د اقتصادي نوساناتو مشهورې نظرېې (تیوریانې)

لیکوال: استاد تاج محمد تمکین

55

اقتصادي(سوداګریز) نوسانات هغه لوړوالی او ژوروالی دی چې د یو هیواد په اقتصاد کې د وخت په اوږدو کې د ځینو عواملو په اساس راڅرګندیږي.دغه عوامل کیدای شي د اقتصادي نظام نه بهر د بهرني ماحول تاثیرات وي لکه طبعې پیښې او یا هم د اقتصادي نظام زیږنده وي لکه په عوایدو کې کمښت یا زیادت په خپل میلان سره ورته تاثیرات په عمومي اقتصاد کې برسیره کوي.دلته په دې موضوع کې د نوساناتو په اړه د څو مشهورو تیوري ګانو باره کې غږیږو چې د دغو نظریاتو په اساس د اقتصادي نوساناتو باره کې مو مالومات لا زیات شي.

Over production theory

د ضرورت نه د زیات تولید نظریه

د دې نظریې په اساس اقتصادي رکود د ضرورت نه زیات د تولید له امله رامنځته کیږي ، د ضرورت نه د زیات تولید مانا دا ده چې دومره اشیا او اجناس تولید شي چې په ګټه لرونکي قیمت باندې نور خرڅیدای نشي ځکه چې د خلکو د خرید قیمت کم شوی دی او یا هم د تولید مصارف لوړ شوي دي. د ضرورت نه د زیات تولید پایله دا وي چې د راتلونکي باره کې د کارخانه دارانو او متصدیانو اندازه ګیري غلطه ثابتیږي.مثلا که هغوی داسي پیش ګويي وکړي چې راتلونکي کې به د اجناسو لپاره تقاضا زیاته شي او دهمدې نظر په اساس تولید هم وکړي، خو بیا داسې شي چې راتلونکي کې د پیش ګویي اندازې مطابق اجناسو ته تقاضا لوړه نشي نو ظاهره خبره ده چې ټول عرضه شوي مواد بازار کې نه خرڅیږي او چې د کومې پایله دا کیږي چې د مزدورانو تعداد په کارخانو او تصدیو کې کمیږي.د خا مو موادو او مشینري خریداري هم تر یوې اندازې پوري کمیږي او ددې سره سره نور صنعتونه هم تر یوې اندازې پورې اغیزمن کیږي او باالاخره د اقتصادي رکود مرحله شروع کیږي.

دا تیوري په بشپړه توګه باندې د سوداګریز نوسان وضاحت نکوي ځکه چې د ضرورت نه زیات تولید د رکود د مرحلې علت نه دی بلکه د هغې نتیجه ده او لامل یې دا دی چې د اجناسو او اموالو د فروش نه پاتې کیدل پدې مانا دي چې بازار کې د مخکې نه رکودي اثرات موجود وو .

Psychological theory

رواني نظریه

دا نظریه پروفیسر پیګو وړاندې کړیده ، د هغه نظردا بیانوي چې کاروباري خلک په رواني لحاظ کله د خپلو کاروبارونو لپاره مثبت فکر کوي او اینده ورته روښانه ښکاري او کله هم بیا داسې کیږي چې خپله اینده ورته تیاره ښکاري او د کاروبار لپاره یې ښه نه ګڼي.کله د حد نه زیات هیله من کیږي چې کار به ښه شي او کله هم ناامیده شي چې کاروبار نور هم خرابیږي.نو په همدې اساس د همدې حالاتو سره سره سوداګریز دوران(سایکل) خپله دوره پوره کوي . مثلا کله چې کاروبارونه ښه وي نو دغه وخت کې تجاران او متصدیان دا هیله لري چې ډیره زیاته ګټه به وکړي نو ځکه خپله کاروبارونو ته نوره هم توسیع ورکوي او کله چې نور تجاران او متصدیان دا حالت وګوري نو هغوی هم یو اعتماد او باور پیدا کړي او دا باور ځینې وختونه د حد نه زیات شي او خپل کاروبارونه په دومره اندازه وغځوي چې نور د ګټې د حالت نه پخپله ووځي او په دې وخت کې دوی د اقتصادي پریشانئ او خفګان ښکار کیږي.په رواني لحاظ ډیر پریشانه کیږي او بحران په پیل کیدو راځي چې بالاخره اقتصاد ان د بحراني حالت څخه رکودي حالت ته حرکت کوي.

