د نافرمانۍ فضیلت: ایا اوسني پرمختللي تمدنونه اطاعت کوونکو جوړ کړي، که هغو کسانو چې د (نه) ویلو جرئت یې درلود؟
سیف توریانه
(د نافرمانۍ فضیلت: ایا اوسني پرمختللي تمدنونه اطاعت کوونکو جوړ کړي، که هغو کسانو چې د (نه) ویلو جرئت یې درلود؟)
موږ ته له ماشومتوبه درس راکول سوی چې اطاعت د شرافت او ادب نښه، او نافرماني د رذالت او بې لاري توب نښه ده. کورنۍ، ښوونځي او ټولنه ډیری وخت د اطاعت کوونکي کس ستاینه کوي؛ د هغو کسانو چې پرته له پوښتنې قوانین مني او له ټاکل شویو حدودو نه وزي. مګر که تاریخ په دقت ولوستل سي، یو ځورونکی حقیقت به راښکاره سي، چې؛ که ټولو انسانانو تل اطاعت کړی وای، نو آیا غلامي به له منځه تللې وای؟ ښځو به د زدهکړو، کار او رایې ورکولو حق ترلاسه کړی وای؟ ځوانان، کدرونه او هر حقدار وګړی به له تبعیضي او تعصبي چلند څخه خلاص سوی وای؟ ایا ظالم او جابر حکومتونه به ننګول سوي وای؟
هیڅکله هم نه!
پایلي ته رسېږو چې د انسانیت ډیری اخلاقي پرمختګونه د اطاعت پایله نده، بلکې د هغو کسانو د نافرمانۍ پایله ده چې د بې عدالتۍ له منلو څخه یې انکار کړی و.
هینري ډیویډ تورو (Henry David Thoreau) په خپله مشهوره رساله “مدني نافرماني” یا “Civil Disobedience“ کې، استدلال کوي چې انسان د قانون په وړاندې د مسؤلیت څخه مخکې د خپل وجدان په وړاندې مسؤل دی. د هغه په نظر، هغه قانون چې انسان مجبوروي ترڅې په بې عدالتۍ کې برخه واخلي خپل اخلاقي مشروعیت له لاسه ورکوي. په داسې شرایطو کې، اطاعت فضیلت نه، بلکي په ظلم او بې عدالتي کې د ونډي اخیستني یوه بڼه ده.
تورو خبرداری راکوي څې تر ټولو لوی خطر بد حکومت نه دی؛ هغه ښه اتباع دي چې پرته له فکر کولو د دوی اطاعت کوي.
هانا ارنټ، د اډولف ایچمن له محاکمې وروسته، د (The Banality of Evil) مشهوره مفهوم رامینځته کوي. هغه څه چې آرنټ یې ډیره متاثره کړې وه، د ایچمن وحشت نه وو، بلکې د هغه عادي والی وو. آرنټ وایي: ایچمن خپلې وحشیانه کړنې د استثنایي کرکې له مخي نه بلکې د اطاعت له مخي ترسره کړې دي. هغه زیاتوي چې بدي تل له نفرت او ښکاره تاوتریخوالي څخه نه رامینځته کیږي؛ هغه وخت پیلېږي کله چې یو څوک د فکر کولو مسؤلیت بل ته وسپاري او خپل وجدان د “حکم” د کلمې تر شا پټ کړي.
په هرصورت، نافرماني هم که د عقلانیت او مسؤلیت له مخي نه وي، کولای سي ګډوډي رامینځته کړي. لکه څنګه څې اطاعت تل فضیلت نه دی، مخالفت هم ندی. هغه څه چې نافرماني ارزښتناکه کوي د قانون ماتولو هیله نه، بلکې د حقیقت، عدالت او انساني وقار سره ژمنتیا ده. اخلاقي نافرماني، مخکې له دې چې د ځواک په وړاندې چیغه وي، د ضمیر سره صادقانه خبرې اترې دي.
له همدې امله، تاریخ د هغو کسانو ډیر پوروړی دی چې په یوه نازک وخت کې یې د جریان پر وړاندې د اطاعت پر ځای د بغاوت جرأت کړی.
سقراط، د شوکرانو پیاله په سر واړوله مګر له هغه حقیقته تېر نسو چې باور یې پرې درلود؛ ګالیله، خپل نړۍ لید ته پر ځواک لویي ورکړه؛ روزا پارکس، په تبعیض ورکړل سوی، مقام رد کړ، او بې شمیره نامعلومه خلک چې نومونه یې په کتابونو کې ندي ثبت سوي، مګر د دوی زړورتیا د راتلونکي لاره بدله کړه.
تمدن د سړکونو او ښارونو په جوړولو پرمختګ نه کوي؛ د هغو خلکو لخوا پرمختګ کوي چې د آرامه ژوند لپاره په وجدان سوداګري ونکړي.
ترټولو مهمه پوښتنه چې هر نسل یې باید له ځانه وپوښتي ممکن دا وي چې؛ که یوه ورځ قانون د وجدان پر وړاندې درېږي، نو موږ به د کوم یوه پلوي کوو؟
https://blogs.law.columbia.edu/uprising1313/files/
2017/10/Civil-Disobedience-by-
Henry-David-Thoreau.pdf
https://blogs.law.columbia.edu/
uprising1313/files/2017/10/Civil-
Disobedience-by-Henry-David-Thoreau.pdf
https://static1.squarespace
.com/static/53b59f96e4b089b
f6ae90076/t/6000a841632
bab072ce17f50/1610655809761/
Arendt++-+Eichmann+in+Jerusalem.pdf
https://static1.squarespace.com/static/
53b59f96e4b089bf6ae90076/t/6000a8416
32bab072ce17f50/1610655809761/Arend
t++-+Eichmann+in+Jerusalem.pdf
https://smarthistory.org/goya-third-of-may-1808/ Smarthistory – Francisco Goya, The Third of May, 1808
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.