د لنډیو اصلي منابع خلک دي – ۴۶مه برخه

آصف بهاند

28

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

۴۶مه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۹۵مه برخه

د لنډیو په راټولولو کې زما یومرستندوي ښاغلی سمیع‌الله حسین‌خیل دی، پخوایې هم لنډۍ راته رالېـږلې دي، د لنډیو په برخه کې ما د ده د هڅو په باب پخوا تر دې هم تبصرې کړې وې، که مو وخت درلود، په لاندې لینکونو کې یې لوستلای شئ:

https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Bahand_a_landay342.pdf

https://af.dawatmedia24.com/?p=186088

څوورځې مخکې یې بیا مهرباني وکړه او یوشمیر نورې لنډۍ رالېـږلې. زه له ښاغلي سمیع‌الله حسین‌خیل نه مننه کوم، هیله ده چې تل به خپله دا فرهنگي همکاري جاري وساتي. زه به یادې لنډۍ ترچاڼ وروسته، له تاسو درنو لوستونکو سره شریکې کړم:

جانان مې ستوری د اسمان دی

نه ورختی شم، نه مې زړه صبر کوینه

جانانه غلی غلی ګورې

یا دې څه ورک دي یا دې زه لیدلی یمه

جانان ریښتیا مرور نه دئ

ګیلمن ګرځي د ځان قدر زیاتوینه

چې ژوندون وي جانان به راشي

چې ژوندون نه وي بیا به نه وي دیدنونه

چې په ښایست مې خفه کېږې

نور به د ځمکې خوب کوم چې ژېړه شمه

چې پېغله لور یې په کاله وي

د هغه کور سابه جواري مزه کوینه

چې خويندې کښېنې ورونه ستايي

چې ورونه کښېنې خويندې بل ته ورکوینه

چې سړی هر څومره پښتون شي

زړه چې مئین شي پښتو ټوله ترېنه ځینه

چې فکر بند په زولنو کړم

چې رانه خلاص شي برابر جانان له ځینه

په یارانه دې خاورې واوړه

زرگی مې راوړه پۀ یارۍ پښېمانه يمه

په یارانه دې پوهه نه شوم

په جدائي دې لکه مالگه اوبه شومه

څنگه دې مست په یارانه وم

څنگه رنځور دې د بېلتون په تبه شومه

څنګ ته مې مه راځه جانانه

سبا به بوی د لونګین درڅخه ځینه

خاونده څه چارې راوشوې

نه مې یار یار شو نه یې خلاص د غمه شومه

خود به یې زه د در ملنګ یم

چې سپینه خوله راته خیرات کې راکوینه

خدايه دا مور یې لېونۍ کړې

مئین پرې زه یم اوس یې بل ته ورکوینه

خط چی د یار له لوري راغلو

یوه شېبه ورته سر توره و دریدمه

خطه په داسې وخت کښې ورشه

چې د ماښام ډوډۍ ته ناسته وژاړينه

له مانه ولې ګیلمن یې

کم‌عقله یاره د پردو اختیار کې یمه

لمونځ چې قضا شي بیا ادا شي

نه ادا کیـږي قضا شوي ديدنونه

له درده داسې لیونی شوم

په نيمه شپه کې درته لیکمه خطونه

یا سرکاري ډاکخانې بند دي

یا مسافر لالی رالېږي نه خطونه

که خط مې غواړې خط به در شي

که دیدن غواړې رب ته پورته کړه لاسونه

ورور مې دخاورو د خوب نه وو

مور جانې قبر ړنګوم بالښت وروړمه

ستا به لسمه يارانه وي

زما اوله يارانه ده، زړۀ مې چوینه

ادکه مور درنه لوگی شه

په پردۍ ژبه راته مه لیکه خطونه

طبيب دې خپلې ګولۍ يوسي

خط د اشنا د لوري راغی روغ یې کړمه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.