لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۸۰مه برخه

 آصف بهاند

3

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

۳۹مه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۸۰مه برخه

ما د ۲۰۲۵ام میلادي کال د سپتمر پر یوویشتمه نېټه د «نیمگړې مینه» فیسبک‌پاڼې د چلونکي ښاغلي سميع‌الله حسین‌خیل او د ده د فیسبوک‌پاڼې په باب ــ چې د لنډیو د خپرولو له پاره ځانگړې شوې ده ــ یوڅه معلومات درنو لوستونکو ته د «لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۴۲مه برخه» او د «د لنډیو اصلي منابع خلک دي، شلمه‌برخه» کې لیکلی او وړاندې کړی وو، دا لاندې یې لینک دی، که مو وخت درلود، کولای شئ وې‌لولئ:

https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Bahand_a_landay342.pdf

د ۲۰۲۶ ام کال د می پر اتمه نېټه بیا راپیدا شو او د ډنمارک په وخت د مازدیگر پر پنځه‌بجې او پنځه‌لس دقیقې یې چتنگ راسره پیل کړ. دا زموږ د لنډ چتنگ بشپـړ متن دی:

«نیمګړی مینه:

سلام!

آصف بهاند:

سلامونه!

هیله ده چې روغ اوسې.

نیمګړی مینه:

سلامونه او نېکې هیلې، استاد محترم!

هیله ده چې روغ، جوړ او د ښه صحت څښتن اوسئ.

یوه څه ټپی مې راټولی کړې دي، کېدای شي ستاسو د ذوق او د پښتو ادبیاتو لپاره ګټورې اوسي.

آصف بهاند:

دا خو ښه خبره ده، تاسو یې راولېـږئ، زه به له یوې تبصرې سره مل خپرې کړم.

نیمګړی مینه:

سمه ده انشاالله.»

لنډۍ یې راولېـږلې، ما راخوندي کړې او داسې مې ورته ولیکل:

ډېره مننه!

زه به دا لنډۍ په کراره وگورم، کومې لنډۍ چې ما ته تکراري دي، یعنې چې ما پخوا تر دې راټولې او خپرې کړې دي، هغه به ترې لرې کړم او نورې به خپرې کړم.

بریا!

ده په ځواب کې داسې راته ولیکل:

نیمګړی مینه:

ډېره مننه استاد محترم! دا زموږ د ټولو ګډ مسؤولیت دی چې د خپلې خوږې پښتو ژبې او ادب خدمت وکړو او خپلې ولسي پانګې ژوندۍ وساتو. ستاسو لارښوونې او زحمتونه زموږ لپاره د هڅونې لویه سرچینه ده. الله دې وکړي چې په ګډه وکولای شو د پښتو ادب لا بډای او خدمت ورته وکړو. په درنښت او نېکو هیلو، بریا مو په برخه شه!

او په پای کې دا سپینه خبره هم راته ولیکله:

په دغو ټپو کې ځینې داسې هم شته چې زما فالورو راته په کمېنټونو کې لیکلې دي.

ما بېرته ما داسې ورته ولیکل:

زه له تاسو هم مننه کوم او ستاسو له فالورانو نه هم، زما لنډۍ په کار دی، له هرې پتې چې وي.

بیا هم مننه!

او د چتنگ په پای کې یې د نورو لنډیو د رالېـږلو وعده هم وکړه:

«سمه ده انشاالله نوری به هم را جمعه کرم.»

دا دی ښاغلي سميع‌الله حسین‌خیل بیا هم د پښتنې فولکلور او خپلې ژبې سره د مینې پر بنسټ یوشمېر لنډۍ رالېـږلې دي. زه د ده له قلمي مرستې نه په مننې سره دا لنډۍ تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:

 

خدای به دې بله چاره وکړي

زما د پوزې پېزوان مه پلوره مئینه

 

بیا مې ټیکری په پیڅکه راغی

زما باور دی چې شیرین لالی راځینه

 

بخته نامراده چرته لاړې

یو ځلې راشه چې د سیال سره سیال شمه

 

بیګا مې پلار په کور کې یاد کړې

زه تر ګیځه پورې خوب کې غږیدمه

 

باده سالو دې ورنه يوړو

زړه مې خوشحاله شو دعا درته کومه

 

