تفتیش او کنترول څنګه کیږي

لیکوال: تاج محمد تمکین

235

تفتیش audit او کنترول کلمې دفترونو کې عموما زیاتې اوریدل کیږي او په مامورینو باندې دا کلمې تر یو څه حده پورې طبیعت خرابونکی تاثیر هم لري او د هغوی د وارخطایئ باعث ګرځي خو حقیقت خو دا دی چې تفتیش او کنترول د یو ښه مدیریت د نورو صفتونو غوندې ځانته خپلې قانوني ځانګړتیاوې او پرنسیپونه لري، نه خو تفتیش د کوم نظامي پولیس مانا لري او نه هم د ادارو ټول کارمندان په اداري لحاظ خراب او بد دي.انسان فطرتاَ نیمګړتیاوي لري او د عادي ژوند په شمول په اداره کې هم اکثر وخت تیروتنې کوي، ځینې وخت یو کارمند په اصولو سم نه وي پوه شوی، یا یې د قانون څخه ګونګه مانا اخستي وي او یا هم په یوه پروسه کې مالومات نلري او دا ټول د دې باعث کیږي چې تیروتنه وشي (په دې کې شک نشته چې په ادارو کې به څه نه څه ستونزې هم موجودي وي او اشخاص به یې قصدا په ځینو تیروتنو کې لاس لري)  چې د چارو د لا ښه تنظیم او کنترول په خاطر په مدیریتي لحاظ ورته د تفتیش او کنترول څانګه رامنځته کیږي،اړتیا لیدل کیږي چې د یادې موضوع د لا ښه وضاحت لپاره په همدې اړه یو څه کرښې ولیکل شي او د تفتیش او کنترول پروسه لا شه روښانه او تشریح شي.

دتفتيش audit  معني پلټنه او لټول دي  او د راتلونکي کنترول يو ډول دی چه دمالي او حسابي فعاليتونو په پاي کي منځ ته راځي یانې د تیروتنو او اداري اشتباهاتو باره کې مالومات راټولول او د اصلاح په موخه یې لازمې لارښوونې کول دي.همدارنګه کنترول يوه فرانسوي کلمه ده چه معني يي (لوړ ليدنه) ده، کنترول د فعاليتونو دتنظيمولو څخه عبارت دی په دي ډول چه موخي او اهداف دطرح شوي پلان سره سم سرته رسيږي چه بايد دتير شوي ،روانو او راتلونکو عمليو فعاليتونه دټاکل شوي موخو او موازينو مطابق او دفعاليتونو د ګټورتيا، اغيز منتيا او اقتصادي څرنګوالي پراساس ولاړ وي په لنډ ه توګه داسې هم ویلای شو چې کنترول د روانو (جاري فعالیتونو) او پلان شوو فعالیتونو تر منځ تر ممکن حده تفاوت راکمول دي، دې کې شک نشته چې یو عملیاتي پلان سل په سلو کې شاید مثبته پایله ورنکړي خو د پرنسيپونو او اصولو په بنسټ که اتیا سلنه مثبته پایله ورکړي نو هم ورته یو کامیاب پلان ویلای شو او د اداري لپاره یې مثمر او ګټور بللای شو. کنترول او تفتیش د غوښتل شوو او ټاکل شوو معيارونو او استندردونو په وړاندي دفعاليتونو دوامداره څيړل دي تر څو د اداري او عملیاتي تیروتنو څخه مخنیوی وشي. دتفتيش audit  ډولونه د وخت پّه نظر کې نیولو سره او همدارنګه چې په کومه ساحه کې عملي کیږي د همدې لحاظه یې  ممکن په لاندې کتګوریو باندې وویشو.

  1. تير تفتيش audit  (مخکيني): ديوه فعآليت دآجرآ پيلولو ته وآيي. د پلآن آيښووني ، برنآمه جوړوني، آجرآتو ته تیاری نيول آو د فعآليتونو مرحلې په دي پړآو کي شآمل ګڼل کيږي.
  2. روآن تفتيش: کله چه برنآمه آوپلآن عملي کيږي دغه وخت روآن تفتيش پيل کيږي تر څو دنآسمو آجرآتو مخه ونيول شي، دا د دې پخاطر چې اداره مطمینه شي جوړ شوی پلان د خپل سم لیدلوري سره د اهدافو د تعقیب په موخه په ښه توګه عملي کیږي او کارمندان یې د بهبود پخاطر ښې هلې ځلې کوي او کنه.
  3. وروستني تفتيش: د مآلي آو آقتصآدي فعآليت په پآي کي صورت نيسي او د تیروتنو د موندلو په وخت په راپور کې ورته ځانګړې لارښونې ورکول کیږي. د پلټنې audit کار  باید له منل شوو نړیوالو او هیوادنې  قوانینو سره سم د حسابی تفتیش شکل ولري او دغه ډول تفتيش په دريو کچو وړآندي کيږي:
  1. د قوآنينو درعآيت، مقررآتو، فرمآنونو، مصوبآتو آو دآسي نورو آړينو آسنآدو د څرنګوآلي آو څيړنوپر کچه.
  2. د آقتصآدي توب آورښتينولۍ پرکچه
  3. د موخو دپلي کولو آو آغيزمنتوب پرکچه.

