د جمهوریت د سقوط نه وروسته د طالبانو، مخالفینو، سیمه ایزو او نړیوالو ابعادو ته کتنه د طالبانو حاکمیت او کړنې
شاه محمود میاخیل
د تاریخ د حافظې نه؛
د جمهوریت د سقوط نه وروسته د طالبانو، مخالفینو، سیمه ایزو او نړیوالو ابعادو ته کتنه
د طالبانو حاکمیت او کړنې؛
په سیاست او مخالفت کې د مقابل لوري پېژندل مهم دي. که د مقابل لورې قوت او ضعف نقطې ونه پیژنۍ، هیڅکله په سطحي او مقطعي تاکتیکونو او دروغو د مخالفینو او دښمنانو مخه نشې نیولې.
طالبانو پنځه کاله په دروغو تیر کړل. خو په حقیقت کې د افغانستان ستونځې په تیرو پنځو کلونو کې په سیاسي او اقتصادي لحاظ او هم د فزیکي، بشري او رواني امنیت له پلوه زیاتې او کمې شوې نه دي. طالبانو پنځه کاله پړه په جمهوریت واچوله او د جمهوریت هره نیمګړۍ پروژه یې بیا بیا افتتاح کړله. د جمهوریت د دور د جوړو شوو سیستمونو او ظرفیتونو نه استفاده خپلې لاسته راوړنې ګڼي.
که طالبان په خپلو ګریوانونو کې سر ښکته کړي چې تېر ځل د دوی د سقوط نه وروسته څه پاتې و او د جمهوریت د سقوط نه وروسته دوی ته څه پاتې دي او هغه پرتله کړي، باید خجالت وکاږي چې ولې یې د جمهوریت په ضد شل کاله د پاکستان د ګټو لپاره جنګونه وکړل.
د بیلګې په توګه د ملي شرکت جوړول او کارونه د جمهوریت لاسته راوړنه ده او کومې پروژوې چې د ملي شرکت لخوا جوړې شوي، هغه د جمهوریت برکت و نه د طالبانو د فکر او ظرفیت لاسته راوړنه.
د ملي شرکت په ارزونه دلته هم بحث نه کوو. پخوا هم د کیفیت او د قراردادونو د شفافیت او لوړ قیمتونو په هکله په ملي شرکت نیوکې وې. د وزارتونو سره د تر سره شوو کارونو نه همغږي بله نیمګړتیا وه ځکه که پروژ لپاره د حفظ او مراقیت پلان شتون ونه لري، هره پروژه ډیر ژر بیرته له خرابیږي. په اوږدمهال کې د تاوان کچه زیاتیږي. هغه وخت هم ملي شرکت ته د واحدې منبع په اساس قراردادونه ورکول کیدل او د تدارکاتو د ازاد رقابت پروسه یې نه تعقیبوله چې دا ډول قراردادونه پخپله فساد ته زمینه مساعدوي.
د طالبانو په پنځو کلونو حاکمیت کې قتل، اختطافونه، غچ اخستنه، د جمهوریت د پخوانیو کار کوونکو صحرایي وژنې او زجر، او رشوت که د جمهوریت د وخت نه زیات نه و، کم هم نه دي. د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، د طالبانو په زندانونو کې تقریبا ۲۷ زره کسان بندیان دي چې د ۱۹۰۰ کسانو په شاخوا کې ښځې دي حال دا چې د جمهوریت په اخرو کې ۲۲ زره کسان بندیان و چې اته زره یې طالبان و. د ښځو د بندیانو شمیر د ۹۰۰ کسانو په شاوخوا کې و. دا ارقام پخپله ښایي چې جرایم د طالبانو د حاکمیت په پنځه کلن دور کې زیات شویدي.
د تعلیم کیفیت خرابیدل او د ښځو د لوړو زده کړو په تعلیم باندې بندیز، نه بښونکې جفا د افغانستان د ولس سره ده. که څه هم د مؤثقو منابعو په اساس د طالبانو د آکثرو لوړ پوړو چارواکو لوڼې په هیواد کې دننه او هم بهر حضوري او انلاین لوړې زده کړې کوي، خو د ولس د لوڼو د لوړو زده کړو مخه یې نیولې ده. دا هماغه د جهادي مشرانو قصه ده چې نور به یې د عصري علومو د زده کړو نه منع کول. خو خپل اولادونه به یې په پېښور، اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې او یا نورو هیوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره د کورنیو سره لیږل.
د طالبانو په پنځه کلنه دوره کې فقر زیات شوې او افغانستان په نړیواله کچه د انزوا په حالت کې دی. ولسونه ښه قضاوت کولې شي او پوهیږي چې د جمهوریت نظام د نیمګړتیاو سره سره، د طالبانو د واکمنۍ نه ښه و ځکه خلکو خپل اواز د ناخوالو په وړاندې اوچتولو شو او د بیان ازادي وه. ځوانانو لوړې زده کړې کولې او د راتلونکې په هکله یې امید درلود. که څه د امنې په هکله مبالغه کیدله خو هغه ناامني هم طالبانو جوړه کړې وه.
البته دا قضاوت یو څو کسه بهر میشتي چې د چکر یا نورو شخصي مؤخو لپاره افغانستان ته ځي او جیبونو کې یو څو ډالره او یورو وړي، نشي کولې ځکه دوی هیواد ته د میلمنو په توګه ځي او د میلمنو قدر هر څوک کوي. خو ولسونه چې هلته اوسیږي، پوهیږي چې وضعیت څنګه دی.

