د لنډیو اصلي منابع خلک دي
۳۷مه برخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۷۷مه برخه
د جنگ پرستو زور اوبه شه
د ژوند پرستو هیلي دوی وژلي دینه
هغه اوس چېرته، زه اوس چېرته
نه ترې خبرېـږم، نه زما خبر ورځینه
د ناپوهۍ د لاسه خدایه
موږ په شتمن وطن کې لوږې تېرونه
نن بیا د گران عزیز نایبی له خوا رالېـږل شوې لنډۍ درسره شریکوم. ده د خپلو همیشنیو مرستو په لړ کې داځل هم یو شمېر لنډۍ رالېږلې دي. ترلنډیو مخکې یې داسې راته لیکلي دي:
«ګران استاده سلامونه ارادت!
دا دی بیا څو داسې لنډۍ چې د ټولنیزو رسنیو له دریڅو په مخ راغلي دي چې څکه یې خوندوره وه او ما ښه وګڼله چې ستاسو د لنډیو اړونده لیکنو او څېړنو لهپاره یې خوندي او تاسو ته درواستوم. ستاسو روغتیا او سلامتي مې همیشنۍ هیله ده!»
د ښاغلي نایٔبي رالېـږلې لنډۍ مې چاڼکړې، هغه چې زما له پاره تکراري وي، لرې مې کړې او پاتې مې راخونډي کړې.
دا لنډۍ ما ته په دوو پوستونو کې رالېـږل شوې دي، خو زه یې ټولې یو ځای رااخلم او خپروم یې.
زه له ښاغلي عبدالعزیز نایٔبي نه په بیا ـ بیا مننې سره، دا لنډۍ له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:
خدایه لالي ته مې نېـږده کړه
لس کاله وشول په نامه یې ناسته یمه
خود به پردي انگړ کې گرځم
د ننگ په ورځ دې چې ځان کوڼ نیولی وونه
حُجره د ټول کلي شریکه
ډکې کاسې مې د لالي له کوره ځینه
چې ائینې ته مخامخ شم
په ځان خفه شمه ښیرې درته کومه
چې شاه لیلا پرې خوشحالیـږي
کدوان دې ونیسي چارک، چارک گلونه
شونډې چیچي، وار یې خطا دی
مسافر یار ته د جامو غوټه تړینه
شونډو مې وچ پتري نیولي
ستا د دووسې یارۍ تاو پرې تېرومه
سبا نه، بل سبا اختر دی
خلک جامې گنډي، زه روغ گرېوان څیرمه
ستا یارانه د غڼو شپول دی
لکه ریښمین زړوکی، ټول درپاتې شومه
که دې ارمان یم، حال مې واخله
طبیب مې سر ته رنجې (۱) ږدي بې خونده یمه
کوچ او پېروي کور کې نه خورم
ستا د کاله بېرې د خاورو سره خورمه
د کوټې چت درباندې پرېوځه
چې د چیلم نیچه دې خوله کې پاتې شینه
د زلیخا خوینه ستا وو
لکه یوسف دې بې گناه تهمتي کړمه
د ناپوهۍ د لاسه خدایه
موږ په شتمن وطن کې لوږې تېرونه
د برېتو څوکې دې بیاتي کړه
د سترگو گاټي مې وهي، ړنده یې کړمه
د حُجرې وره کې په ژړا شوم
باران وریـږي، یاران لرې تللي دینه
د جنگ پرستو زور اوبه شه
د ژوند پرستو هیلي دوی وژلي دینه
د جنت حورې په کور پرېـږدي
د مسافرو ووړکو خوار دي نصیبونه
د غم رانجه یې لاس کې راکړل
زړه مې غمجن دی سترگې نه پرې تورومه
د ملنگۍ کچکوله مات شې
چې در په در دې گرځوم، تش دې راوړمه
په لار کې ناسته یم ځان ژاړم
خدایه د لارې مل مې راولي چې ځمه
پرځان به تور څادر راخپور کړم
د جـدایـۍ تـبـې دې بــیــا نــیــولـییمـه
په بې ننگۍ دې ژړا راغله
له بې وسۍ د بل ډولۍ ته وختمه
په خپل زنگون به دې حلال کړم
د بل یارۍ ته به دې پرې نه ږدم مئینه
په مخ مې مچ تېر شوی نه و
برېت دې جارو شو، پکې لارې جوړوینه
لالیه شړک باران وریـږي
په تا دې اوري، په ما ونیسه لاسونه
ما ته دې لږې شپې بانه کړې
میاشتې دې تېرې کړې، کلونه دې شمېـرمه
ژوند مې په تمه، تمه تیرشو
رانه چاپېرشول د بېلتونه لوړ دېوالونه
زما له توره بخته گوره
پرون مې زړه ورکړو، نن کډې باروینه
زړگی مې ستا له غېـږې نه تلو
زه ستا شلیدلي ټیکري ورک له مُلکه کړمه
زموږ خو ژوند د غریبۍ دی
رب دې جانان په مېلمستیا نه راولینه
زهر به وخورم، ځان به مړ کړم
خواښې مې گرځي، ځوی ته بل واده کوینه
بارانه ورو، ورو پرې وریـږه
زما جانان له دې لامده کړل کتابونه
رنگ مې په تا پسې زیـړیژي
خلکو ته وایم چې نفلي روژې لرمه
هغه ده! بل درنه واده کړم
مور ته دې وایه چې بنگړي درواچوینه
هغه اوس چېرته، زه اوس چېرته
نه ترې خبرېـږم، نه زما خبر ورځینه
بارانه ښه کار دې ونهکړ
د یار راتگ و، بې دیدنه کور ته ځمه
غاړه به هله مرگ ته کېـږدم
چې مې شیرین جانان منکر له مینې شینه
اصلي زما په زړه کې ته یې
واده مې وکړ چې تهمت نه خلاصه شمه
واده دې وکړ، خبر راغی
شرمېـږې نه چې اوس مې لار نیسې مئینه
ځای د باور مې پاتې نه شو
په خپل خنجر د زړه په سر ولگېدمه
نن یې په ړنگو مېنوو راغلم
د یار کرلي گلان وچ له تندې وونه
جینې د سپین کمر لټکه (۲)
له زهرو ډکه خوله یې راکړه مړ یې کړمه
اسماني تندر شوې جانانه
پر ما راپرېوتې ذرې، ذرې دې کړمه
تر زنگنونو پورې دل شوم
زه په انگار د بېلتانه ختلې یمه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) رنجه: د رخت یوه ټوټه، ریتاړه، صافي، زړه جامه، د ټوټې اوږده تراډه.
(۲) لټکه: څرموښکۍ، چلپاسه، یوه خزنده چې رنگ بدلوي او اوږده ژبه لري، لنډی منگور
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.