په افغانستان کې د جنګ د سون موادو کمبود نشته
پنځه کاله طالبانو د جمهوریت او لنډغر په ضد شعارونه ورکړل او ټوله ملامتیا یې په لنډغرو او جمهوریت واچوله.
هو! جمهوریت او لنډغر ځکه ملامته دي چې د طالبانو راتګ ته یې زمینه مساعده کړله. طالبان ولس ته همدا وایي چې دوی د جمهوریت او لنډغرو نه ښه دي او خلک په دې ویروي چې ګوندې که دوی له منځه ځي، نو پخواني لنډغر او فاسد جمهورتیان به بیا راځي.
وایي خپل عیب د اوږو منځ کې دی او هغه نه ګوري. طالبانو د خپلې اولې ناکامې دورې د کړنو په اساس، د دوی په اصطلاح پخوانیو لنډغرو بیا راتګ ته زمینه مساعده کړله. طالبان د خپل اوسني حاکمیت خپله لنډغري او د حکومتولۍ تګلاره نه ګوري چې شرطه او سپین کمیسي مرده شویان یي څه نه کوي؟ افغانستان چا د انزوا حالت سره مخامخ کړیدی؟ د لنډغرو د بیا راتګ لپاره زمینه څوک مساعدوي؟ مشر یې درک نه ښکاري، خو د اسلام، انسانیت او افغانیت په ضد فرمانونه صادروي. هم یې اسلام بدنام کړ، هم افغانیت او هم انسانیت.
څو ورځې د پاکستان ضد تبلیغاتو هم یو څه ساه ورکړله خو هغه تبلیغ نور هم بازار نه لري ځکه ولس د دوی په مذهب نه پوهیږي چې دوی د پاکستان سره زرګري اختلاف لري که اساسي اختلاف؟ که اساسي اختلاف یې درلودلې نو باید د ولس حمایت لپاره یې مراجعه کړې وه او زمینه یې د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره مساعده کړې وه. یوازې په خپلو شرطه او سپین چپنو مرده شویانو د پاکستان په وړاندې دفاع هیڅکله نشي کولې.
د طالبانو دا روایتونه نور بازار نه لري. دیګ بخار شپیلقونه په چغارو راغلي او دیګ بخار خامخا انفجار کوي. د دیګ بخار سړول هم اسانه نه دی ځکه د دیګ بخار لاندې اور زیات شوې او ګاونډیانو د سوی ګیس والونه بیرته کړیدي.
مونږ په کراتو ویلې چې جنګ د مسایلو د حل لار نه ده خو دا په دې معنی نه ده چې د طالبانو تګلاره سمه ده. په کراتو مو ویلي چې د طالبانو موجوده تګلاره پخپله راروانو جنګونو او د ګاونډیانو مداخلو ته زمینه مساعدوي او مسوولیت یې هم د دوی په غاړه دی. ډیرې افغانان د جنګ پلوي نه دي خو چې څوک تنګ شي، خامخا به جنګ کوي. مونږ به د جنګ برخه نه اوسو خو د جنګ د سون مواد په افغانستان کې کمبود نه لري.
د تیر تاریخ نه په عبرت سره که په تیرو پنځوسو کلونو کې د جنګ بشري قوه یا د سون مواد کم نشول، په راتلونکې کې هم نه کمیږي.
عاقبت بخیر
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.