لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۹۶مه برخه
پاچا که غوږ لرې، نو واوره
خلک له لوږې اولادونه خرڅوینه
مخ دې غمی، څه دې کمی ده
کمی زما په شان د خوارو خلکو وینه
سترگې دې وې، وتلې نهوې
وړې جلۍ پربنې چا ورکړېدینه
د لڼدیو د دې برخې لهپاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:
زما له زړه خبره خدايه
چې ته خبر یې، بل به ولې خبرومه
زما له بنې کرکه کېـږي
که لالی خوښوي، بیا دې راوړي دسمالونه
زموږه دا قانون ناسم دی
چې لالی مړشي، زه لیوره ته پاتېشمه
زه یې په توروسترگو وسوم
کورونهی وران شه، رانجه چا ورکړي دینه
زه چې سهار له خوبه پاڅم
چې لاالله وایم، لیلا خولې ته راځینه
زما بېغمه یار ته وایه
غمو کې ډوب یار دې سلام درته کوینه
زما پرمخ دې شونډې مهږده
عادت مې نهده، ټول وجود مې لړزوینه
پر زړه مې شنهغمونه سوځي
نري، نري لوگي مې پوزې له راځینه
پاچا که غوږ لرې، نو واوره
خلک له لوږې اولادونه خرڅوینه
پرما لا باد د دونیا لگي
د یار پرقبر سپـيلني، باد یې وهینه
په غم دې زه لړلی گرځم
د مازدیگردیدن دې نورخلک کوینه
په ژړا نه کېـږي جانانه
همت پیدا که چې ماړه په دیدنشونه
په خوله ویلای درته نهشم
دننه زړه نه مې د وینو دارې ځینه
په مرگ ویده لالی یې ښکلکړ
سر ته یې ټک ورکړ چې زه به څهکومه
مخ دې غمی، څه دې کمی ده
کمی زما په شان د خوارو خلکو وینه
مور یې مورچې ورپسې گوري
رامداد د تیښتې سړی نه دی، مړ به وینه
سترگې دې وې، وتلې نهوې
وړې جلۍ پربنې چا ورکړېدینه
سر مې که یوماښام سرتور کړ
بیا به دې مور په زیارتونو گرځوینه
سلگی ـ سلگی ژوندون به تیر شي
له تا به هیر شي، ما به هسې ځوروینه
سترگې رنجو باندې توریـږي
د ظالملور په کې کڅوړې تکوینه
سترگې دې بیا راښکاره نهکړې
پرېـږده چې مړ دې د لیدو په تمهشمه
سعوديعرب پاچا ته وایه
په مسافرو باندې ونهکړې ظلمونه
ستا به د شنېډولۍ ارمان وي
زه ارماني ستا د خمارو سترگو یمه
سپینهڅنگل راته خوره کړه
د پښوڅپلۍ مې سرته ډېرې ایښېدینه
د ستړيژوند، ستړې کیسې دي
جانانه مه مې غـږوه، ژړا راځینه
د زمانې حالات بدل شول
لالي ته وایه چې په وخت کورته راځینه
دا دی له بل وطنه راغلم
پرزړه راوړي مې دلۍ، دلۍ غمونه
د لالي سر دې سلامت وي
پر ما که سختېورځې دي، تېـرې به شینه
ډېرې زارۍ مې ورته وکړې
په کومهورځ چې یار له ما نه بېلېدنه
ته رانه جنگ د سترگو غواړې
مور دې نارېوهي، تنور لمبهکومه
تا په سفر ځواني زړهکړه
زه د وطنحالاتو زېړهپاڼهکړمه
ټَـق مې د ملا هډوکي وکړ
چې مې رقیب پرلالي واچول لاسونه
خوب دې زما په شانې ورکشه
چې لپې ـ لپې گولۍ خورې خوب نه درځینه
جانانه مړ یې که ژوندی یې
ستا په یارۍ مې نن پانسۍ ته خیژوینه
چېرته په لارو کې به پروتیم
د جانان غم به رانه ساویستلېوینه
له کلیوالو لاټین غواړم
توندهسیلۍ کې مې خپل یار پسې وځمه
اول مې نه وې، اوس یې وایم
د زړه خبرې مې په خوله راغلېدینه
راځه چې درمو بل وطن ته
دلته دا خلک مو یارۍ ته نهپریـږدینه
نصیب مې نهشوې، کلیوالي
سوال د مرگي راته کوه چې خاورېشمه
گرېوان مې شته، تڼۍ مې نهشته
د عشق قانونه دی، گرېوان څیرې گرځومه
وره کې مې ستا اواز ترغوږشو
تنور لمبه کړم، که سرتوره ودېـږمه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.