بیا مې ټیکری په پیڅکه راغی

زما باور دی چې شیرین لالی راځینه

 

باران وریـږي لیلا ژاړي

څادر مې غواړي چې یخنۍ نیولې یمه

 

په وطن سپینې واورې وشوې

ژمی داخل شو، پيښور ته کډه وړمه

 

پۀ طمه، طمه به دې زوړ کړي

نۀ به دې یار کري، نۀ به درکړي ځوابونه

 

په ما دې خپله قدر کم کړو

د سرو په تول به مې تللې وې مئینه

 

په مازديگر دى کډې بار کړې

په مازديگر دگنهگاورو کډي ځينه

 

پورته په  غرو د باران زور دی

‏ښـکـتـه لامـده شول د لونگـو درمندونه

 

په يارانه پېښمان ته وايه

ياري دې نه کړي، خو پښتو دې وساتينه

 

په تمه تمه به دې مړ کړم

نه به دې یار کړم نه به درکړم ځوابونه

 

پۀ توره شپه مې پسې بوځئ

تړلی زړۀ مې ځنځیرونه ماتوینه

 

پښتنې پيغلې ښايسته وي

تور يې پيکي، لوړې ځوانۍ، شنه يې خالونه

 

په جوارۍ ناسته لالیه

په داو دې نه یم، ستا په وچو شونډو یمه

 

پوله پټی مې د پلار نه‌شته

له مجبورۍ نه درته نیسمه لاسونه

 

په کتابونو کې څه نسته

په تورو سترگو کې لاهو دي ټول رازونه

 

په نیمه شپه دیدن ته راشه

خلک ویده وي ستوري نه وایي حالونه

 

په کتو تنده نه ماتیـږي

ملالې شونډې راکوه له تندې مرمه

 

په قد کې دواړه سره سم یو

په تا مې جیګ د ګوړګوتي ویښتو سرونه

 

پرون مې پړه کړلې شیرینې

نن دې زما مخې ته رېـږدي اندامونه

 

پـړ به دې کړم، پـړه به مې نه‌کړې

ما د سندرو سیـپارې لوستلې دینه

 

په ونه دنگ لالی مې نه‌شته

چې چېرته دنگه ونه گورم زړه مې چوینه

 

په ښــو دې ټکــی مــه غـږیږه!

ما خو له شرمه په خـوله ایښي دي لاسونه

 

په نه خبره مروره

واوره خبره زه دې نه پخلا کومه

 

پر زړه به غټه تیـږه کیـږدم

ستا د جفا به چاته نه‌وایم حالونه

 

پر زړه به غټه تیـږه کیـږدم

یا به پـړک وچوي، یا به صبر له تا شینه

 

پر زړه به غټه تیـږه کېـږدم

یار رانه درومي د ملکو پناه به شینه

 

په زړه به غټه تیـږه کیـږدم

بیا به په نوم ده یارانې خلک رټمه

 

پر لالي پام کوه نازک دی

زما چې یار ؤ ما یې ډېر قدر کاونه

 

په زړه به غټه تیـږه کیـږدم

بې درده یار ته به ونه وایم حالونه

 

په تا د پیغلو بنډار توود دی

په لیوني یار دې حجرې ابادې دینه

 

په ما دې وکړه په تا وشه

واړه دې مړه شه لوی دې وغواړه خیرونه

 

په ناڅاپي مرگي که مړ شوم

د وطن غم کې به مې زړه چاودلی وینه

 

دیدن کوه! سترگې مړې کړه

سبا به وایې چې مې خوب لیدلی وونه

 

د کبرجنو خلکو زور دی

زما بڼو کې اوښکې ډنډ ولاړې دینه

 

دا په ګلاب پرخه پرته ده

که د جانان پر مخ خولې راغلې دینه

 

د ژمي څومره لویه شپه ده

چې دوه مئین سره یوځای شي لنډه شینه

 

د مازدیگر ژېـړیه لمره

یا مې در واخله یا راټول کړه تنابونه

 

د لاس مې بله نښه يوسه

رومال مې مه وړه زه پرې اوښکې پاکومه

 

د بل وطن په میرو ورکه

د مور نازکه غم د تکه زیـړه کړمه

 