د طالبانو د مشر، شیخ هیبت الله اخونزاده غیابت او کړنې؛
په هرات، کونړ، بغلان، بدخشان او نورستان کې د زلزلو او سیلابونو له امله چې په سل ګونو افغانان شهیدان، زخمیان او کورونه وران شول او همداشان د پاکستان د پرله پسې هوایي بریدونو او د افغانستان د حریم د نقض کیدلو په صورت کې بیا هم د طالبانو مشر په داسې مهمو حالتونو کې راڅرګند نشو تر څو ولس ته اطمینان ورکړي او یا ځآن ولس ته مسووله وګڼي. تر اوسه یې چا قیافه او قواره نه ده لیدلې. د ملاهیبت الله په هکله، په پنځو کلونو کې د افغانانو سره بهر او په داخل کې ډیر سوالونه مطرح دي؛
ایا دا هماغه هیبت الله اخونزاده دی چې د طالبانو په تیره دوره کې په ننګرهار کې قاضي او د کویټې د کچلاغ په مدرسه کې تدریس کاوه او که نه؟
ایا هغه ملا هیبت الله اخندزاده، د کچلاغ په چاودنه کې وژل شوې او په عوض یې یو بل کس د ملاهیبت الله په نوم د نامعلوم ادرس نه د افغانستان په خاوره او ولس راج چلوي؟
د طالبانو ځینې مخالفین لا دا هم وایي چې ملاهیبت الله نشته دی او په عوض یې د پاکستان کوم کرنیل په غیر مستیقیمه توګه په افغانستان واکمني کوي او د پاکستان سره د دوی تاوتریخوالې، لاپې اوشاپې، زرګري جنګ دی تر څو د افغانانو په منځ کې د طالبانو ملاتړ جلب کړي.
دا چې ملا هیبت الله شته یا نشته، په یویشتمه پیړۍ کې د دنیا هیڅ داسې یو هیواد نشته دی چې مشر یې څوک ونه ویني او د خپلو خلکو او دنیا نه ستر وي. د اسلام له نظره، په مغارو کې ژوند کول نشته دی. لا رهبانیته فې الاسلام. حتی د اسلام په اوایلو کې پیغمبر او خلفای راشدین د ولس نه ستر نه و. خلقای راشدینو خلکو ته ځانونه مسوول ګڼل او د خلکو اواز یې اوریده. خلکو په عام محضر کې د بې عدالیتو او نورو مسایلو په هکله په خلفای راشدینو اعتراضونه کول او هغوي د خلکو اعتراضونه په سړه سینه اوریدل او ځواب یې ورکاوه. خو ملاهیبت الله وایي چې د امارت د مسوولینو او د دې اوامر به بې له چون او چرا منې او اطاعت به کوي. یوازې په الله تعالی خلک په غیبو ایمان راوړې دی نه په انسانانو.
له بده مرغه د همدغه ملا هیبت الله اکثره خبرې او فرمانونه د اسلام سره په ټکر کې دي لکه د ښځو د تعلیم مخنیوي او ولس په طبقو ویشل. د حج الوداع خطبه کې رسول الله صل الله و سلم وویل چې عرب په عجم، عجم په عرب، تور په سپین او سپین په تور برتري نه لري بلکې د انسان برتری د تقوا په اساس ده. الله تعالی هغه انسانان مکرم ګڼي چې د ټولو نه یې تقوا زیاته وي. یوازې د ملا، مولوی، شیخ او اخونزاده ټایټلونه د تقوا معیارونه نه دي بلکې د تقوا معیارونه د خدای نه ویره او په خلکو ترحم دی. حتی علم د تقوا معیار هم نه دی ځکه شیطان د ملایکو نه زیات علم درلود، خو د الله تعالی د درباره نه ورټل شو ځکه د الله تعالی نا فرماني یې وکړله. په دې اساس، یو مشر او یوه ډله چې د الله تعالی د حکمونو مخالفت او د خپلې خیتې نه تعبیر او تفسیر د اسلام په نوم کوي، دوی اصلا باغیان او ځینې د دوی چې نسبي علم هم لري، د دوی علم د شیطان د علم سره برابر دی.
د طالبانو د پنځه کلن کړنو نچوړ؛
پورته یو څو مسایلو ته مو د مشت نمونه خروار په توګه اشاره وکړله. باالاخره د طالبانو د پنځه کلنې واکمنې پایله دا شوله چې خپلو ملګرو ته یې د قتل، رشوت، اختطافونو، د دولتي شتمنیو لوټ او تالان، د ښځو سره ناوړه چلند، حتی نورو غیر اخلاقي اعمالو ته لایسنسونه ورکړل. د دوی په نامه امر باالمعروف او نهی عن المنکر چلند د اسلامي اصولو، افغاني ټولنې د کلتور او عنعناتو او همداشان د انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دی. په زندانونو کې په ښځو تیرې او تجاوز د دوی لپاره یوه عامه مسله ده. د طالبانو ځیني هغه مشران او ادارې او د هغوي ښکته قدمې چې په ولس باندې د شکنجو، ظلم، ستم او تېري نه خوند اخلي، سادستان شويدي. داسې حاکمیت چې مشر یې معلوم نه وي، د حاکمیت پالیسې یې د اسلام، افغاني کلتور او د یوېشتمې پیړۍ د شرایطو سره په تضاد کې وي، دوام نه شي کولې. خو د خلکو سره دا تشویشونه شته چې د دغه سقوط انجام به څه وي؟
د طالبانو مخالفین؛
د طالبانو مخالفین په دریو طبقو ویشل شویدي چې بیا هره طبقه په خپلو منځو کې سره په ټکر کې دي.
اوله طبقه هغه مخالفین دي چې د جنګ نغارې ډنګوي. که څه هم د دوی کاري دوره چندان ښه نه وه، خو ځانونه د پوځ او استخباراتو متخصصین ګڼي. په پوځي او سیاسي لحاظ دوی د افغانستان د رهبرې ظرفیت او سیاسي تشکیلات نه لري او په پاشل شوي ډول فعالیتونه لري. د دوی د مبارزې تګلاره چې د پاکستان نه حمایت تر لاسه کړي، پخپله د افغانستان د راتلونکې لپاره د تیر په څیر د بې ثباتې شرایط برابروي.
