د افغانستان بانک د بانکي ننګونو په حل برلاسی بانک

لیک: پوهنیار استاد تاج محمد تمکین

54

بانکونه په اقتصاد کې یو خاص ارزشت لري او د لوی اقتصاد په پرمختیا کې د پام وړ رول لوبوي، ننئ نړئ هغه نړئ ده چې غواړي خپلې اړتیاوې که هر ډول وي په داسې ډول حل کړي چې فرصتي لګښت یې کم وي د بیلګې په توګه هر څوک په منډه کې دی په همدې اساس غواړي چې د بريښنا بیل په چټکه توګه تحویل کړي، سوداګریزې معاملې په چټکه توګه پرته د وخت د ضیاع څخه تر سره کړي، د پیسو لیږد پرته د کوم زحمت او تکلیف څخه وکړي، د بل چا لپاره د هغه حساب کې چټکې پیسې جمع کړي او همدا شان د ژوند سره تړلي ټول کارونه په چټکتیا سره تر سره کړي. ننئ نړئ بریښنايي نړئ ده چې په همدې بنسټ ورته نړیوال کلی هم وايي. زمونږ هیواد افغانستان کې هم سره د ډیروو ننګونو زمونږ د افغانستان بانک چې د هیواد مرکزي بانک دی(د افغانستان بانک د قانون لمړئ ماده وايي چې د افغانستان بانک د افغانستان مرکزي بانک دی) ګڼ شمیر ستونزو په حلولو بریالی شوی دی او په ډیر ماهرانه او مسلکي توګه یې په دومره سخت ننګه ایز چاپیریال کې د بانکدارئ د اسانتیاوو په راوستلو کې مهم رول لوبولی دی. په بانکي اقتصاد کې مونږ یوه مقوله لرو چې مرکزي بانک به یو هیواد کې د بانکونو د مور په نوم هم یادیږي چې موخه یې دا ده چې د سوداګریزو بانکونو د ستونزو د حل، د فعالیت د اجازې او ګڼ شمیر نور کارونه د مرکزي بانک د قانون او چتر لاندې تر سره کیږي.

د افغانستان بانک د قانون دوهمه ماده داسې وايي: د د افغانستان بانک عمده هدف د کورنیو( داخلي) قیمتونو د ثبات تامینول او ساتل دي. که په ټولیزه توګه وګورو زمونږ مرکزي بانک یاده موخه په دومره ناوریني حالاتو کې ترلاسه کړې ده، په هیواد کې مهم غذایي او غیر غذایي موادو بیې د سیمې د نورو هیوادونو په پرتله ارزانه دي او ددې لامل دا دی چې د دافغانستان بانک په دې توانېدلی چې انفلاسیون په نورمال حالت کې وساتي او پرېنږدي چې غریب هیوادوال مو چې اکثریت یې ثابت عاید درلودونکي دي متضرره شي، د سیمې په کچه لا اوس هم د اجناسو قیمتونه ارزانه کیږي او انفلاسیون په بشپړه توګه کنترولي حالت کې قرار لري. تر تولو ستره خبره دا ده چې هیوادوالو ته د یو کامِلې اسلامي بانکدارئ چاپیریال جوړ شوی دی او په داخل د هیواد کې ټول بانکونو د اسلامي بانکدارئ د ترویج لپاره کار کوي او دا د یوې مسلمانې ټولنې لپاره تر ټوله مهمه او اړینه خبره ده چې د خپل دین او کلتور مطابق ورته بانکي خدمات چمتو شي او په اسانه توګه خپل پولي معاملات تر سره کړي او تکلیف هم نشي. د افغانئ بانکنوټونو پولي ارزښت هم باثباته ساتل شوی دی چې له آمله یې کاروباریان هم په داخل د هیواد کې د پانګې اچونې په پار ډاډمن شوي دي. د سوداګریزو بانکونو بانکي فعالیتونه هم تر کافی بریده نورمال حالت ته په تللو دي او ورځ تر بلې بانکي اسانتیاوې چټکتوب او اسانئ طرف ته روانې دي. د یادونې وړ ده چې د بانکدارئ د ننګونو دا حل دا سفر لا هم ادامه لري او ورځ تر بلې اسانتیاوې زیاتیږي. دد افغانستان بانک د بانکي ننګونو د حل برخه کې بريښنايي بانکدارئ ته هم زیاته پاملرنه کړې ده، بريښنايي بانکدارئ د هیوادوالو لپاره زیاتې ګټې راوړي لکه د وخت سپما، د معاملاتو چټکه توګه باندې ترسره کول، د فزیکی بیروبار څخه خلاصون، د پیسو اسانه انتقال، د تېروتنو کمښت، د لګښتونو کموالی او زیاته اسانتیا او سهولت له ځآنه سره لري
د افغانستان بانک په همکارئ اوسمهال خصوصي بانکونو دې ته پاملرنه کړې ده. ‌ډیری شمیر افغانان اوس د ماسترکارت، د صراف اتومات ماشین کارت، دبت کارد او نورو څخه استفاده کوي او دا په هیواد کې د بانکدارئ د پرمختګ یوه ښه نمونه ده. دافغانستان بانک رهبرئ هم تل هڅه کړې ده چې بانکونه تشویق کړي چې هیوادوالو ته تر ټولو چټک، ښه او اسانه سهولتونه رامنځته کړي او دا کار د بانکدارئ د پرمختګ تر څنګ د مالي نظام د پیاوړتوب او د افغان ټولنې خلکو ته د سهولتونو د چمتوکولو یو ویاړ دی. له یاده دې پاتې نه وي چې د بانکي ننګونو په حل کې د دافغانستان بانک رهبري، مسلکي کارمندان او همدا شان بانکي کارپوهانو رول د ستاینې وړ دی او د لوی څښتن تعالا په دربار کې لاسونه لپه کوو چې افغانستان د هرې نګاه څخه یو غښتلی، ځلانده او خودکفا واوسي.

د ښه ویناوال کیدو ځآنګړنې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.