د نورستان په ویجاړونکو سېلابونو کې ۲۳ تنه مړه، ۸۰ ټپیان او نږدې ۱۰۰ کسان ورک دي

31

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي چمتووالي ادارې د تازه معلوماتو له مخې، نن له غرمې وروسته د نورستان ولایت په مرکز پارون او شاوخوا سیمو کې د شدیدو سېلابونو له امله ۲۳ کسان مړه، ۸۰ نور ټپیان شوي او نږدې ۱۰۰ کسان لا هم ورک دي.

د دې ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت ویلي، چې تر اوسه د ۱۵ مړیو جسدونه له خاورو او خټو را ایستل شوي، او د لټون او ژغورنې عملیات په پراخه کچه دوام لري. هغه زیاته کړه، چې سېلابونو ۷ کورونه بشپړ او ۲۳ نور یې برخه برخه ویجاړ کړي دي. همدارنګه، ۷۰ دوکانونه، ۴۰ سپک او درانده موټرونه او ۱۱ هوټلونه هم بشپړ یا نسبي زیان لیدلی دی.

مسوولانو ټینګار کړی، چې دا شمېرې لومړنۍ دي او د لټون، ژغورنې او د زیانونو د ارزونې له دوام سره به ښایي د قربانیانو شمېر او د مالي زیانونو کچه لوړه شي. د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي، چې ژغورونکې ډلې لا هم په سیمه کې فعالې دي او د سروې او ارزونې بهیر بشپړېدو سره به کره او نوي شوي معلومات رسنیو ته وړاندې شي. ادارې په دې شمېرو کې د بدلون احتمال هم رد نه کړ.

دغه سېلابونه نن له غرمې وروسته راوتلي او تر ډېره یې پارون ښارګوټی او ورڅېرمه سیمې اغېزمنې کړې دي، چې سخت مالي او تلفاتي زیانونه یې اړولي دي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.