په تاکتیکي لحاظ، د دوی د ستراتیژیک کمیونیکشن تګلاره هم په دروغو، احساساتو او غلطو تګلارو ولاړه ده. د دوې د هوایي خبرو په اساس، د جمهوریت ډیر پخواني سرتېري او کارمندان د طالبانو لخوا ووژل شول او شکنجه شویدي1. د دوی او د مخالفینو د کړنو او عدم انسجام له امله، د طالبانو د حاکمیت موده تر اوسه پورې وغځیدله. د بیلګې په توګه، دوی تر اوسه پورې طالبان د پاکستان لاسپوڅي معرفي کوي، خو که د پاکستان لاسپوڅیتوب بده خبره وي، نو بیا دوی ولې د پاکستان نه د طالبانو د له منځه وړلو لپاره غوښتنه کوي، یعنې یوه لاسپوڅۍ ډله باید په بله لاسپوڅۍ ډله بدله شي؟ بیا فرق د دوی او طالبانو په څه کې دی؟ دا سوالونه د افغانانو سره په داخل او بهر کې شتون لري.
د طالبانو د مخالفینو دویمه ډله په بهر کې سیاسي او مدني خوځښتونه دي. دا ډلې هم په دوه عمومي کټګوریو ویشل شویدي. اوله ډله یې د پوځي جبهو د سکې بل مخ دی چې د پاکستان سره اړیکې او تګ او راتګ لري. په غربي حلقو کې ځانونه د طالبانو مخالفین، مدني او سیاسي فعالان معرفي کوي، خو دوی د پخواني جنګسالارانو او تنظیمي حلقو پورې تړاو لري چې د جمهوریت د سقوط مهمه برخه وه.
که طالبان یو ځل ازمایل شوې و، دوی دوه ځلې مخکې هم ازمایل شوې دي. د همدې ډلو افرادو په قطر، مسکو، پاکستان او نورو ځایونو کې د طالبانو سره پټې معاملې کولې او د طالبانو راتګ ته یې زمینه مساعدوله. د دوی بیا راتګ به د کفن کش قصه وي. که طالبانو د ولس نه پوستکې وکاږي، باقې پاتې غوښې به د ولس نه دوی وتوږي او د نوېمې لسیزې غوندې به بیا کابل کنډواله کړي. د ځینو شعارونه چې افغانستان نه منم او افغان نه یم لا د اوسه راتلونکو جنګونو لپاره زمینه مساعدوي او لمن وهي.
د سیاسي او مدني مخالفینو دویمه ډله چې اکثره د جمهوریت پخواني چارواکي یې مشري په غاړه لري، ونشو کړې چې په تیرو پنځو کلونوکې په پنځو ټکو توافق وکړي او داسې رهبري رامنځته کړی چې د افغانانو او هم د سمیې او نړۍ د اعتبار وړ وګرځي.
د جمهوریت اکثره پخواني مشران په عوض د دې چې د خپلو پخوانیو نمیګړتیاو نه عبرت اخستې وې او د راتلونکې لپاره سره متحد شوي وې، په یو بل باندې تورونه لګوي اوسیاسي فضا یې منجمده او مکدره کړې او د یو ملي قوي حرکت د رامنځته کیدو مخه یې نیولې ده. په نږدې وختونو کې داسې نه ښکاري چې دوی دی یو ملي متحد حرکت رامنځته کړي. پدیتوګه طالبانو او هم د طالبانو ټولو مخالفینو ته په بهر او داخل کې د امید په سترګه نه کتل کیږي او نه ورته د سیمې او دنیا هیوادونه اهمیت ورکوي.
د طالبانو دریمه کټګوري مخالفین په هیواد کې دننه او بهر هغه یو شمیر افغانان یا د پخوانیو رژیمونو غړي دي چې د طالبانو سره د دوی د کړنو او سیاسي پالیسیو له امله مخالف او د افغانستان د اوسني حالاتو نه تشویش لري. خو دا کټګوري کسان که څه هم اکثریت دي، فعاله سیاسي فعالیت نه لري او هسې خپل زړونه خوري. په سیاست کې دې ډلې ته اکثریت خاموش وایي او اکثریت خاموس د یو هیواد په سیاسي تحولاتو کې مثبت رول نشي لوبولاې البته مخالفت کې د مخالفینو روایتونه تقویه کوي.
د طالبانو د مخالفینو د کړنو نچوړ؛
تر اوسه دوی ونه کړې شول چې د یو با اعتباره سیاسي اپوریسون په توګه منسجم شي. تر اوسه اکثره یې په هماغه زړو تګلارو او روایتونو خبرې کوي چې د جمهوریت د سقوط سبب ګرځیدلي دي. په زړو څیرو، په زړو روایتونو او زړو تګلارو دوی نشي کولاې چې د طالبانو بدیل شي البته د ګډوډۍ لپاره یې نور کرایه کولې او په افغانستان کې سر خوږګې جوړولې شي.
د پاکستان سره د طالبانو او د مخالفینو اړیکې؛
د طالبانو د کړنو له امله د افغانستان د نړیوالې انزوا پایله دا شوله چې پاکستان، د افغانستان پایتخت کابل او همداشان په ولایتونو کې په پوهنتون، روغتون، ملکي کورونو او تاسیساتو، د هوایي الوتکو په ذریعه په پرله پسې توګه بمباري کوي او ګواښ کوي چې خپلو دغه عملیاتو ته به د افغانستان په خاوره کې دوام ورکوي. د پاکستان د بمباریو او مداخلو له امه ګن شمیر افغانان شهیدان او زخمیان، کورونه او تاسیسات وران شول. د ملکي هدفونو په نښه کول جنګي جنایت دی.