د تفتیش audit او کنترول موخې او اهداف د شخصي تبعیض، کینې، نور کارمندان ځانته ټیټ راوستل او نورو ناوړو عملونو څخه پاکې او مبرا دي  او د تفتیش په پروسه کې باید دا شامل نوي، تفتیش یواځې او یواځې د اداري فعالیتونو د بهبود او همدا شان د کړنو د سم مختګ پخاطر صورت نیسي، همدا شان تفتیش په اصل کې د لآندي مرآتبو دتآمين په منظور په آدآرآتو آو موسسآتو کي دمآلي فعآليتونو (مآلي شرحي)له څيړنو څخه عبآرت دی لکه

  • په حسآب ورکولو او حساب نيولو کي سوچه والي او شفافيت
  • د اغيزمن او منل شوي استندرد تفتيش د اجرا کولو څخه ځان ډاډه کول او په عمومي توګه د يوي نړيوالي او معياري کړنلاري په مرسته ددغه تفتيش اجرا کول
  • د جنسي شتمنيو او نقدي وجوهاتو ساتنه، د راپور ورکولو او حسابي چارو رښتينوالي او د ټولنيز، اقتصادي پراختيايي پلان دشاخصونو پلي کول

د تفتیش او کنترول بنسټیزې دندې او اساسات هم هغه څه دي چې د تفتیشي پروسې په اهمیت کې لا زیاتوالی راولي او یو سم لیدلوری ورته ټاکي لکه

  • دعامه شتمنيو له دقيق او سم حساب اخيستلو څخه ډاډمنتوب
  • د وزارتونو، آدآرو، شآروآليو، تصديګآنو، بآنکونو، کمپنيو آو دولتي شرکتونو سره په ګډه دمآلي آو حسآبي چآرو په آغيزمنه توګه کنترول
  • د دولت د خدمتونو له تحقق څخه کنترول
  • د پراختيايي او عادي بودجي لګښتونه او ټولنيز،اقتصادي ودي دپلان دتحقق له څرنګوالي څخه کنترول او د ملي اقتصاد،خصوصي سکتور او ټولنيزي ودي  پياوړتيا

باید په یاد وساتل شي چې تفتیش یوه ځانګړې او اهمیت لرونکې پروسه ده چې د توظیفي او تنظیفي ټیم لپاره پکې مهم ټکي په نظر کې نیول کیږي لکه

  • په فوق العاده توګه او يا دپلان سره سم دتفتيش وړ مرجع ټاکنه او دهيات توظيفول د يو واکمن مقام دليک پراساس
  • تر څيړني لاندي مراجعو لمړنۍ سروي
  • د کار دشرايطو په پام کي نيولو سره د تفتيش دپلان تر تيبول
  • د اداري جهتونو څيړل
  • د منظور شوي تشکيل داداري دکارونو څرنګوالي لپاره دکاري دندو دلايحي مطالعه کول
  • د دفتر دحاضرۍ کتل او دمعاش دراپور سره يي پرتله کول
  • د معاش راپور د اړوندو ادارې د فورمونو سره تطبیقول
  • د تحويل خانو دشميري ،دجنسي اونقدي معتمدينو په هکله دمعلوماتو لاسته راوړل
  • د تحويل خاني او خزانې سيف موجودي (د قيديت ) په ډول اوله دفتر سره دهغه تطبيقول دځان ډاډه کولو لپاره،دامانت دارۍ داصل پر بنا
  • د تحويل خانودتنظيم او برآبرولو دتعليمآت نآمي د مقرراتو سره سم دمآلي کآل په وروستيوکي موجودي کول
  • د فرآمينو،تصويبونو،لوآيحوآونورو حکومتي دستورونو له عملي کولو څخه ځآن ډآډه کول
  • د تفتيش دپخوآني آستآزي دنظراوقول د پلي کولوڅخه ځآن ډآډمن کول.
  • دعامه شتمني ساتنه
  • د دولت داحکامو ،فرامينو،مصوباتو او پريکړو دتحقق او پلي کيدو څخه کنترول
  • د مادي شتمنيو او تخصيصاتو داغيزمن او ګټور پکار اچولو څخه کنترول.

تفتیش Audit  یوه داسې پروسه ده چې د اداري اهدافو د سم لاسته راوړلو پخاطر صورت نیسي او په دې کې هیڅ داسې اراده باید شتون ونلري چې د شخصي کینې په لحاظ چاته قصداَ ستونزه جوړه شي او یا هم د تفتیش د کارمند خپل شخصي اهداف پکې شامل شي، تفتیش کونکی کسان باید ډیر صادقانه او د رشیتنولئ د پرنسیپ په اساس کړنې سرته ورسوي او هڅه وکړي چې په یو ډیره دوستانه یي ماحول او لوړو اخلاقي معیارونو سره خپلې کړنې تنظیم کړي. د تفتیش اړوند ادارې کارمندان باید نورو ته په مثالي توګه د خپل کار او شخصیت عالیتوب او اخلاص وښي. د تفتیش د څانګې موجودیت په دې خاطر د خاص اهمیت درلودونکی دی چې په دې سره کارمندان خپلو اشتباهاتو او تیروتنو ته متوجه کیږي،د ادارې اهداف په سمه توګه ترلاسه کیږي او همدارنګه د پلان مطابق کړنې ترسره کیږي.

لیکوال: تاج محمد تمکین

د روښان پوهنتون اقتصادپوهنځي استاد

د افغانستان په  اقتصاد کې د لاسي صنایعو اړوند ستونزې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.