د باجوړ ایله جارې

شاه محمود میاخیل

51

کله چې د پاکستان حکومت د دیر او باجوړ نوابي ختمې کړلې، د داود خان صدارت و

په کال ۱۹۶۰ز کې داود خان د سفرې امر وکړ چې ولس د باجوړ په جګړه کې برخه واخلي. هغه وخت غلام فاروق خان د مشرقي رئیس تنظیمه و. د کونړ ولایت په مرکز چغه سرای (اسعداباد) کې لویه غونډه جوړه کړې وه. غلام فاروق خان د غونډې ګډونوالو ته وویل چې د تاسي نه د صحابو کرامو غوندې غزا غواړم.

میرزا غفار ساپی ورجګ شوې و او ورته ویلې و چې د صحابو په وخت کې پیغمبر مخکې او صحابه ورپسې و او په غزاګانو کې برخه اخستله. ته ناست په جلال اباد کې یې او د مونږ نه د صحابو کرامو غزا غواړې. ته مخکې شه او مونږ به درپسې یو. وروسته میرزا غفار د بلخ ولسوالۍ ته فرار یعنې تبعید شو. زه په شپږم صنف کې به وم چې دا قصه مې د هغه نه پخپله اوریدلې وه چې زما پلار ته یې کوله.

هماغه و چې ولس په تش لاس حرکت وکړ او د مشرقي ډیر زیات مهم مشران د باجوړ په جګړه کې ووژل شول. د خاص کونړ یو شمیر سپین ږیرې هم په وژل شوو کسانو کې و.

اوس هم ځیني په دوشنبې، لندن، پاریس، کندهار، کابل او نورو پایختونو کې ناست دي او د خلکو بچي په جنګونو کې وژني. کله چې مونږ وایو چې د جنګ خلاف یو هغه په دې معنی نه ده چې یوازې د طالبانو په ضد د جنګ خلاف یو بلکې د طالبانو لخوا چې جنګ ته لمن وهي، ظلم کوي او پخوایې هم بیګناه افغانان وژل، انتحار او انفجار به کاوه، خلاف یو.

دې کې هیڅ شک نشته چې د طالبانو یکه تازي او ظلم جنګونو ته زمینه مساعدوي.

خو بې له مشروع او قانونمند نظام نه چې هر څوک، که طالبان دي او یا د طالبانو مخالفین جې د خلکو بچې جنګونو ته سوق او تشویقوي، غیر مسوولانه عمل او د غندلو دی.

لکه په جمهوریت کې چې د دوه سرې حکومت خبره کیدله همداسې دوه سري پایتختونه په کابل او کندهار کې او ورسره دوه سرې او درې سرې جبهې نشي کولې چې افغانستان د موجوده بحران او  انزوا حالت نه وکاږي.

د بحران د وتلو لپاره یوازنې لار جنګونه نه بلکې د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام جوړیدو ته زمینه مساعدول اړین دي.

مخکې له دې چې افغانستان بیا د نیابتي جنګونو میدان شي، د یوې واقعي لوی جرګې دایریدل مهم دي چې ولس استازولي وکړې شي او د افغانستان د راتلونکې مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره زمینه مساعده شي تر څو افغانستان حکومت ولسي او نړیوال مشروعیت ترلاسه او د انزوا حالت نه ووځي.

بله هره لار د جنګ او یا د طالبانو موجوده تګلاره او ولس نفې کول، د افغانستان د بربادې او د ولس د تباهې لار ده.

شاه محمود میاخیل

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

د جمهوریت د سقوط نه وروسته د طالبانو،‌ مخالفینو، سیمه ایزو او نړیوالو ابعادو ته کتنه د طالبانو حاکمیت او کړنې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.