له بده مرغه، د پاکستان د ښکاره تجاوز او جنګي جنایت په وړاندې د طالبانو عکس العمل په سیاسي او پوځي لحاظ پڅ او مغشوش کوونکې و. د سیمې او نړۍ هیوادونو هم د پاکستان حملې چندان ونه غندلې او په حقیفت کې پاکستان ته یې سیګنل ورکړ چې خپلو حملو ته دوام ورکولې شي. د افغانانو ږغ په داخل او بهر کې څوک نه اوري او نه طالبان د افغانستان د ملي حاکمیت، ارضي تمامیت، د ولس د سر او مال او ګټو نه دفاع کولې شي. طالبان تر اوسه داسې واضحه تګلاره نه لري چې د پاکستان سره د دوی اختلاف تاکتیکي زرګي جنګ دی او که واقعا ستراتیژیک اختلاف. د پاکستان لخوا هم داسې نه ښکاري چې د طالبانو د حاکمیت د راپرزولو نیت ولري.
پاکستان چې اصلا د افراطیت او تروریزم ځاله ده، اوس غواړي چې د خپل ځان نه دا تور لرې او افغانستان د افراطیت او تروریزم ځاله معرفي کړي. البته د طالبانو خپلو کړنو د پاکستان دغه ډول مداخلو ته زمینه مساعده کړیده ځکه طالبانو په تیرو پنځو کلونو کې ولسي او نړیوال مشروعیت لپاره یو قدم پورته نکړ چې په افغانستان کې مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام رامنځته شي او افغانستان د انزوا حالت نه ووځي تر څو په ملي او نړیواله کچه د افغانستان د منافعو نه دفاع وکړې شي.
البته دا هم ویل چې د طالبانو ځینې مشران په همدغه انزوا حالت کې خوشاله دي ځکه بې مسوولیته په ولس راج چلوي او د افغانستان منابع لوټوي. په داخل د افغانستان کې د یو مهم کس د قوله، د طالبانو دا ډول مشران دا هم وایي چې دوی لس کاله نور هم کولې شي چې ولس وزبېښي او خپل قدرت وساتي. کله چې خبره د ولس د زبېښولو شي، نو بیا د داسې حاکمیت نه د ولس په ګټه توقع کول هم نه ده پکار.
له بله پلوه، پاکستان د طالبانو یو شمیر مخالفینو ته دفترونه ورکړیدي او هغوي په منظمه توګه پاکستان ته د تیرو دریو کلونو راهیسې تګ او راتګ لري. په اولو کې دا تماسونه د پاکستان سره د حساسیتونو له امله پټ و، خو اوس یو شمیر سیاسیون، مدني فعالان، پخواني وکیلان او په نامه جنګي جبهې، پاکستان تګ او راتګ په ښکاره دول کوي او حتی ځینې یې پاکستان ته په نږدیوالې افتخار کوي او وایي چې طالبانو او مجاهدینو هم د پاکستان نه مرسته اخستله او هلته اوسیدل. نو بیا خو ستاسې او د طالبانو هیڅ توپیر نشته دی. طالبان او مجاهدین هم د افغانستان د تباهې پروژه وه او تاسي هم یاستې. که د طالبانو د تیر ځل سابقه او هم د اوسنې دورې کړنې ښې نه وې او نه دي، نو ستاسي هم تیره سابقه په دوه دورو حاکمیت کې ښه نه وه او راتلوکې کې به هم ښه نه وي ځکه وایي: ازموده را ازمودن خطا است.
د ایران سره د طالبانو او مخالفینو اړیکې؛
د ایران سره د طالبانو د منفي تعامل نتیجه دا شوله چې ایران د ایت الله خامنه یي د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره، طالبانو ته او هم د طالبانو په وړاندې په نامه د مقاومت د جبهې ځینو مشرانو ته همزمانه بلنه ورکړله. په رسمي توګه د طالبانو مخالفین دعوت کول په دې معنی و که تاسي زمونږ د ګټو په وړاندې خنډ واقع شي، نو دوی ستاسي مخالفین په خپل بغل جیب کې ساتلي او ستاسي په ضد یې هر وخت استعمالولې شي. د ایرانیانو وروستې څرګندونې چې غوښتنه یې کړیده چې په ۱۹۹۸زکال کې په مزار شریف کې د دوی لس کسه دیپلوماتان ولې، چا او څنګه ووژل، عاملین یې څوک و، نورې پوښتنې د سیمې د جیوپالټیکست له امله رامنځته کوي ځکه پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان په خپلو منځو کې امنیتي تړون امضا کړ او دا تړون ایران ته ګواښ دی. نو ځکه دوی د خپلو دیپلوماتانو د وژلو مسله یو ځل بیا مطرح کوي. حتی په وروستیو وختونو کې د فاطمیونو د ډلې لخوا داسې څرګندونې رامنځته شوي چې دوی د طالبانو په وړاندې جګړې ته تیار دي.
ایران هم د پاکستان غوندې سر درد افغانستان ته جوړولې شي ځکه د فاطمیونو ډله، د طالبانو د مخالفینو او هم مذهبي پلویان په خپل کنترول کې لري چې په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره ترې استفاده وکړي.
د افغانستان د شمالی ګاونډیانو سره د طالبانو او مخالفینو اړیکې؛
د افغانستان شمالي ګاونډیان لکه موسیچه بې ازاره مرغان دي. غواړي چې د افغانستان د شر نه په امن کې وي. د دوی ویره دا ده چې اسلامي افراطي ډلې لکه داعش، حزب تحریر، د ازبکستان اسلامي تحریک او القایده د دوی په هیوادونو کې تقویه نشي او هلته نا امني جوړه نه کړي. دوی په دې هم پوهیږي چې طالبانو د دغه ډلو سره اړیکې درلودې او طالبانو ځینې حلقې شاید دا ډلې تقویه کړي، نو ځکه دوی د طالبانو سره د تقابل په عوض د تعامل نه کار اخلي. البته د طالبانو یو شمیر مخالفین لکه د مقاومت په نامه جبهه او یا ځینې نور د طالبانو مخالفین چې د دغه جبهې برخه نه دي، په تاجکستان کې د تیرو تعلقاتو په اساس شتون لري، خو پوځي فعالیتونو ته ورته اجازه نه ورکوي. د دغه هیوادونو بل تشویش د مخدره موادو قاچاق دی چې په دې برخه کې هم د طالبانو یو شمیر کسان لاس لري. البته ځینې کسان چې د شک په تیوریګانو عقیده لري، وایي چې طالبان امریکایانو ځکه راوستل چې د افغانستان شمالي هیوادونه او مرکزي اسیا بې ثباته کړي تر څو چین او روسې ته په دغه سیمه کې سرخوږې جوړ کړي.
