له انسانانو څخه نه، د هغوی له ګناهونو نه کرکه وکړه!
لیکنه: استاد الحاق جوادي
کله نا کله که کوم څوک تېروتنه کوي، دروغ ووایي، ملنډې ووهي، حق دې وخوري او یا…؛ د انسان زړه غواړي، ترې کرکه وکړي؛
خو د قرانکریم د دید زاویه خورا ښکلې ده؛ کله چې د حضرت لوط (علیه السلام) قوم بد فعلونه کول، نو ده ووېل:
((قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُم مِّنَ ٱلْقَالِينَ)) (شعراء/۱۶۸)
یعني:
زه مو له اعمالو نه بېزار یم.
ګورئ، ویې ویل:
زه مو له بده کاره بېزار یم، نه له تاسو نه.
دا یو ډېر مهم توپیر دی:
ښه انسان، انسانان نه بلکې بد فعل پرېږدي؛
لوی څښتن تعالی، پیغمبرانو ته هم داسې روزنه ورکړې؛ خو ولې؟
ځکه که چېرې خپله له یو انسان نه کرکه وکړې، نور نو نه ورته نصیحت او نه یې مرسته کولای شې او آن دا چې انصاف هم نه شې کولای؛ خو که چېرې دده له بد فعل نه بېزار شې، نو لا تر دغه مهاله د اړیکې ور خلاص دی؛ فرض کړه:
ملګری دې ملنډې درباندې وهي، دوه انتخابه لرې:
۱ـ وایې به:
زه درنه کرکه کوم؛ دغه جمله اړیکه خرابه او زړه ماتوي او یا:
۲ـ وایې به چې:
دا کار مې دې نه خوښېږي!
پام مو شو؟
تر اوسه لا ملګري یئ، خو د هغه بد کار دې وغانده؛ یا مثلاً:
ورور دې له اجازې پرته وسایل ور اخلي؛
ته له هغه نه کرکه نه کوې، بلکې په کار یې ناخوښه او کولای شې د تکرار مخه یې ونیسې.
دا ډول چلند ولې مهم دی؟
ځکه:
انسانان وده کوي، بدلېدلای او ښه کېدلای شي؛ خو په بد کار که چېرې سر ونه ګرځول شي، لویېږي او په هماغه کس کې ریښې ټینګوي.
کله چې له چا سره مینه لرې، د تېروتنو مخه یې نیسې او
کله چې دې له چا نه کرکه کېږي، پخپل حال یې پرېږدې؛ قرآنکریم غواړي، ته له هغه لومړي ډول خلکو نه وګڼل شې:
مهربان، زړه سواندی، نرم؛ خو د بدۍ او بد فعل پر وړاندې محکم.
تمرین:
دری ځایونه انتخاب کړه:
کور، ښوونځی او کلی.
وګوره، کوم کار دې نه خوښېږي:
بې احترامي؟
ملنډې؟
دروغ؟
بې انصافي؟
چاپلوسي او…؟
بیا یوه جمله تمرین کړه:
زه تاته ارزښت درکوم، خو دا کار مې دې نه خوښېږي!
دغه ساده خو مهم تمرین به دې که له یوې خوا زړه له کینې او کرکې نه خالي کړي؛ نو له بلې خوا به ستا داسې مرستندویه شي، چې د قرآنکریم له لارښوونو سره سم چلند وکړې:
بشر دوسته، خو د بدۍ دښمن!
https://af.dawatmedia24.com/?p=187829
Comments are closed.