څو کاله د مخه په دوشنبې کې د طالبانو په ضد د مقاومت په نامه د جبهې یو مشر خپلو نورو مشرانو ته په یو مجلس کې وویل چې میاخیل صیب د طالبانو مخالف دی خو د مونږ سره جوړ نه راځي. ما ورته وویلې چې همدا پوښتنه باید د خپل ځان نه وکړې چې ولې د تاسې سره جوړ نه راځو؟
دا ځکه چې ستاسي مخالفت د طالبانو سره په اصولو، د ملي منافعو او ملي ارزښتونو په رڼا کې نه دی بلکې د یوې معاملې لپاره دی. که تاسي ته د طالبانو او یا بل هر هیواد سره چانس د معاملې پیدا شو، سمدستي په ملي ارزښتونو او ملي ګټو معامله کوي. خو مونږ دا ډول معاملې نه کوو.
نن سبا چې د قومي، سمتي او ژبني مقاومت په نامه پلویان په تلویزونونو کې ناست دي او یا مظاهرې کوې او د پاکستان بمبارونه تایدوي، د دوی د هغه مشر د دوشنیې خبره مې راپه یاد شوله چې واقعا دوی د معاملې لپاره د هر نوع ملي ارزښتونو نه تیر دي او ځانونه په ډیر ارزانه بیه خرڅوي. ځینو یې مخکې ویل چې د دوی او داعش تر منځ ډیر شباهتونه دي او د هغوي سره هم د طالبانو په وړاندې یوځای کیږي. یعنې دوی يه هیڅ اززښت باور او عقیده نه لري. د شخصي ګټو او قدرت د لاسته راوړولو لپاره د هر هیواد سره معامله کوي او هر هیواد یې په کرایه اخستلې شي.
د جمهوریت په وخت کې همدې ډلو او اشخاصو په ډیرو د ای اس ای ټاپې لګولې او د دولت بیکفایته مشرانو ورته چکچکې کولې او پاکستان یې د افغانستان د ورانۍ او بربادې منبع ګڼله. خو د جمهوریت د سقوط نه وروسته معلومه شوله هغوي چې په نورو او په خاصه توګه په پښتنو مشرانو د ای اس ای ټاپې لګولې، د پاکستان وفاداره د ای اس ای ایجنټان ثابت شول.
پرون دوی طالبان د پاکستان ایجنټان ګڼل خو اوس همدا ایجنټان د پاکستان د بمباریو او د ملکي کسانو په وژلو خوشالې کوي.
زمونږ اختلاف د طالبانو سره د اصولو په اساس دی. مخالفت په همدې و او دی چې دوی د پاکستان د ګټو لپاره افغانستان وران او د دوی د جنګونو له امله جنګي ډلې، جنګسالاران او فاسد چارواکي چاق شول. که د پاکستان يه حمایت بله ډله هم قدرت ونیسي، اکثریت افغانان به یې همداسې مخالف وي لکه نن چې د طالبانو د کړنو سره مخالف دي.
له بده مرغه، طالبانو د قدرت نیولو نه وروسته بیا د تیر په څیر د نفې او انحصار د قدرت سیاست رامنځته کړ. د طالبانو د کړنو او موجوده پالیسې ولس نفې کړې، قانونمند او مشروع حکومت چې ولس ته ځوابده وي، شتون نه لري. د قانون په نشتون کې د بیان ازادي، د ښځو نه د تعلیم او کار حق اخستل او م زر ما ټوله د ملا ده، نو ځکه د طالبانو سره د ولس جدي مخالفت شتون لري. تر څو چې طالبان په خپلو کړنو کې تغیر رانه ولي او ولسي مشروعیت ته د یوې ملي پروسې له لارې چې لویه جرګه ده، زمینه مساعده نه کړي، د طالبانو موجوده حاکمیت نشي کولې چې په افغانستان کې سیاسي ثبات، بشري، رواني او فزیکي امنیت وساتلې شي.
دنیا هم په دغه ډول به هیڅکله طالبان په رسمیت ونه پیژني او افغانستان به د اتزوا په حالت کې وي. د انزوا حالت د افغانانو او افغانستان لپاره ناوړه پایلې لري. طالبان په خپلو موجوده تګلارو نشي کولې چې د سیمې او نړۍ د موجودو تحولاتو په رڼا کې د نړۍ او سیمې د دسیسو او رقایتونو نه افغانستان وژغورلې شي.
د طالبانو موجوده تګلارې د پاکستان مداخلو، بمباریو او په اوږدمهال کې داخلي او نیابتي جګړو ته زمینه مساعده کړیده. د راتلونکو ټولو بدو عواقبو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی خو د دغه پالیسو په پایله کې به افغانان او افغانستان بیا د تیر په څیر قرباني کیږي.
مونږ، د اشخاصو، ډلو او افرادو سره د معاملې په عوض، د لوی جرګې وړاندیز ځکه کوو چې ولسي او نړیوال مشروعیت ته زمینه مساعده او افغانستان د راتلونکې ګډوډۍ نه وساتل شي. لویه جرګه به د نظام د تګلارې او اساسي قانون د تصویب لپاره لاره هواره کړي ترڅو د اساسي قانون په چوکاټ کې یو قانونمند او ولسواکه نظام رامنځته شي. نه طالبان نفې کیدلې شي او نه طالبان ملت نفې کولې شي. د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام په رامنځته کیدو کې د سیمې د مداخلو مخه نیول کیږي او د ټولو افغانانو حقه حقوق د قانون په چوکاټ کې خوندي کیږي.
ډیرې دا دلیل راوړي چې جمهوریت کې خو قانون و، ولې ثبات رامنځته نشو ځکه چې د قانون تطبیق ضعیفه و. که ټول په ګډه په راتلونکې کې د قانون د درلودلو سره د قانون د تطبیق لپاره موثره ګامونه واخلي، پخپله ثبات رامنځته کیږي. د نړۍ د ډیرو هیوادونو تجربو ښودلې ده چې د قانون د تطبیق په نتیجه کې ثبات او پرمختګ په هیوادونو کې رامنځته شویدی.
قوانین همیشه د هر هیواد د ملي، عقیدوي او دیني پرنسیپونو او اصولو په اساس د ملي ګټو لپاره تدوین کیږي. افغانستان اسلامي هیواد دی او قوانین به یې هم لکه د تیر په څیر د اسلام سره په ټکر کې نه وي. فقه هم قانون دی او د وخت د شرایطو سره علماو د خپل وخت رامنځته کړیده. د مدنې میثاق هم قانون و چې رسول الله صل الله علیه وسلم تاید او ومنه. اساسي قانون د اسلام سره په ټکر کې مسله نه ده چې ځیني د خلاصې کم علمه ملایان استدلال کوي.
یوازې د اساسي قانون په رڼا کې افغانستان د معامله ګرې نه خلاصیدلې شي که نه کله به یو ټوپکماره ډله حاکمه یا ګډوډي رامنځته کوي او کله به بله. د تیرو پنځوسو کلونو تجربو همدا پایلې وې او باید د تیر تاریخ نه ټول خواوې عبرت واخلي تر څو تاریخ بیا تکرار نشي.
قطر او سوچ
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320