د درېواړو تشویشونو له امله د افغانستان شمالي هیوادونه د طالبانو سره د تقابل په عوض د تعامل نه کار اخلي البته دا تعامل کیدې شي په منفي تعامل هم په اسانه بدل شي.
د روسې او چین اړیکې د طالبانو او مخالفینو سره؛
روسیه هم د ایران او پاکستان غوندې د طالبانو او هم د طالبانو د ځینو مخالفینو سره نږدې اړیکې لري او همیشه غواړي چې متبادل بدیل ولري. که اړتیا وي، د هغوي نه د خپلو ګټو لپاره کار واخلي. روسې او چین که څه هم ښه روابط د طالبانو سره لري، خو د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د طالبانو په خلاف یې په یوه پریکړه کې هم تر اوسه د ویتو حق نه استفاده نه ده کړې. دا پخپله د دې ښکارندوینه کوي چې هغوي د طالبانو د حکومتولې د کړنو سره خوښ نه دي، خو نه غواړي چې د طالبانو په خلاف د مخالفینو ملاتړ وکړي ځکه روسیه د اوکراین په جنګ کې ښکیل ده او نه غواړي چې بله جبهه خانته پرانېزي.
د چین هدف هم په اوسني شرایط کې یوازې د افغانستان نه د ETIM (East Turkistan Islamic Movement)، شرقي ترکستان د اسلامي تحریک د نفوذ مخنیوې دی. په اقتصادي او ستراتیژیک لحاظ افغانستان چین ته دومره مهم نه دی او همدا علت دی چې تر اوسه افغانستان، د چین د لوی اقتصادي ستراتیژی، One Road, One Belt یعنې د CPEC او د ترکمنستان، ازبیکستان او ایران د ترانزیتي پروژې برخه نه ده. په همدې لحاظ چین نه غواړي چې د واخان له لارې افغانستان د شینجیانګ د ایالت سره ونښول شي. البته کله که په افغانستان کې مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام رامنځته شو او د افراطیت د خپریدو ویره نه وه، کیداې شي چې چین او افغانستان سره د واخان له لارې د ترانزیت په خاطر ونښلول شي او چین په افغانستان کې یو څه پانګونه د منرالونو او معدنونو په برخه وکړي.
د هند، عربو، د امریکا متحده ایالاتو او اروپا اړیکې د طالبانو او د طالبانو د مخالفینو سره؛
په افغانستان د هند لوبه د کلونو راهیسې محتاطانه ده. هند غواړي چې پاکستان په افغانستان کې مصروفه او خپل غربي سرحدات د پاکستان د شر نه مصؤن وساتي. هند، د ډیرو کلونو راهیسې پاکستان خپل رقیب نه ګڼي او په خپلو ګټو تمرکز کوي. هند همیشه د افغانستان د هغه حکومتونو ملاتړ کړې چې په واک کې و او پاکستان د همدغه اړیکو له امله په افغانستان کې د هند د فعالیتونو په هکله مخالفت ښودلې دی.
هند او پاکستان په خپلو منځو کې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري او حتی استخباراتي چینلونه د یو بل سره په بیلابیلو امنیتي مسایلو کې شتون لري، خو بیا هم پاکستان د هند اړیکې د افغانستان سره د خپلو ګټلو خلاف عمل ګڼي. د بیلګې په توګه، د واغې د بندر له لارې د پاکستان او هند سوداګري او تګ او راتګ شتون لري، خو پاکستان د افغانستان صادراتو ته د واغې د بندر له لارې اجازه نه ورکوي. په هر حال د هند اړیکې او سرمایه ګذاري هم په افغانستان کې په سیاسي اصطلاح، ارزانه پالیسې ده او داسې مرستې د افغانستان سره نه کوي او نه کولې شي چې د افغانستان په امنیت او اقتصاد ژور تاثیر ولري. البته د پخوا په پرتله د هند په پالیسې کې یو مهم توپیر دا راغلې چې د طالبانو مخالفینو ته په خپل هیواد کې د سیاسي فعالیتونو اجازه نه ورکوي.
د عربي هیوادونو سره هم د طالبانو اړیکې ستراتیژیکې نه دي ځکه د پاکستان نفوذ په عربي هیوادونو کې زیات دی او هغوي د افغانستان سره د اړیکو په عوض، پاکستان ته ترجیح ورکوي. عربي هیوادونو د افغانستان او طالبانو سره تر اوسه پورې داسې مرسته نه ده کړې چې د افغانستان اقتصاد تقویه شي بلکې د افغانانو ډیره سرمایه دغه هیوادونو ته انتقال شویده.
عربي هیوادونه هم د طالبانو مخالفینو ته د سیاسي فعالیتونو اجازه نه ورکوي او حتی جمهور رئيس غني په همدې خاطر د ابوظبي نه ووته.
امریکا هم د طالبانو مخالفینو ته تر اوسه کوم ارزښت نه دی ورکړې او هم نه غواړي چې طالبان په رسمیت وپیژني. البته د امریکا استخباراتي اړیکې د ډیرو نورو هیوادونو غوندې د طالبانو او یو شمیر نورو انفرادې کسانو سره شتون لري او د منفي تعامل دی. تر څو چې د طالبانو موجوده کړنې دوام ولري، امریکا نه طالبان په رسمیت پیژني او نه د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصوي. که امریکا افغانستان په رسمیت ونه پیژني، د نړۍ اکثره هیوادونه هم افغانستان په رسمیت نه پيژني او افغانستان به همداسې د انزوا په حالت کې وي. دغه د انزوا حالت د افغانانو او افغانستان په ګټه نه دی. تر اوسه لا د ټرمپ ادارې، د افغانستان ستراتیژی نه ده اعلان کړې او نه اعلانول پخپله په همدې معنی ده چې افغانستان د امریکا لپاره نه پخوا اولویت و او نه اوس دی.
