړه
دچا په کور کې زه لويږم مورې
دچا په نوم باندې ياديږم مورې
لار رانه ورک دی راته لار وښايه
زر ماته نوم زما دپلار وښايه
مورې زما په سر قسم ووايه
ټولې خبرې راته سم ووايه
زه جوړ وجود باندې نيم نيم ولې يم
ټولو ملګرو کې يتيم ولې يم
له مانه مخکې په تا څه تير شوي
ژوند کې دی بد او که ښه تير شوي
ستا کوم يو سوال ته زه ځواب ووايم
چې مې دی زړه کباب کباب ووايم
له تانه مخکې په ماڅه تير شوي
دژوند خواږه په ما تراخه تير شوي
يمه مجبوره خواراو زار ووايم
تاته په اړه دې دپلار ووايم
ته وې ماشوم چې پلار دې کارته لاړه
دکار دپاره هغه ښار ته لاړه
پلار دې په لار کې په سفر مړشو
موتړ ټکر وکړو ټکر کې مړ شو
ته يې ارمان وې ترې ارمان پاتې شوې
په پلار دې ګران وی ترې ګران پاتې شوې
اوس خو يتيم يې پرخه پرخه يې ته
زما دوجود نيمايي برخه يې ته
Salgai Ghazal
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.