ولي د خلکو په سترګو کي خاوري پاشو؟

عبدالباري جهاني

54

نن مي په آریانا افغانستان ویبسایټ کي د محترم داکتر صاحب عثمان تره کي یو لنډمضمون ولووست چي پر افغانستان باندي د پاکستان هوايی حملې یې غندلي وې. ښاغلي ډاکټر تره کي د افغانستان پر هوايی حریم باندي د پاکستان حملې د هغه هیواد د پوځ اخلاقي سقوط بللی وو او ګیله یې کړې ده چي هغه هیواد د افغانستان پر ملګي تا سیساتو او پوهنتونونو باندي حمله کوې او د دې کار علت یې د طالبانو د رژیم پوځي کمزوتیا بللې ده. محترم تره کی صاحب طالبانو ته توصیه کوي چي ځانونه له بین المللی انزوا څخه وباسي او خپل دفاعي توان تقویه کړي او بیا نو خپل زور په حق تبدیل کړي.

محترم تره کي صاحب ته باید ووایم چي موږ هیڅ وخت نه دي ویلي چي طالبان دي له پاکستان څخه پوځي انتقام واخلي او مخامخ دي جګړې ته ورسره ودریږي. افغانستان، په تېره د طالبانو حکومت، په هیڅ توګه دا توان نه لری چي د پاکستان سره مخامخ جګړی ته ودریږي. موږ وایو چي طالبان دي، لږترلږه، د اعتراض ږغ پورته کړي، په را‌ډیو او تلوېزیون کي پر نړۍ باندي ږغ وکړي او که دا نه کوي یا یې نه سي کولای نو د پاکستان یرغلګر پوځ اوحکومت ته خو دي ورور نه وايي.

اوج سقوط اخلاقی فوج پاکستان

د ښاغلي تره کي صاحب د مضمون هدف تر ډېره ځایه دا دی چي که افغانستان نظامي قوت درلودلای نو په هغه صورت کي به پاکستان پر افغانستان باندي د حملو کولو جرأت نه سو کولای.

زه له تره کي صاحب څخه پوښتنه کوم چي افغانستان په کوم وخت کي له پاکستان سره پوځي سیالي کولای سوای؟ افغانستان هیڅ وخت د پاکستان په پنځمه او حتی لسمه برخه پوځي قوت نه وو درلودلی. پاکستان د خپل برتر پوځي طاقت تر څنګ د سینټو او سیټو غړی هم وو او غربي نړۍ هم حساب ورباندي کاوه.

مګر دا خو زموږ او ستاسي د زمانې خبري دي. د اعلیحضرت محمدظاهرشاه په زمانه کي او یا د شهید داوود خان په زمانه کي د افغانستان پوځي طاقت له پاکستان سره برابر وو؟ تاسي ته یو وخت په یادیږي چي پاکستان د افغانستان پر حریم باندي یا ځکمنی او یا هوايی تېری کړی وي؟

افغانستان، له خپلي ټولي پوځي او اقتصادي کمزوری سره، د پاکستان په مقابل کي دفاعي موقف نه بلکه هر وخت تعرضي موقف درلودی. د پښتونستان لپاره یې راډیویی پروګرام درلود. د پښتونستان جشن یې لمانځه او د پښتونستان بیرغ یې پورته کاوه. په کابل کي یې د پښتونستان په نوم واټ درلود. د شمالي آزاد پښتونستان او د جنوبي محکوم پښتونستان سیاسي مشران به یې هر وخت پر سترخوان ناست ول. له خان عبدالغفار خان څخه نیولې تر خان عبدالصمدخان، ولي خان، محمودخان، اجمل خټک او . . . پوري ټولو سیاسي مشرانو په کابل کي سیاسي تبلیغات کول او د قبایلو په مستقل ریاست کي یې یوه لویه مهمانخانه هم ورته جوړه کړې وه.

د بلوچستان آزادي غوښتونکي، غوث بیزنجو، شیرمحمدمری، خیربخش مری، عطاؤالله خان منګل نه یوازي کابل ته راتلل او سیاسي مېلمانه به ول بلکه هم یې منظمي تنخواوي اخیستلې او هم به یې لا سپکي وسلې ورسره وړلی.

په کابل کي، د پښتونستاني ماشومانو او ځوانانو لپاره د خوشحال خان خټک په نوم مکتب، لېسه او لیلیه فعاله وه او هر کال له دغي لېسی څخه جرمني ته د عالي تحصیلاتو لپاره لایق زده کوونکي لېږل کېدل.

ستاسي په یادیږي چي کوم افغان دي د پاکستان په خاوره کي د افغانستان پر ضد نظامي یا سیاسي مرکز جوړ کړی وي؟ ( د مرحوم عبدالحي حبیبي قضیه استثنی ده)

علت څشي وو؟ یوازینی علت یې دا وو چي افغانستان یو مشروع او با حیثیته قانوني دولت درلود. د هیواد هروګړی، نر او ښځه له خپلي خاوري څخه دفاع ته حاضر وه او د پاکستان پلار پر افغانستان باندي د پوځي تېري زړه نه سوکولای.

تر څو چي د خلقیانو او پرچمیانو په وخت کي د افغانستان د دولت قانوني شېرازه ونړېده. پاکستان د افغانستان د دولت په مقابل کي سیاسي مخالفین نه بلکه، د مجاهدینو او په وروسته کي د طالبانو په نوم، خپل غلامان وروزل او نن په هیواد کي د پاکستان د غلامانو حکومت دوام لري. که دا غلامان حتی اټومي قدرت هم ولري هم به د خپل پنجابي بادار په خدمت کي وي.

طالبانو ته توصیې مه کوی. طالبان په هرڅه پوهیږي. هرڅه په شعوري ډول کوي. خپل اولس او خپلو منورینو ته خواست وکړی او د پنجاب له غلامانو څخه د نجات لوری ورته پیدا کړی. بیا نو زه تضمین کوم چي هیڅ قدرت به پر افغانستان د تېري جر‌أت ونه کړي.

ګرګین او میرویس

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.