د دې ټپې ځواب مې راکه

کور مې د سیند په غاړه دی له تندې مرمه

 

د هدیرې خوا ته یې یوړم

نښه دې راکه چې عمري په سفر ځمه

 

داسې بې سره دې عادت کړم

چې ودې نه وینم پېران پر ما راځینه

 

د پېغلتوب ستر مې مات شو

د لارې غنو مې ټیکری نیولی وونه

 

د خپل وجود فکر مې نه خوري

ته به بې یاره شې، پر تا ژړا راځینه

 

د زورور سره دې سر شه

لاليه سخت دې بېچاره موندلی يمه

 

دا عاشقۍ محتاجه ژونده

مین په تا یم خیال د ټول کلي ساتمه

 

د بام په سر یې گلان وچ شول

نه‌شته لیلا، اوبه به څوک ورخیجوینه

 

دا پیغلتوب به دې خدای تېـر کړي

جلکۍ په تور اوربل دې مه وهه لاسونه

 

د هدیرې خوا ته یې یوړم

نښه دې راکه چې عمري په سفر ځمه

 

د مازدیگر اورونه بل شول

جانان مې نه‌شته، سترگې چاته واړومه

 

د نجلۍ مخ پردی وطن دی

څوک چې پردي ملکونه خوري، سر بۀ پرې ږدينه

 

د نجلۍ مړاوې مړاوې سترگې

لکه گلاب چې د دوه نيمو ورځو وينه

 

دنگه دې غاړه، دنگه ونه

شيرينه ياره پۀ ديدن پسې دې مرمه

 

دنيا بۀ پاتې شي لۀ مانه

چې يار خبرېـږي، زۀ بۀ تورې خاورې يمه

 

دنيا د يار لۀ سره ځار کړه

دنيا بۀ تل وي ياران کله ـ کله وينه

 

دنيا د غم پۀ ورځ پيدا شوه

زۀ لېونی دبېغمۍ تمه لرمه

 

داسې نرۍ يې لکه لښته

خداى دې زما په غېږ کې ماته کړه مينه

 

د تسلی ملګري څه شول

د اندېښنو سېلاب مې ښکته پورته وړینه

 

د پسرلي باد او باران دی

کوچۍ د غره لمن کې بوټي ټولوینه

 

د مازیګر زیـړیه لمره

ته به ولاړ وې ما به تور لحد ته وړينه

 

دړه‌کې پورې، ډېوه مړه که

اى غنمرنګه ووړکيه خداى درکړې يمه

 

د تور لحد وصیت مې دا دی

وروستۍ تبۍ به مې مورکۍ راباندې ږدینه

 

د مازدیګر زيـړیه لمره

ته رانه لاړې پر ما پرېوتل ګردونه

 

د جلکۍ درې وروڼه زلميان شول

له کبره سور ټیکری په پښو کې څکوینه

 

ژوند به مې دومره پېښمان کړم

ځان به په خپله په رسۍ را ځوړند کړمه

 

زما دیدن ستا پۀ قسمت و

باد پرې بانه شو، ټیکری لاندې ولوېدنه

 

زنه یې خلاصه کړئ مخلوقه

وړکی ژوندی دی ما خو هسې ځوروینه

 

زما دعا سلام پرې وایه

بیا ورته وایه ماشومان دې یادوینه

 

زما ټوټې ټوټې زړګیه

چې مازیګر شي په جارو دې ټولومه

 

زړگیه صبر دې په خدای شه

پردي راوړي د چا څه پروا لرینه

 

زما راستي دې ليونى کړه

‏چې سپيني واوري اوريدې درووتمه

 

زړه مې پخپله په ځان سوځي

چې زه دې خپلې مجبورۍ ته وګورمه

 

زلفې په بر گودر کې وینځم

په نري باد یې وچوم تا پرې سېزمه

 

زړه مې په دنګه پيغله بيلو

له سورسالو چې راته پورته کړل لاسونه

 

زلفې دې تورې گڼې، گڼې

دمنډئيرځنگل مې خیال ته نه راځینه

 

زلفې د هر چا په مخ زانگي

د لېونۍ په مــــخ د سرو زرو تارونه

 

زما د خپلې خوښې ياره

زه به له تانه زړگی څنگه صبرومه

 