په رسمي توګه امریکا د طالبانو مخالفین نه حمایه کوي خو په امریکا کې د بیان د ازادې په اساس، همیشه د هر ملک مخالفین په ازاده توګه کولې شي چې غونډې وکړي او خپل سیاسي فعالیتونه تر سره کړي.
د اروپایانو سیاست هم د امریکا غوندې دی البته د بشر حقونو او نورو برخو کې اروپایان د امریکایانو په پرتله ډیر حساس دي او د طالبانو د پالیسیو په وړاندې خپل نظرونه په رسمي مجالسو کې څرګندوي، خو په اوسني وخت کې په پوځي لحاظ نه غواړي چې د طالبانو مخالفین تمویل کړي. البته د مدني فعالیتونو لپاره ځینې پروژې د یو او بل ځای نه د طالبانو ځیني مخالفین تر لاسه کوي.
د همدغه مدني فعالیتونو په نتیجه کې، د نړیوالې محکمې لخوا د بشري جرمونو د جنایت په تور د طالبانو د مشر، ملا هیبت الله او هم د طالبانو د قاضي القضات، شیخ عبدالحکیم د نیولو امر صادر شو.
د افغانستان په هکله د سمیې او نړۍ د عمومي پالیسېو نچوړ؛
په تیرو پنځو کلونو کې د سیمې او نړۍ جیو ستراتیژیک، جیو پالیټکس او جیو اقتصادي وضعیت ډیر تغیر کړېدې او د نړۍ ډیر هیوادونه د نوو چیلنجونو او ستونځو سره مخامخ دي. د افغانستان په قصه کې څوک نه دي چې دلته څه تیریږي او افغانان د څه ډول ستونځو سره مخامخ دي. لکه پورته مې چې وضاحت ورکړ، امریکا تر اوسه د افغانستان لپاره کومه مشخصه ستراتیژي نه ده اعلان کړې او د افغانستان سره اړیکې د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا د هیوادونو سره تړلې دي. د افغانستان لپاره یې د خاص استازي دفتر منحل او افغانستان ته د پاکستان د عینکو نه پخوا هم کتل او اوس هم ګوري. اروپایان هم د اوکراین او منځني ختیځ د جګړو له امله په امنیتي او اقتصادي لحاظ د خپلو ستونځو سره لاس او ګریوان دي او افغانستان د دوی لپاره اولویت نه لري.
عربان هم افغانستان ته د پاکستان له عینکو ګوري او افغانستان ورته اولویت نه دی. هند هم غواړي چې پاکستان په افغانستان کې مصروفه وساتي او خپل غربي پوله د پاکستان د نفوذ او شر نه وساتي. د افغانستان سره داسې سیاسي او امنیتي مرستې نه کوي او نه غواړي چې ویې کړي، چې افغانستان ته د دوی اړیکې ګټورې تمامې شي.
روسیه او چین هم محدوده اجندا په افغانستان کې لري. دواړه هیوادونه د افراطیت او مخدره موادو د قاچاق د مخنینوي په خاطر د طالبانو سره محدودې اړیکې لري.
په دې خاطر اکثره هیوادونه د افغانستان لپاره کومه مشخصه پالیسې نه لري چې د طالبانو د حکومت په راپرځولو او یا د طالبانو د حمایت لپاره سیاسي، اقتصادي او امنیتي پانګونه وکړي. فقط دومره غواړي چې د افغانستان د شر نه مصؤنه اوسي.
د ملګرو ملتونو اداره هم پسیف رول لوبوي ځکه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د افغانستان په هکله اجماع شتون نه لري. د دې احتمال نشته دی چې په نږدې کلونو کې د ملګرو ملتونو د افغانستان چوکۍ طالبانو ته وسپارل شي او یا د طالبانو حاکمیت په موجود توګه د نړۍ هیوادونه په خاصه توګه امریکا او اروپا په رسمیت وپیژني. د انزوا داسې حالت، د افغانستان د ثبات او اقتصادي رشد لپاره زمینه نه مساعدوي بلکې د انزوا دا حالت پخپله نیابتي منفی رقابتونو او جنګونو ته زمینه مساعدوي.
د افغانستان د راتلونکې حالت ارزونه؛
د پورته واقعیتونو په رڼا کې، تر څو چې په افغانستان کې مشروع، قانونمنده او ولسواکه نظام نه وي رامنځته شوې، افغانستان به د انزوا حالت سره مخامخ وي. د ولس حوصله به ورځ تر بلې ختمیږي. وایي به تنګ امد به جنګ امد، خامخا به د جنګ لمن د فقر او د ځوانانو د بیکارې له امله پراخیږي. د افغانانو په منځ کې د طالبانو د شتون او عدم شتون په هکله د بې اعتمادې فضا رامنځته شویده. که معقوله خبره د سولې کوي او د حل د لارو کوي، د طالبانو د پلویتوب ټاپې په یو بل وهل کیږي او یا طالبان او د هغوي پلویان مخالفین په یو او بل نوم یادوي.
د بې اعتمادې په داسې ماحول کې، ولس په طالبانو، طالبان په ولس، ګاونډیان او مخالفین په خپلو منځو کې په یو بل اعتماد نه لري. نه طالبان موجودیت ته ولس خوش بینه دي او نه د طالبانو په وړاندې مسلح او غیر مسلح سیاسي اپوزیسون ته ولس امید لري.
