-اقتصادي نابرابري له کومه راځي؟
– لومړی برخه
توني اتکینسن
ـ توني اټکینسن اقتصادي نابرابري له واک او قدرت سره تړي.
ټوني اټکینسن د ۱۹۴۴ کال د سپټمبر په ۴مه نړۍ ته سترګې وغړولې. هغه په ۱۹۶۶ کال کې د کمبریج له پوهنتون څخه د ممتاز محصل په توګه فارغ شو او د خپلو څېړنو د دوام لپاره د سمندر هاخوا، د امریکا د MIT (د ماساچوسټس ټکنالوژۍ انسټیټیوټ) پوهنتون ته ولاړ، څو د پیټر باؤر تر لارښوونې لاندې زده کړې وکړي. له فراغت وروسته بېرته بریتانیا ته ستون شو او له ۱۹۹۴ څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې یې په اکسفورډ پوهنتون کې تدریس وکړ. له اکسفورډ څخه تر بېلېدو وروسته یې د لندن د اقتصاد په ښوونځي (LSE)، یونیورسټي کالج لندن او همدارنګه د اېسکس په پوهنتون کې تدریس کړی. نوموړی د انګلستان د ملکې له لوري د «سر» لقب هم ترلاسه کړی و. بالاخره د ۲۰۱۷ کال په پیل کې، د ۷۲ کلونو په عمر ومړ.
سر انتوني بارنز اټکینسن بریتانوی اقتصادپوه د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ ورځ وفات شو. کله چې اټکینسن ومړ، ډېرو مشهورو ورځپاڼو د هغه د مړینې خبر د «د عاید او شتمنۍ د مطالعاتو مخکښ څېړونکی ومړ» تر سرلیک لاندې خپور کړ.
څه لامل شو چې هغه په داسې لقب وپېژندل شي؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره باید د ټولنیز عدالت په اړه د اټکینسن تحلیل ته مراجعه وکړو. دا تحلیل د «د عدالت غوښتنې هسته» په نوم لیکنه کې وړاندې شوی چې د همدې یادښت په لومړۍ برخه کې یې موږ ځینو برخو ته اشاره کوو.
د نابرابرۍ موضوع په اقتصاد کې له کارل مارکس څخه هم مخکې یوه ډېره مهمه مسئله وه، او له کارل مارکس وروسته بیا د اقتصادي مطالعاتو او سیاسي خوځښتونو له مهمو بهیرونو څخه وګرځېده. په وروستیو کلونو کې ګڼو اقتصادپوهانو د دې موضوع په اړه لیکنې کړې دي.
د «عدالت غوښتنې هسته» د راپور له مخې، که څه هم د نابرابرۍ د ستونزې د حل لپاره د متعارفو اقتصادي جریانونو له لوري ګڼې لارې چارې وړاندې شوې دي، خو له دغو لارو څخه هېڅ یوه هم نه ده توانېدلې هغه پرلهپسې نابرابري راکمه کړي چې د معاصر اقتصاد له جوړښت څخه راولاړېږي. دغه راپور خپله شننه تر هغه لسیزې پورې رسوي چې د ۲۰۰۸م اقتصادي بحران وروسته پیل شوې. د همدې لسیزې په ترڅ کې نابرابري او بېوزلي لا زیاته شوه، او همدا راز د هغو پېښو له امله چې د دغې لسیزې په پیل کې رامنځته شوې، په دې برخه کې ګڼ شمېر نظریې او کتابونه ولیکل شول. له هغو څخه د توماس پیکټي، جوزف سټیګلېټز او انتوني اټکنسن آثار د یادونې وړ دي. نږدې په دغو ټولو اثارو کې د نابرابرۍ زیاتوالی د اقتصادي ودې او پراختیا له مهمو ځانګړنو څخه ګڼل شوی دی چې په تېرو څو لسیزو کې په نړیواله کچه رامنځته شوې.
په بل عبارت، اقتصادي بحران د دې لامل شو چې ډېری اقتصادپوهان له خپل فکري خوبه راویښ شي او په ګڼو موضوعاتو کې خپل نظرونه له سره وارزوي.
اټکنسن په ۲۰۱۵م کال کې د «نابرابري: څه کولای شو؟» تر سرلیک لاندې کتاب خپور کړ. هغه د اقتصادي معلوماتو او بهیرونو په راټولولو سره د نابرابرۍ زیاتوالی په څرګنده توګه هم په مستقیم او هم په غیرمستقیم ډول د «د قدرت په توازن کې بدلون» پورې اړوند وباله. که څه هم دغه کتاب د توماس پیکټي د «پانګه په ۲۱مه پېړۍ کې» په اندازه پام ځانته راونهړاوه، خو ښايي په ځینو برخو کې د پیکټي له اثر څخه غوره او لا منسجم وي. په داسې حال کې چې پیکټي د شتمنۍ او عاید پر تمرکز ډېر ټینګار کوي، اټکنسن دا موضوع په ژوره کتنه څېړي چې ولې دودیزې درملنې او حللارې نه شي کولای د دې تمرکز ستونزه هواره کړي؟
د پيکټي د اثر سره د اټکنسن د کتاب یوه بل مهم توپیر د هغه په عملي لیدلوري کې ده. اټکنسن د پیکټي پرخلاف د داسې حللارو په لټه کې نه دی چې نسبتاً انقلابي بڼه ولري، بلکې تر ډېره د نړۍ د موجودو اقتصادي جوړښتونو د اصلاح غوښتونکی دی.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.