زه دې په ځان باندې مین کړم

ته اوس کوه په غځېدلو پښو خوبونه

 

زما ښیرې به درپسې شي

هسې د سوي زړه مې ماخله ازارونه

 

زما رښتيا به درپسې شي

په بازاري وعدو دې تېر وېستم مئينه

 

زما د عمر برخه غم شو

د عمر برخې تر مرګیه پورې وینه

 

زه یي په سره ټيکري مین یم

زما له قصده تور ټیکری په سرکوینه

 

زما دیدن ستا پۀ قسمت و

باد پرې بانه شو، ټیکری لاندې ولوېدنه

 

زړه مې ترې صبر کړې خدایه

د تورو خاورو په ډیري یې ويلې شومه

 

زما د مینې اشنا نه‌شته

چې په تقسیم راسره وویشي غمونه

 

زما په برخه دې ګلاب کړ

مدام یې غم د رژېدو راسره وینه

 

لعنت زما په بې وسۍ شه

له خدای راکړي لالي سترگې پټومه

 

له مجبورۍ مې درته شا کړه

نه بې وفا يم نه په ﺯړه کافره يمه

 

له زړه مې یو الله خبر دی

هسې د خولې خندا همزؤلو ته کومه

 

که په قاچاق مې لالی مړ شو

زه به ښیرې د کلي وړکو ته کومهٔ

 

کبر دې زيات را باندې وکړو

تر سر دې لاندې شه، نامرده مړوندونه

 

کټ مې په لار کې ورته کېـږدئ

چې بې وفا جانان مې وکړي دیدنونه

 

که ورستنۍ نښه یې غوښتۀ

له سره کفنه مې ټوټه ورکړئ مئينه

 

که مجبوري نه وای جانانه

تابه ليدلي واس ﺯما ليونۍ مينه

 

کله دې غم راباندې بار شي

کله دې مینه په درندو کاڼو تلمه

 

کابل ډوبيـږي، زړۀ مې ډوب شو

چې بيا جوړيـږي زۀ به تورې خاورې يمه

 

که مازدیگر ازار قبلیـږي

په جاینماز ښېرې کوم، تا غرقومه

 

که بې وسي نه وای خاونده

زه به په ډمه جیلکۍ ولې یادېدمه

 

که رښتیا وایم بیا به ژاړې

تا د یارۍ په منځ کې څه پرېښي دینه

 

کابل خو ښه مزل يې بد دى

زما ګل رنګ جانان يې زېـړ ځبېښلى کنه

 

ﻣﺮﻭﺭ گرځه، ﭘﺮﻭﺍﻩ نه‌ﺸﺘﻪ

ﺯﻩ ﭼﯥ ﺑﻴﺎ ﺗﺎﺗﻪ ﺳﻮﺍﻝ ﮐﻮﻡ ﻗﻴﺎﻣﺖ ﺑﻪ ﻭﻳﻨﻪ

 

مسافرۍ مې زړه نری که

چې تش وطن رایادوم ژړا راځینه

 

ماته پرې کړی ځواب راکړه

زه دې د بلې یارانې ایستلی یمه

 

ما ته دې څه‌وې، زما هیر شول

ماته هغه خبره بیا وکړه مئینه

 

ملامت ما مه کړې خاونده

ملامت یار ښه دی چې ځمکه ګروینه

 

مينه چې راشې انسان ړوند شي

جينۍ د مصر ښار پريـږدي يار سره ځینه

 

ما ته په کور کې لالی ناست دی

دا نوره وړکــــي هسې جمې جوړوینه

 

منګاسو څه شی ارنه غواړی

وینه مې نشته تش هډوکي پاتې یمه

 

ما ته دې خپل جانان رایاد کړ

مولا دې ورک کړه ځنگیدلي قدمونه

 

نن مې د یار د راتلو ورځ ده

پۀ ډېر کاته مې پردی بام وسولاوونه

 

نورې ښېرې به درته نه کړم

دومره خفه شې لکه زه چې څومره یمه

 

نه به ارمان درپسې وکړم

نه به له برګو سترګو اوښکې توئی کړمه

 

نه دې ياري راسره وکړه

نه دې ټگي په زړه کې شته چې صبر شمه

 