له بله خوا، د ګاونډیانو لخوا ځینې پلان شوي او یا د ولس لخوا خود جوشه نارضایتي او د مسلحو حرکتونو څړیکې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې را څرګندې شویدي. د افغانستان راتلونکی د یو نامعلوم حرکت په لورې روان دی او حتی د طالبانو یو شمیر مشران هم دا واقعیتونه درکوي او د خپل مشرتابه د کړنو نه ناراضه ښکاري. په کنایو او حتی ځینو یې په علني توګه د موجوده وضعیت نه نا رضایتي ښودلې ده. داسې حالت پخپله د طالبانو زوال ته زمینه مساعدوي. د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت به نور هم خرابیږي. افغانستان به د افراطیت او د سیمې او نړۍ د رقابتونو په مرکز بدلیږي.
د حل لار څه ده؛
د یو څیړونکي، پخواني خبریال، چارواکي او په اوسني وخت کې د یو سیاسي خوځښت د مسوول په توګه چې په تیرو پنځوسو کلونو کې د افغانستان د حالاتو نږدې څارونکی پاتې شوې یم، فکر کوم چې د لومړي ځل لپاره افغانان هیڅکله د داسې نا امیدې سره نه و مخامخ شوي.
که څه هم په تیرو پنځوس کلونو کې د ټولو حکومتونو او نظامونو د ادلون او بدلو پایلې منفي وې، خو بیا هم د هر یو بدلون لپاره خلکو یو څه امید درلود. د بیلګې په توګه د خلق دیموکراتیک حکومت په وړاندې دا امید و چې مجاهدین به قدرت ونیسي او جنګ به ختم شي. د طالبانو د لومړي ځل راتګ سره دا امید و چې، ټوپکسالاري به ختمیږي او قدرت به یوه ډله لکه طالبان نیسي. د جمهوریت راتګ ته دا امید و چې، یو نظام به جوړیږي او نړۍ به مرسته کوي. تر ډیره حده د بن د پروسې په اساس د نظام تهداب کېښودل شو او د ټولو نیمګړتیاو سره د جمهوریت د ایجاد سره د افغانانو په ژوند او فکر کې ژور بدلون راغی.
لیکن د پورته واقعیتونو په رڼا کې د طالبانو تګلاره پخپله جنګ ته زمینه مساعدوي، مخالفین ویشل شوي او په یو بل اعتماده نه لري. د ګاونډیانو شومو مؤخو او د نړیوالې ټولنې بېتفاوتې ته چې ګورو، هیڅوک نه پوهیږي چې په دغه منجمده او مکدره فضا کې به د افغانستان د راتلونکی لپاره د امید نښې او نښانې څه وي؟
دا سیاسي تشه د طالبانو د بدیل خبره رامنځته کوي چې طالبان بدیل نه لري که څه هم په پرنسیپ کې دا خبره سمه نه ده ځکه هره ډله، هر شخص او هر حکومت او حاکمیت بدیل لري که بدیلونه نه وې، بیا خو به طالبانو ته نوبت نه رسیدلې. د ملا محمد عمر او ملامنصور نه وروسته به نوبت نا څرګند او نامعلوم شخص لکه شیخ هیبت الله ته نه رسیده.
د ناامیدې یو بل مهم دلیل دا دی که طالبان همداسې پاتې کیږي، دا هم د افغانانو لپاره تدریجي مرګ او افغانستان د تباهې خواته روان دی. افغانان به بیسواده، فقیر او نورو ته محتاجه پاتې کېږي. که د جنګ په وسیله طالبان له منځه ځي، بیا هم راتلونکې حالت نا معلومه دی او د دې احتمال ډیر زیات دی چې افغانستان بیا په کنډواله کېږي. دا شته امکانات چې په افغانستان کې دي، دا به هم له منځه ځي. بیا به لسیزې ونیسي چې افغانستان بیرته موجوده حالت ته وګرځي. په سیاسي لحاظ نه موجوده حالت چې Status Quo ورته وایي د منلو وړ دی او نه راتلونکې حالت ته امید شته دی.
بیا هم، زما په اند، د مایوسې په دغه تته فضا کې د ژوند او سیاست په چارو کې مایوسې د حل لار نه ده. که یو څوک سیلاب هم راخستې وي، بیا هم هر خش و خاشاک ته لاس اچوي چې ګوندې د مرګ نه بچ شي. د افغانستان حالت هم همداسې دی او هره ممکنه لاره چې د افغانستان ثبات او د افغانانو ګټې پکې مطرح وي، باید مطرح شي او افغانان خپل اواز اوچت کړي چې د موجوده سیلاب نه بچ او د راتلونکې سیلابونو مخه ونیول شي.
په داسې حالت کې یوازنې لار د افغانانو لپاره خپل ابتکار مهم دی. د نورو په اوږو میاشت کتل څه ګټه نه لري او نه د نورو په اوږو میاشت کتل کیږي.
اول افغانان باید په دې فکر وکړي چې دوی څنګه افغانستان غواړي؟
ایا داسې افغانستان غواړي چې ټول د قانون په چوکاټ کې سره ګډ ژوند او مساوي حقوق ولري او که داسې افغانستان غواړي چې هلته د قدرت انحصار، استبداد، ظلم او د نفې سیاست پکې حاکم وي؟
په اول بدیل کې نه طالبان ملت نفې کولې شي اونه د طالبانو مخالفین، طالبان نفې کولې شي او همدا د نفې او انحصار د قدرت سیاست د افغانستان د بې ثباتې لامل ګرځیدلې دی.
د حل لاره د یوې واقعې لوی جرګې دایریدل دي چې ټول افغانان په دغه لویه جرګه کې ځانونه وګوري او د قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره زمینه مساعده شي. یا په بله توګه نه د طالبانو مخالفین دا کار بې له طالبانو کولې شي او نه طالبان د ولس د مشارکت نه په غیر، ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کولې شي چې د راتلونکو جنګونو مخه ونیسي.
