څوک یو اړخیز قضاوت کوي؟

عبدالباري جهاني

59

له هغي ورځي چي طالبانو د نجونو د تعلیم او په وروسته کي د عصري تعلیم مخه نیولې ده؛ په افتخار سره وایم چې که مي نور هیڅ په وس نه کیږي نو د خپلو اولسونو یا لږترلږه د سواد لرونکو او تعلیم یافته طبقې په صف او دفاع کې او د هغوی د غلیم طالباني رژیم پر  ضد درېدلی یم او په نثر او نظم مې د هغوی له غندني څخه لاس نه دی اخیستی.

ښاغلی ډاکټر صاحب عثمان تره کی. لومړی باید د شاعر د مسخره کولو او نازکو احساساتو او شاعرانه طبعی له ذکرولو څخه لاس واخلی. دا ستاسي سره نه ښايی. شکر دی د عالي تحصېلاتو څښتن یاست او د پوهنتون د استادی سابقه لری. دا خبري د ‌ډیرو کوچنیو خلکو دي او ځان دومره مه وړوکی کوی.

محتسب یا امربالعروف د طالبانو په کابینه اړه لري. زه د دې مقام افتخار نه سم لرلای. که په غربی نړۍ کي دا مقام یا لقب چاته ورکول کیږي نو هغه باید د طالبانو مدافعینو ته ورکړه سي؛ چي ښايی تاسي یې لیاقت ولری.

تاسي په بشپړه بې انصافي د اعلیحضرت محمدظاهرشاه په وخت او وروسته د شهید داوود خان په زمانه کي د پښتونستان د خلکو له داعیې څخه د وخت د حکومتونو د دریځ سپکاوی کړی او یوازي د څو مفت خورو نومونه مو اخیستي دي چي د افغانستان د حکومتونو پر  دسترخوانونو، د مچانو په څېر، بوڼېدل.

خبره په دومره عادي توګه نه فیصله کیږي او ستاسي سره نه ښايی چي د دومره عالي تحصیلاتو سره سره هم د خپل سترګو لیدلي تاریخ په برخه کي دومره بې خبري وښیاست.

که زه اوس بیرته خپلي خبري له سره لیکم نو د لوستونکو د وخت د ضایع کېدلو سبب کیږي. زه د ډیري مطالعې ادعا نه کوم. مطالعه خو ستاسي په څېر عالمانو کار دی. ما چنداني تحصیل هم نه دی کړی او ستاسي په اصطلاح یو عادي شاعر سړی یم. خو ستاسي دغه راز قضاوت ستاسي د بې خبری شاهدي ورکوي. زه تاسی ته بلنه درکوم چي د پښتونستان د تحریک د ملاتړ ترڅنګ د بلوچستان له تحریک څخه د ظاهرشاه د سلطنت د ملاتړ په برخه کي دغه لاندي کتاب ولولی او زه یقین لرم چي په ډیرو شیانو او رازونو به خبر سی.

In Afghanistan’s Shadow:

Baluch Nationalism and Soviet Temptation

By Selig Harrison

زه ستاسي څخه دومره پوښتنه کوم چي تاسي په کابل کي د امید پر روغتون باندي د پاکستان د بمباری او د څه باندی ۱۰۰۰ تنو د شهید کېدلو او ټپي کېدلو شاهدان نه واست؟ تاسي تازه د کنړ د اسعدآباد په ښار کي د سید جمال الدین افغان پر پوهنتون باندي د پاکستان د توغندیو د حملې او د محصلینو د شهید کېدلو او ټپي کېدلو شاهدان نه واست.

زما پوښتنه دا ده چي طالبانو د دومره خونړیو حملو او څرګندو تېریو په مقابل کي څه وکړل؟ آیا هغوی دا حملې وغندلې؟ زه په کابل کي د امید پر  روغتون باندي د پاکستان د هوايی برید او د سلهاوو ناروغانو د شهادت څخه وروسته، د طالبانو د داخله وزیر سراج الدین حقاني د وینا شاهد وم. زه یقین لرم چي تاسي به هم اورېدلې وي. ښاغلي حقاني نه یوازي د پاکستان هغه حمله ونه غندله بلکه ویې ویل چي طالبان له پاکستان سره انتقامي جذبه نه پالي او له پاکستان سره د اُخوت ( ورورګلوی) اړېکي نه خرابوي.

پاکستان تقریباً دوې میاشتي د نورستان څلور یا پنځه اولسوالی محاصره کړي وې او د هغو اولسوالیو خلک د لوږي له مرګ سره مخامخ ول. وروسته د پاکستان مقاماتو د نورستان له قومي مشرانو سره جرګه وکړه. له هغوی سره یې موافقه وکړه او له هغوی څخه یې لاسلیکونه واخیستل. دا د یوه مستقل هیواد پر ارضي تمامیت باندي څرګند تېری نه بولی؟ زه خو شاعر سړی یم. په دې حقوقي خبرو مي سر هم نه خلاصېږي. خو تاسي د یوه حقوق پوه او عالم په حیث څه پکښي وایاست؟ زه نه وایم چي طالبانو دي پر پاکستان باندي حمله کړې وای. مګر دوی خو لږترلږه اعتراض قدر هم ونه کړ.

دوې ورځي مخکي طالبانو په کابل کي د هلکانو پر مخ ځکه د مکتب دروازې وتړلې چي هغوی بګړۍ نه وې تړلي. ډاکټر صاحب محترم. د دغه ناوړه رژیم په دفاع کي درېدل ستاسي سره نه ښايي. زه خو یو شاعر سړی یم. نه په خپله خبره پوهېږم او نه مي څه زده دي. خو تاسي د یوه لوی عالم په حیث باید د داسي رژیم تر څنګ ونه درېږی.

تاسي ښايی ووایاست چي د هغوی تر څنګ نه یاست درېدلي خو له هغوی څخه د یوه ملي دریځ د غوره کولو او د دغه راز یوه ناوړه رژیم د بین المللی حیثیت د پیدا کولو خواست له یوه عالم سره نه ښايی. د طالبانو رژیم د افغانستان د تاریخ تاریکترین نظام دی. که څه هم چي نظام خو هم ورته ویل کېدلای نه سي. دا خبره ځکه کوم چي دهغوی پر خپلو ټولو بدیو برسېره، د هغوی غایب مشر ملا هبت الله درې ورځي مخکي  اعلان وکړ چي د هغه امر باید د خدای او رسول د امر په څېر رعایت سي. کله چي یو څوک خپل امر د خدای امر وبولي نو په هغه هیواد کي به قانون چیري وي؟ زه ګومان کوم چې که دا د محتسب مقام او افتخار ځان ته غوره کړی ښه به وي او ستاسي سره ښايی هم.

یو اړخیز او بې‌ بنسټه قضاوت

ولي د خلکو په سترګو کي خاوري پاشو؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.