د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ شپږمه برخه

ژباړه: بریال حبیبي

72
د شپنۍ آرامتیا راز!
لیکنه: استاد الحاق جوادي
خوب یوازې او یوازې د جسم له کاره لوېدل نه دی؛ قرآنکریم له یو داسې راز او حقیقت نه پرده اوچتوي، چې که چېرې پرې پوه شې نو خوب به درته یوه نوې مانا پیدا کړي:
((اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنْفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا)) (زمر/ ۴۲)
هغه همدغه الله دى چې د مرګ په وخت کې ساه ګانې اخلي او څوك چې لا تر اوسه پورې نه دی مړ شوی، د هغه روح په خوب کې قبض كوي.
یعني څه؟
یعني:
په خوب کې دې د روح یوه برخه د دنیا له شور و ځوږ نه بیلېږي او د څښتن تعالی په امنه غېږه کې ځای نیسي؛ که ځیر شو:
نو له همدې امله دې له یو ژور خوب وروسته زړه سپک شوی او ذهن لا ډېر روښانه شوی وي؛ فکر به کوې چې له یوه داسې پټ سفر نه راګرځېدلی یې، چې یوازې روح پرې پوهېږي؛ د بلخ مولانا له همدغه راز نه پرده اوچتوي:
می‌ رهند ارواح هر شب زین قفس
فارغان، نه حاکــــم و محکومِ کس
او یا:
نه غم و اندیشه‌ ی سود و زیان
نه خیال ایــــن فلان و آن فلان
د روح دا تګ یوازې د عضلاتو د استراحت لپاره نه دی، بلکې ددې لپاره دی چې ستړی روح بیاځلي د آسمان خوند وګوري او څه ناڅه د ځمکې له فشار نه واټن واخلي؛
همدا غیبي ډالۍ لوی څښتن تعالی په ډېرو سختو ورځو کې هم خپلو بندګانو ته ورکړې؛ د بېلګې په ډول:
د بدر غزا کې؛
کله چې یې زړونه لړزېدل، نو یو سپک او لطیف خوب پرې راغی؛ تر څو یې روحونه د جګړې له سختې او درنې فضا نه بېل او یو نوی ځواک پیدا کړي:
((إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِنْهُ)) (انفال/ ۱۱)
هغه وخت (در یاد کړئ) چې كله الله له خپل لوري څخه پر تاسي د ډاډينې یو کیفیت/ سپک خوب خور کړ.
هره شپه همدا پېښه ستا سره هم کېږي؛ ته چې له خوب نه راپاڅې، نو د هغه مسافر غوندې یې چې له یو نامریي سفر نه راګرځېدلی؛ هغه سفر چې که چېرې په ویښ زړه سره وي، نو اغېزې به یې په روځ کې هم هرومرو حسوې.
تمرین:
نن شپه چې کله سترګې پټوې، د پیغمبر اکرم (ﷺ) دا همېشنۍ دعاء ووایه او روح دې څښتن تعالی ته وسپاره:
((بِاسْمِكَ رَبِّي وَضَعْتُ جَنْبِي، وَبِكَ أَرْفَعُهُ؛ فَإِنْ أَمْسَكْتَ نَفْسِي فَارْحَمْهَا، وَ إِنْ أَرْسَلْتَهَا فَاحْفَظْهَا بِمَا تَحْفَظُ بِهِ عِبَادَكَ الصَّالِحِينَ.)) (د بخاري او مسلم روایت)
((پروردګاره، ستا په نوم خپل بغل پر ځمکه ږدم او ستا په مرسته راپاڅېږم؛ که دې چېرې په خوب کې زما روح واخیسته، پر هغه رحم وکړه او که چېرې دې بېرته راوګرځاوه، نو هغه داسې وساتې لکه څرنګه چې دې د خپلو صالحو بندګانو والا ساتلي.))
د روح سپارلو همدا یوه دقیقه تاته در ښایي چې:
ته یوازې نه یې؛ او
هر سهار بیاځلي هغه ډالۍ درکوله کېږي، چې باید تر وړاندې ترېنه ښه ګټه واخلې!

 

د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ پینځمه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.