اوس مې جامې پۀ تومت رنگ کړې

څۀ چې قضا د رب وي، زۀ پرې رضا يمه

 

اول دې قد راسره سم کړه

بیا مې په تورو زلفو ووهه لاسونه

 

اوس مې د عمر تاوان راکړه

نرۍ نرۍ خندا دې کړه رنځور دې کړمه

 

ارمان به هله زما وکړې

چې نه مې وینې نه مې غږ اورې مئینه

 

اسمان کې غبرگې پړکې وشوې

د تورو خاورو یاره څه درشوي دینه

 

اوس مې له کوره ولې باسې

پۀ خندا ووايه چې خولۀ نۀ درکومه

 

ایتا چې نوم په کور کې واخلي

له ډېـره نازه پر ادې ورړانګـه شــمه

 

اوښانو بياغاړې کږې کړې

چې پرې سپرې دي سپينې خولې زېـړ پېزوانونه

 

هیچا مې مخ لیدلی نه ؤ

بې وروره خور یم خیراتونه ټولومه

 

هسې مې ویل تا ته مې نه ویل

ما ویل چې خوږ لالی به بیا کله راځینه

 

هر څوک تر خپله یاره راغلل

ستا د راتګ لارې خالي ولاړې دینه

 

همزولی یار د چا مړ مه کړې

همزولئ یار د زړګي ولې پرې کوینه

 

هغه مې گل له لاسه نااخلي

زه يې د زهرو گولۍ هم له لاسه خورمه

 

ياره مثال دې د سپوږمۍ دى

تر څوارلسمې دې دوران دى تېر به شينه

 

یا د لونګو امیل خوږ وي

یا د جانان په غاړه هسې خوند کوينه

 

ياري د کور کلي مزه کړي

چي مخامخ شي دواړه شنه له خندا شينه

 

یاري خو تا کړه ما خو نه‌کړه

اوس یې چې لنډه پرېکوې، ژړا راځینه

 

یاري د جگې جینۍ خوند کړي

ټیټه دې ورکه شي، نوکاري لگوینه

 

یا دې پۀ جگه غونډۍ کور وای

یا دې چاپېر لۀ کوره نه وی ديوالونه

 

یار بل وطن ته روانیـږي

په غرغره نتکۍ مې چړ د اوښکو ځینه

 

یوه د سوز ټپه به وکم

چې لیونی جانان مې بل وطن ته ځینه

 

جانان زما غېـږ کې ويده دى

له خپله لاسه مې شوملې ورکړي دينه

 

جـــانـانـه غـټ پســه حـــلال کـــړه

زه به درځمه تورې سترګې سره لاسونه

 

جانان په حسن زورور دی

او د زورورو لاری چا نیولی دینه

 

جانان که مري که پاتې کیـږي

دا مې عادت دی نرۍ سترګې تورومه

 

جينۍ په دوؤ سترګو ړنده شې

راپسې شاته دي کتل رنځور دي کړمه

 

جينۍ ښیرې به درته وکړم

د ملنګانو خلکو مه اخله ازارونه

 

جانان د بل د خولې سړئ دی

اورم ژوندی دی په دیدن پسې یې مرمه

 

جانان دې نوره یارۍ پرېـږدي

په نوم یې زه بدنامه یم، ما دې ګټینه

 

جينۍ ټيکري پيڅکې نه نيسه

که د يارۍ مطلب يې وي پاتې به شينه

 

چې څومره تور يم، دومره خوږ يم

د زړه په سر مې لونګين کرلې دينه

 

سترگې مې دوې درته څلور شوې

راکوزه نه شوې د دیدن پۀ کنډوونه

 

سترگې خو  هر چا  تورولې

په دي ويران وطن کې زه په گوته شومه

 

سترگې دې تورې کړه شیرنې

چې دې د تورو سترګو وکړم دیدنونه

 

سترګې دې غټې شونډې سرې دي

کلاب ګلاب ښايست دې روغ ليونی کړمه

 

سترګې کچکول کړه دیدن وکړه

تور لونګین مې په سینه ټالۍ وهینه

 

سترګې دې ډکې،ډکې کیـږي

لالیه! بیا دې زړه ته څه راغلي دینه

 

