غزل

سلګۍ غزل

35

ته مې ځان وګڼه چې ځان دې شمه
مل چې دژوند د لوی کاروان دې شمه

ته مې د مینې کلیــمه ووایه
چې زړه ته درشمه ایمان دې شمه

څومره یې خوږ زړه ته مې پريوتلې
ښکليه په تا باندې تاوان دې شمه

پړق د يوې منګولې چرته خيژي
ته زما جان شه چې جانان دې شمه

د حــوا لـــور يم مقدسه يمه
ته ځان کړه ځمکه چې اسمان دې شمه

دزړه په چم کې که دې راکړلو کور
زه به خادمه دمکان دې شمه

ته زما ومنه چې ستا ومنم
دامید باغ شه چې باران دې شمه

چې ستا نشمه نو هیڅ دې شمه
شم لیونۍ په غرو روان دې شمه

ستا د چينار چينار ځوانۍ نه لوګى
زما غزل ځواني درمان دې شمه

سلګۍ غزل ده اوس دبل امانت
سلګۍ ته مه ګوره قربان دې شمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.