په اول حالت کې به نه طالبان نفې کیږي او نه ولس او د یوې معقولې پروسې له لارې به د نظام د ولسي او نړیوال مشروعیت لپاره زمینه مساعدیږي. ملي پروسه پخپله بدل رامنځته کوي. دا بدیل به افغاني او ملي بدیل وي. په دغه بدیل کې د افغانستان او افغانانو خیر دی. د منازعاتو د حل د فرمولې په اساس به ټولې خواوې ګټونکې وي او بایلونکی به څوک نه وي. پدیتوګه، طالبان او هم مخالفین د شعارونو او د یو بل د محوه کولو په عوض باید د عقلانیت نه کار واخلي چې د افغانانو خیر او د افغانستان ثبات او راتلونکی په څه کې دی؟ دلته د قدرت او شخصي ګټو مسله باید مطرح نه وي.
که طالبان او یا مخالفین دویم بدیل غواړي چې خبره یوازې م زرما ټوله زما یا د ملا وي، دویم بدیل پخپله جنګ ته زمینه مساعدوي. د سیمې هیوادونه او بهرنیان د افغانانو ګټې په نظر کې نه نیسي او یوازې د خپلو ګټو لپاره به بدیلونه ساتي یا رامنځته کوي. که طالبان فکر کوي چې دا بدیل نشي رامنځته کیدلې نو بیا یې خپل تیر تاریخ هیر دی چې څنګه د دوی بدیل رامنځته شو او پاکستان دوی څنګه ونیول، بندیان کړل، ووژل او امریکایانو ته تسلیم کړل.
که څه هم د طالبانو ځینو مشرانو خبرو، نیت او کړنو ته چې ګورو، اول بدیل ته لیواله نه دي. خو یو وخت به داسې راشي چې بیا به د اول بدیل په فکر کې وي، خو خبره به د ورخه تیره شوې وي او که هر څومره کوښښ وکړي، بیا به د دوی هلې ځلې څه نتیجه ورنکړي.
د خلق دیموکراتیک ګوند هم د طالبانو غوندې مخالفین نه منل او ولس یې نفې او قدرت په یو حزب کې انحصار کړې و. وروسته داسې وخت راغې چې د خلق دیموکراتیک ګوند ملګرو په خپلو منځو کې د قدرت لپاره د یو بل په خولې بالښتونه کېښودل، یو بل یې سره ووژل، بهرنې قواوې یې راوستلې او اخره کې بیا د سولې ډیرې چیغې ووهلې، خو څه نتیجه یې ورنکړله. اخر کې یې مشران ووژل شول او نظام سقوط وکړ.
مجاهدینو هم ویلې چې قدرت باید د اوه تنظیمونو تر منځ وویشل شي. ملت یې یرغمل نیولې و او د ملت مال یې غنیمت ګاڼه. د بنین سیوان د سولې په پروسه کې مجاهدین دی ته حاضر نه و چې د هغه وخت د کابل حکومت ته دوه وزارتونه ورکړي. اخر کې د قدرت او چوکیو د ویش په سر یې کابل کنډواله کړ. یوازې په کابل کې شپيته زره اوسیدونکې د پنځو کلونو جنګونو په لړ کې ووژل شول او هر کلي او سیمه کې یو ټوپکمار حاکم و. د افغانستان د تباهې او ګډوډۍ سره د دغه اوه تنظیمونو او د هغوي د مشرانو نومونه د افغانستان د تیر بد تاریخ نه هیریدونکی برخه ده.
د مجاهدینو نه وروسته طالبان رامنځته شول. دوی بیا هم د نفې او ا نحصار د قدرت سیاست رامنځته کړ او م زر ما ټوله د ملا وه. د افغانستان نه یې هدیره جوړه کړې وه. فقر د حد نه زیات شوې و. په اخر کال کې به چې د هر چا مخ ته کتلې، په سؤ تغذي اخته و. تعلیم په صفر کې ضرب شوې و. د کندهار او د کابل نه، د نړۍ سره د وصل مخابراتي کود د پاکستان کود و یعنې افغانستان ۹۳ مخابراتي کود نه درلود. په دفترونو کې خیرنې شطرنجې وې او افغانستان د انزوا په حالت کې و. کابل ته هوایي پروازونه نه و. نتیجه یې دا شوله چې افغانستان د افراطیانو مرکز او زمینه د امریکا او ناتو راتګ ته مساعده کړله.
جمهوریت کې د حکومتولۍ او قانونیت د حاکمیت په عوض په داخل کې جګړه ټوله ورځ د شخصي، تنظیمي، ژبني او سمتي قدرت د ویش او ګټو په سر وه ځکه د مجاهدینو، طالبانو او هم د خلق دیموکراتیک ګوند بقایاو غوښتل چې حکومتولي د پخوانیو انډیوالېو په توګه تر سره کړي. طالبان نفې شول او اخره کې د سولې لپاره ډیرې هلې ځلې وشولې، خو څه نتیجه یې ورنکړله. پایله یې د جمهوریت سقوط شو.
که یو قوم خپل حالت ته پخپله تغیر ورنکړي، الله تعالی هم د هغه قوم حالت ته تغیر نه ورکوي. د سیمې او نړۍ هیوادونه خو هیڅکله نشي کولې چې د افغانانو حالت ته تغیر ورکړي. اوس دا د افغانانو او طالبانو پورې اړه لري چې اول بدیل غواړي او که دویم. که اول بدیل رامنځته شي، افغانان به وکړې شي چې په خپلو منځو کې او هم د ګاونډیانو او نړۍ سره ښه روابط ولري او افغانستان به هیچا ته تهدید نه وي. که دویم بدیل رامنځته کیږي، په هغه صورت کې افغانان به په خپلو منځو کې په جنګ کې وي. افغانستان به د ګاونډیانو او د نړۍ د هیوادونو لپاره جدي خطر وي ځکه افغانستان به د سیمې او نړۍ د نیابتي جګړو میدان او د افراطیت ځاله وي.
1 https://www.nytimes.com/2023/08/22/world/asia/taliban-revenge-united-nations.html





















زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.