‏سالو مې پاس په پـړي زوړ شو

پېزوان مې زنګ شو، جانان کور ته نه راځینه

 

سبا به بیا بازار ته لاړ سی

د لونګین ځونډې دي کم راوړي دینه

 

‏سالو دې ‌‌‌‌‌‌ډک له ګلو راوړ

نن دې د کومې باغچې کړي دي سیلونه

 

ستا د رباب ټنگ مې تر غوږ شو

کنډول پۀ لاس، منگي ته تږې ودرېدمه

 

سترگې دې پټې کړه خوله راکه

دوه گواهان خو سړى دار ته خيژوينه

 

سپنې نرۍ جامې به وکړم

لکه حاجۍ به پکې سپینه ناسته ومه

 

سبا به لوړ چنار ته خیژم

که نور څوک نه وي خپل اشنا به ووینمه

 

ښېرې ازور به ورته وکم!

زه دې بدرنګ سړي ته چا ورکړي یمه

 

ټول مسافر کلي ته راغلل

یا یار خپه دی یا له قصده نه راځینه

 

ټوټې، ټوټې مې ورله وېسئ

چې لیونۍ راباندې سر وشوکوينه

 

ته به له قصده مرور یې

زه به د زړه له مجبورۍ درپسې مرمه

 

تبۍ راواخلئ، مخ مې تور کړئ

ما د بې ننگو یاري کړه وشرمـــېدمه

 

ته به مئین وې یا به نه وې

په ما دې مور هسې خبره کړه مئینه

 

‏تنور چی گرم شي بیا سوړ شي

زړه چی مین شي، همیشه لمبې وهینه

 

ته رانه لاړې، غم دې راکړو

بیا چې راځې، زه به د خاورو لاندې یمه

 

توره تېره، لاس دې ازاد دی

يو يار مې ته يې لس مې نور نيولي دينه

 

تا چې لېدم هغسې نه یم

اوس په لکړه د تنور غاړې ته ځمه

 

تا که زما زړه ته کتلی

زه به په بېرته بېرته تلم تا به نیومه

 

ورشه د یار خبر دې واخله

چې بې دیدنه دې ساته لېونی شونه

 

ورځه ورځه تر غرونو واوړه

موږ د کم اصلو خلکو نکړو ارمانونه

 

ولاړه یې، ولاړه اوسه

چا دې صفت راته کوو راغلی یمه

 

ولاړه یم لاړه به نه شم

تا به د زړه په رنځ اخته کړم بیا به ځمه

 

ورشه پخپله اوبه وڅښه

عادت مې نه دی لپه نه درډکوومه

 

ورکه ياري شه، ورک يې نوم شه

له مجبورۍ نه پپغلې بل خوښه کوينه

 

غټې مې سترګې اوږدې زلفې

غټې جامې مې د کوچيانو کړې دينه

 

غاړه مې بنده شه جانانه

که زه په تا او ځان کې فرق کولای شمه

 

غربته څه لوبې دې وکړې

په شته لالي پسې مې ټس‌وهل لاسونه

 

عالمه څنگه ترې توبه کړم

ما پرې اخيستي دي د کلي تهمتونه

 

عالمه څنګه ترې توبه کړم

زما اشنا ما سره کړي دي ننګونه

 

عمر د باد په شان تیريـږي

که جانان سل کاله نیټه کړي تېر به شینه

 

خدای به پخپله مازیګر کړي

د چنارو سرو ته مه خېژه مئینه

 

خدای ته به څنګه ځواب ورکړې

چې په دیدن قضا کوې فرضي لمونځونه

 

خدای ته به داسې ځواب ورکړم

نوی مئین ووم په دیدن نه مړېدمه

 

خدایه واړۀ بچي یې مړۀ کړې

څوک چې زما پۀ لالي تور پورې کوینه

 

څوک چې د یار کلي ته لاړ شي

چې بې دیدنه ترې راځي نو مړ دې شینه

 

څوک په رضا له ملکه نه ځي

یا ډېر غریب شي، یا د یار له غمه ځینه

 

څنګه چې ستا زلفې کږې دي

داسې کاږه دي د دنيا واړه کارونه

 

قلم، قلم درپسې زه شوم

په کاغذي سينه دې نور کوي خوبونه

 

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۳۷۹مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.