چوپ پاته کېدل ګناه ده

عبدالباري جهاني

53

اګر بینی که نابینا و چاه است

اګر خاموش بنشینی ګناه است

که څه هم چي طالبانو د قدرت له اخیستلو څخه تر اوسه پوري هیڅ مثبت کار نه دی کړی بلکه هر ګام یې د افغانستان د خلکو او ټولني د ګټو پر ضد پورته کړی دی او افغانان، په تېره بیا پښتانه، یې په ټولي نړۍ کي وحشیان او د بشري آزادیو او ښځو دښمنان معرفي کړي دي؛ خو په دې وروستیو شپو ورځو کي یې پر ښځو باندي خپلو بې شرمانه او وحشیانه حملو ته دونه زور ورکړی دی چي  په مقابل کي یې د هر افغان، په تېره بیا پښتنو، چوپ پاته کېدل ستره ګناه ده. د پښتنو خبره ځکه کوم چي د طالبانو تام اکثریت پښتانه دي او بهرنیان د هغوی هر بد او وحشیانه عمل پښتنو ته راجع کوي.

څو ورځي مخکي مي په عام بازار کي د یوې پښتنې خور بې عزته کېدل ولیدل او باور وکړی له هغې شېبې څخه مي خوب تښتېدلی دی او مځکه آرام نه راکوي. زه یقین لرم چي دا دردوونکې او له وحشته ډکه ویډیو به ټولو افغانانو لیدلې وي خو له بده مرغه چي ما یې د افغانانو په لیکنو کي تقریباً هیڅ انعکاس نه دی لیدلی.

په ویډیو کي ګوروچي یو وحشی طالب، د افغانیت اوناموس د ټولو ارزښتونو په خلاف، پر یوې ښځي باندي، چي زموږ د ټولو افغانانو ناموس دی، حمله کوي. وهي یې اوپوري وهي یې. هغه بې دفاع معصوم موجود یوه ولاړ موټر ته تکیه کوي. یو ځوان یې دفاع ته وردانګي او په دغه وخت کي لا یوه بله وحشي ښځه، چي حتماً به د ابوجهل د لښکر د امربالمعروف غړې وه، پر هغې معصومي او بې دفاع ښځي باندي بله حمله کوي.

دوستانو! په عام محضر کي پر یوې معصومي افغاني باندي د وحشي طالب حمله د ټولو افغانانو پر ناموس باندي حمله ده. د افسوس ځای دا دی چي افغانان تر هر څه د ناموس په ساتلو افتخار کوي او دا متل د هر پښتانه زده دی چي وايی « دنیا تر سر جار سرترناموس» مګر د دې وروستۍ وحشیانه حملې په مقابل کي، چي ښايی له سل ګونو دغه راز حملو څخه به یوه وه، چوپ پاته سول.

د دې معنا دا ده چي زموږ ټول تاریخ دروغ دی او خپل ځانونه مو هسي په افسانو غولولي دي. موږ هیڅ وخت نه له خاوري او نه له ناموس څخه دفاع کړې ده او یا:

یا هغه پښتانه نور وه دا څه نور شول

یا د خدای دی همداهسي شان فرمان

( خوشحال خان)

دا چي د طالبانو غایب مشر هبت الله اعلان کوي چي د هغه حکم د خدای او رسول حکم دی او باید چي په پټو سترګو ومنل سي، زما په عقیده هغه د دې خبري د کولو حق لري. حق خو ځکه لري چي تر اوسه پوري یې هر وحشیانه او د بشري تمدن مخالف عمل په پټو سترګو منل سوی او نه په بهر کي اوسېدونکو افغانانو او د هیواد په دننه کي چا د هغه په مقابل کي لږترلږه لفظی عکس العمل ښودلی دی.

په عام بازار کي پر یوې معصومي ښځي باندي، چي د ټولو افغانانو خور وه، د ابوجهل د امربالمعروف د وحشیانو حمله د ټولو افغانانو پر ناموس باندي حمله وه. که د دې حملې په مقابل کي هم خاموش پاته سی؛ چي تر اوسه پوري خاموش پاته سوي یاست نو د طالبانو او د ابوجهل د لښکر د نورو وحشیانه حملو منتظر اوسی.

افغانانو! موږ او تاسي د طالبانو د لومړي ځل وحشت په وخت کي هم هیڅ ونه کړل او که امریکا او ناټو د هغوی وحشت ته خاتمه ورکړې نه وای تر اوسه پوري به د هغوی هغه پخوانۍ پاچهي روانه وای. دا ځل بیا د هغه ډول طلايی فرصت په انتظار مه کښېنی. بیا هغه دور نه راځي. هغه چرګه مړه سوه چي د سروزرو هګۍ به یې اچولې.

افغانستان د نولسمی پېړۍ راهیسي انګرېزانو، روسانو او امریکایانو هر یوه په خپل وار اشغال کړی دی. خو د هیڅ قدرت د اشغال په وخت کي زموږ خویندي او لوڼي چا په بازار کي سرتوري کړي نه وې مګر اوس د ابوجهل لښکرو د افغانانو د عزت او ناموس ټول سرحدونه مات کړل.

د افغانستان مظلوم او د پاکستان د شومو دسیسو ښکار اولسونه زموږ او ستاسي مرستي ته ضرورت لري. موږ له هغوی سره مرسته کولای سو. موږ له هغوی سره د مرستي کولو زمینه، وسایل او اشخاص لرو. د افغانستان په داخل کي زنداني اولسونه په لاسونو کي هیڅ نه لري. که هغوی په دې باوري سي چي په بهر کي د هغوی وطنوال د دوی په غم کي دي اوله دوی سره مرستي کولو ته تیار دي نو بیا هغوی هم د خپل نجات لپاره لاس او پښې وهي. چوپ پاته کېدل او هیڅ نه کول د خپلي پلرنۍ خاوري سره ظلم دی.

و ما علینا الالبلاغ.

څوک یو اړخیز قضاوت کوي؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.