افغانستان ته کمونیزم او سوسیالیزم راغی او لاړو، اسلام راغی او لاړو، دیموکراسي راغله او لاړه، افغانستان فتح شو، ازاد شو، ونیول شو، اباد شو، وران شو، اشغال شو، کباړ شو، دا و هغه وشول خو نتیجه څه ده؟
* ایا فزیکي، رواني او بشري امنیت شته؟
* ایا ولس او د دوی بچیان او کورنۍ په خپل راتلونکی مطمینه ده؟
* ایا افغانستان د نړۍ او ګاونډیانو سره سیالي کولې شي؟
* ایا افغانستان د نړۍ یوه برخه ده او که د انزوا حالت سره مخامخ ده؟
* ایا ولس ځانونه د نظام او حاکمیت برخه ګڼي، یا ولس په خپل کور کې د شپږمې ګوتې په څیر ځانونه احساسوي؟
* ایا افغانانو ته په هیواد کې دننه او بهر څوک په درنه سترګه ګوري؟
* که داسې او دې ته ورته نورې پوښتنې هر څوک د خپل ځان سره مطرح کړي او پخپله ورته د خپل فکر او د خپل چاپیریال د حالاتو په کتو سره ځواب ورکړي، ځواب به څه وي؟
که ځوابونه او نتیجه منفي وي، بیا خو دا شعارونه نور په درد نه خوري ځکه د اکثرو چارواکو او د هغوي د مشرانو کړنې د هیڅ یوې ایډیالوژې سره برابرې نه وې او نه دي.
ولس په شعارونو نور نه غولیږي. هر څوک عقل او فکر لري. واښه څوک نه خوري او حالات د نږدې نه ګوري چې څوک پکې چاق او څوک پکې خوار شول.
عاقبت بخیر
نوټ:
د هرې دورې یو یو عکس په انجام باندې فکر کول پکار دي.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول
په افغانستان کې د جنګ د سون موادو کمبود نشته
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.