اګر دا نظریه تر کافي حده پورې د قبلولو وړ ده خو دا نظر دا خبره نشي بیانولای چې سوداګریز دورانونه (سایکلونه) د خاصو وقفو نه وروسته ولې پیدا کیږي او نه هم دا نظریه دا وضاحت لري چې د خوش باورئ او بې باورئ د رامنځته کیدو اصلي لاملونه څه دي.

Over saving or under consumption theory

د زیاتې سپما او کم مصرف نظریه

د ځینو اقتصادپوهانو د نظر مطابق سوداګریز سایکلونه یا دورانونه ځکه رامنځته کیږي چې خلک د ضرورت نه زیات پس انداز کوي او کمې پیسې مصرفوي. مونږه او تاسو ګورو چې نن سبا د هر هیواد جامعه په دوه برخو باندې ویشل شوې ده یو یې دولت منده یا مالداره طبقه ده او بله یې غریبه طبقه ده . د شتمنو کورنیو سره د ضرورت نه زیاتې پیسې وجود لري کومې چې هغوی ټولې نشي مصرفولای نو ځکه هغوی د دغه پیسو یوه حصه پس انداز یا سپما کوي او وروسته یې په کاروبار کې لګوی.ددې کار سره د مصرفونکو د اجناسو او ماشینونو وغیره تولید زیاتیږي. د بلې خوا نه غریبه طبقه ده چې د چا د خرید قوت کم وي او هغه هم دومره کم وي چې هغوی ټول اشیا نشي خریداري کولای د ضرورتونو د رفع کولو لپاره .نو ځکه په بازارونو کې اجناس همداسې نا خرڅه پاتې کیږي او مالداره طبقه مجبوريږي چې د تولید پروسه ودریږي کوم چې د رکود باعث کیږي.نو ځکه اقتصادپوهان وایي چې که د شتمنئ او دولت په تقسیم کې د اعتدال او مساوات خیال وساتلی شي نو د اقتصادي بحران او رکود کیفیت به اقتصاد کې پیدا نشي. دا نظریه هم د سوداګریز سایکل سم وضاحت نکوي ځکه چې دا یواځې د رکود اړخ ته توجه کوي او همدارنګه دا د سوداګریز سایکل د تطبیق موده هم نه ښکاره کوی.

Monetary theory

پولي نظریه

نن سبا اکثره سوداګري د بانکونو نه د قرضونو په اخستلو سره کیږي.نو ځکه کله چې سوداګریز حالات ښه وي نو بانکونه هم په پراخ زړه سره قرضونه ورکوي، د سوداګرو د هڅونې په موخه زیاتره وخت د سود اندازه هم کموي، نو ځکه سوداګر د کارخانه دارانو نه ډېر زیات اجناس اخلي او د نورو اجناسو د جوړولو لپاره ورته مخکې له مخکې وایي.دې سره اقتصادي فعالیتونه زیاتیږي او د بانک پولي اعتبار هم زیاتیږي لیکن ورو ورو یو حد داسې راځي چې په کومه نقطه کې بانک داسې محسوسوي چې هغوی په رقابتي ماحول کې ډیر زیات پورونه ورکړي دي او د نغدو پیسو ذخیره یې د ټاکل شوي حد نه کمه شوي ده.نو ځکه ځینې بانکونه د قرضونو دو رکولو نه ځان ساتي او قرض ورکول کموي او خپل پخواني پورونه د مشتریانو نه بیرته غواړي. د دې په نتیجه کې سوداګره طبقه کم اجناس اخلي ، کارخانه داران خپل تولید کموي او اکثره مزدوران بیکاره کیږي. او ددې سره عواید ، د استخدام کچه، مجموعي مصارف او پولي اعتبار کې کمښت راځي او درکود طرف ته اقتصاد حرکت کوي.

په دې نظریه باندې دا انتقاد موجود دی چې سوداګریز سایکلونه یا دورانونه یوآخې د مالي ګامونو سره نه پیداکیږي اګر چه د پیسو د مقدار په کمښت او زیادت سره اقتصادي حالات نور هم سختیږي خو ددې په نتیجه کې سایکل نه رامنځته کیږي.بله خبره دا ده چې سوداګریز سایکلونه نړیوال اثر لري یواځې په یو هیواد کې د پورونو د مقدار په کمښت او زیادت سره ټوله نړئ کې نوساني سایکل نه رامنځته کیږي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320